په عبادت کښې عزت او ترتيب
په غونډه کې دوه ستونزې: کله چې زموږ پلار ته دعا کوي سرونه پټ يا لوڅ، او د مالِک هغه ماښامنۍ چې شتمن مخکې خوري او بې وزله وږي پاتې کېږي. همدا وروستۍ خبره ده چې ولې ځينې کمزوري او ناروغه دي، دوی له دې پرته خوري چې بدن تشخيص کړي. يو د بل انتظار وکړئ.
11 1تاسو زما تقليد کوئ، لکه څنګه چې زۀ د مسيح تقليد کوم.
2اوس زۀ ستاسو تعريف کوم چې تاسو په هر څۀ کښې زما ياد ساتئ او هغه روايتونه داسې ساتئ لکه څنګه چې ما تاسو ته سپارلى وُو. 3اوس زۀ غواړم چې تاسو دا پوه شئ چې د هر سړى سر مسيح دے، د ښځې سر سړے دے، او د مسيح سر زمونږ پلار دے. 4هر هغه سړے چې په پټ سر دُعا کوى يا نبوت کوى، هغه د خپل سر بې عزتى کوى. 5خو هره هغه ښځه چې په سپک سر دُعا کوى يا نبوت کوى، هغه د خپل سر بې عزتى کوى، دا خو هم هغه شان دے لکه چې سر يې ګنډل شوے وى. 6کۀ ښځه د خپل سر پټولو نه انکار کوى، نو دې خپل وېښتۀ وکوى؛ خو ځکه چې د ښځې دپاره د وېښتو کول يا د سر ګنډل شرم دے، نو دې خپل سر پټ کړى. 7سړى له خپل سر پټول په کار نۀ دى، ځکه چې هغه د زمونږ پلار شکل او لوئى دے؛ خو ښځه د سړى لوئى ده. 8ځکه چې سړے د ښځې نه نۀ دے راغلے، بلکې ښځه د سړى نه راغلې ده. 9او نۀ سړے د ښځې دپاره پېدا شوے دے، بلکې ښځه د سړى دپاره پېدا شوې ده. 10نو ښځې له دا په کار دى چې د فرښتو په سبب د اختيار نښه په خپل سر باندې ولرى.
11خو بيا هم، په مالِک کښې نۀ ښځه د سړى نه آزاده ده او نۀ سړے د ښځې نه آزاد دے. 12ځکه چې لکه څنګه چې ښځه د سړى نه راغلې ده، هم هغه شان سړے د ښځې په وسيله راځى؛ خو هر څۀ د زمونږ پلار نه راځى. 13تاسو پخپله فيصله وکړئ چې آيا دا مناسب دى چې ښځه په سپک سر زمونږ پلار ته دُعا وکړى؟ 14آيا پخپله فطرت تاسو ته دا نۀ ښايى چې د سړى دپاره اوږدۀ وېښتۀ د شرم خبره ده، 15خو کۀ ښځه اوږدۀ وېښتۀ ولرى، نو دا د هغې لوئى ده، ځکه چې د هغې وېښتۀ ورته د پوښ دپاره ورکړے شوى دى؟ 16کۀ څوک د دې په حقله جګړه کول غواړى، نو زمونږ داسې کوئى رواج نشته او نۀ د زمونږ پلار کليساګانو کښې.
د مالِک دستر خوان بې عزته کول
17دا حُکم درکوم خو ستاسو تعريف نۀ کوم، ځکه چې تاسو د ښۀ دپاره نۀ بلکې د بد دپاره راغونډيږئ. 18ځکه چې اول، کله چې تاسو د کليسا په طور راغونډيږئ، نو زۀ اورم چې ستاسو په مينځ کښې اختلافونه دى، او زۀ يې څۀ نا څۀ باور کوم. 19ځکه چې ستاسو په مينځ کښې اختلافونه هم په کار دى، ترڅو چې ستاسو په مينځ کښې رښتينى څوک ښکاره شى. 20نو بيا، کله چې تاسو په يو ځائ کښې راغونډيږئ، نو هغه د مالِک ماښامنۍ نۀ وى چې تاسو يې خورئ. 21ځکه چې د خوراک په وخت کښې هر يو خپله ماښامنۍ مخکښې کوى، يو بوکے پاتې کيږى او بل نشه کيږى. 22آيا تاسو د خوراک او څښاک دپاره کورونه نۀ لرئ؟ يا تاسو د زمونږ پلار کليسا سپکوئ او هغه کسان شرموئ چې هيڅ نۀ لرى؟ زۀ تاسو ته څۀ ووايم؟ آيا ستاسو تعريف وکړم؟ د دې خبرې دپاره خو زۀ ستاسو تعريف نۀ کوم.
23ځکه چې څۀ چې ما د مالِک نه حاصل کړل، هم هغه ما تاسو ته وسپارل: مالِک عيسىٰ هغه شپه چې هغه پکښې تسليم کړے شو، ډوډۍ راواخسته،
24او د شُکر نه پس يې هغه ماته کړه او وې فرمائيل، ”دا زما بدن دے، ستاسو دپاره؛ تاسو دا زما د ياد دپاره کوئ.“ 25هم هغه شان، د ماښامنۍ نه پس يې پياله هم راواخسته او وې فرمائيل، ”دا پياله زما په وينه کښې نوے لوظ دے. هر کله چې تاسو دا څښئ، نو دا زما د ياد دپاره کوئ.“
26ځکه چې هر کله چې تاسو دا ډوډۍ خورئ او دا پياله څښئ، نو تاسو د مالِک د مرګ اعلان کوئ، ترڅو چې هغه راشى.
27نو څوک چې په نا لائقه طريقه د مالِک ډوډۍ خورى يا د مالِک پياله څښى، هغه د مالِک د بدن او وينې مجرم دے. 28نو هر سړے دې پخپله ځان ازمائى، بيا دې دا ډوډۍ وخورى او دا پياله وڅښى. 29ځکه چې څوک چې د بدن تميز کولو بغير خورى او څښى، هغه په خپل ځان باندې عذاب خورى او څښى. 30ځکه چې همدې سبب ستاسو په مينځ کښې ډېر کمزورى او ناجوړه دى، او څو کسان مړۀ شوى دى. 31خو کۀ مونږ د خپل ځان صحيح فيصله کوُو، نو زمونږ به فيصله نۀ کيدله. 32کله چې مالِک زمونږ فيصله کوى، نو هغه مونږ ته سزا راکوى، ترڅو چې مونږ د دُنيا سره قصوروار ونۀ ګڼلے شُو. 33نو بيا، اے زما وروڼو او خويندو، کله چې تاسو د خوراک دپاره راغونډيږئ، نو د يو بل انتظار کوئ. 34کۀ څوک وږے وى، نو هغه دې په کور کښې وخورى، ترڅو چې ستاسو راغونډېدل د عذاب سبب نۀ شى. نور کارونه به زۀ کله چې راشم هغه وخت برابر کړم.