چاپ شوی
کتاب

پلار خپل آواز لېږى

یحیی په بیابان کې وعظ کوي او ځل په ځل ترې پوښتل کېږي چې خلک باید په رښتیا څه وکړي: کمیس شریک کړئ، زیات مه اخلئ، په زور پیسې مه اخلئ. هغه د هیرودیس ګناه په ګوته کوي او له همدې امله بندي کېږي. عيسىٰ د نورو ټولو تر څنګ بپتسمه اخلي، او پلار یې هغه خپل ګران زوی بولي.

څپرکی 3.

د طبريُس قيصر د سلطنت په پنځلسم کال کښې، کله چې پنطيُس پيلاطُس د يهوديه حاکم وو، هيروديس د ګليل حاکم وو، د هغۀ ورور فيلپُس د اِتوريه او ترخونيتس د علاقې حاکم وو، او ليسانياس د ابيليني حاکم وو، د حنا او قيافا د مشرانو کاهنانو په دور کښې، د زمونږ پلار کلام په بيابان کښې د زکريا زوئ يحيىٰ ته راغلو. هغه د يردن په ټوله علاقه کښې وګرځېدو، او د ګناهونو د معافۍ دپاره يې د توبې د بپتسمې منادى کوله، لکه څنګه چې د يسعياه نبي د کلام په کتاب کښې ليکلي دي چې، ”په بيابان کښې د يو منادى کوونکي آواز دے چې، د مالِک دپاره لار تياره کړئ، د هغۀ لارې سمې کړئ. هره دره به ډکه شي، او هر غر او هره غونډۍ به ټيټ کړے شي. کږې لارې به سمې شي، او ناهوارې لارې به هوارې شي، او ټول بشر به د زمونږ پلار خلاصون وويني.“

بيا يحيىٰ هغه خلقو ته چې د هغۀ نه د بپتسمې اخيستلو دپاره راتلل ووئيل چې، ”اے د مارانو اولاده! تاسو ته چا خبردارے درکړو چې د راتلونکي غضب نه وتښتئ؟ نو داسې ميوه ونيسئ چې د توبې لائق وي. او په خپلو زړونو کښې دا وئيل مۀ شروع کوئ چې، ’اِبراهيم زمونږ پلار دے.‘ ځکه زۀ تاسو ته وايم چې زمونږ پلار د دې تيږو نه د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شي. اوس هم تبر د ونو په ريښو باندې ايښودلے شوے دے؛ هره هغه ونه چې ښه ميوه نۀ نيسي، پرې کولے شي او اور ته غورزولے شي.“

نو خلقو هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نو مونږ څۀ وکړو؟“

هغۀ جواب ورکړو چې، ”څوک چې دوه کميسونه لري، هغه دې د هغه چا سره شريک کړي چې هيڅ نۀ لري؛ او څوک چې خوراک لري، هغه دې هم همداسې وکړي.“

محصول ټولوونکي هم د بپتسمې اخيستلو دپاره راغلل، او هغوئ ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ څۀ وکړو؟“

هغۀ ورته ووئيل چې، ”د هغه نه زيات مۀ راټولوئ چې ستاسو دپاره مقرر شوے دے.“

سپاهيانو هم هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”او مونږ څۀ وکړو؟“ هغۀ ورته ووئيل چې، ”د چا نه په زور يا په دروغو الزام باندې پيسې مۀ اخلئ؛ په خپله تنخوا قانع اوسئ.“

خلق په انتظار کښې وو، او ټول په خپلو زړونو کښې دا سوچ کوئ چې آيا يحيىٰ پخپله مسيح خو نۀ دے. يحيىٰ هغو ټولو ته جواب ورکړو چې، ”زۀ تاسو ته په اوبو سره بپتسمه درکوم. خو يو بل راځي چې زما نه زورور دے، زۀ د دې لائق نۀ يم چې د هغۀ د بوټ تسمه خلاصه کړم. هغه به تاسو ته د روحُ القُدس او د اور په وسيله بپتسمه درکوي. د هغۀ په لاس کښې د بادولو پاڼه ده، هغه به خپل خرمن پاک کړي، او غنم به خپلې غلې دانې ته راټول کړي، خو بوسه به په هغه اور کښې وسوزوي چې مړ کېدے نۀ شي.“

او يحيىٰ د نصيحت په نورو ډېرو خبرو سره خلقو ته زېرے ورکړو. خو يحيىٰ د ګليل حاکم هيروديس د هغۀ د ورور د ښځې هيرودياس په حقله، او د هغو ټولو بديو په حقله چې هيروديس کړې وې، ملامت کړو، هيروديس په دې ټولو باندې دا هم زيات کړل: هغۀ يحيىٰ په قيد خانه کښې بند کړو.

پلار خپل زوئ محبوب بولى

کله چې ټولو خلقو بپتسمه واخيسته، نو عيسىٰ هم بپتسمه واخيسته. او کله چې هغۀ دُعا کوله، نو آسمان خلاص شو،

او روحُ القُدس د کوترې په شکل کښې په جسماني صورت هغۀ باندې نازل شو. او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”تۀ زما محبوب زوئ يې؛ زۀ په تا باندې خوشحاله يم.“

عيسىٰ نژدې دېرش کلن وو کله چې هغۀ خپل خدمت شروع کړو. خلق يې داسې ګڼل چې هغه د يوسف زوئ دے، چې د هيلي زوئ وو، د متات زوئ، د لاوى زوئ، د ملکى زوئ، د يناى زوئ، د يوسف زوئ، د متتياه زوئ، د عاموس زوئ، د ناحوم زوئ، د اسلى زوئ، د نجى زوئ، د مات زوئ، د متتياه زوئ، د شمعى زوئ، د يوسک زوئ، د يوداه زوئ، د يوانان زوئ، د ريسا زوئ، د زروبابل زوئ، د سالتيايل زوئ، د نيرى زوئ، د ملکى زوئ، د ادى زوئ، د قوسام زوئ، د ايلمودام زوئ، د عير زوئ، د يشوع زوئ، د اليعزر زوئ، د يوريم زوئ، د متات زوئ، د لاوى زوئ، د شمعون زوئ، د يهوداه زوئ، د يوسف زوئ، د يونام زوئ، د الياقيم زوئ، د مليا زوئ، د منا زوئ، د متاتا زوئ، د ناتن زوئ، د داؤد زوئ، د يسى زوئ، د عوبيد زوئ، د بوعز زوئ، د سلمون زوئ، د نحسون زوئ، د عميناداب زوئ، د ادمين زوئ، د ارنى زوئ، د حصرون زوئ، د فارص زوئ، د يهوداه زوئ، د يعقوب زوئ، د اسحاق زوئ، د اِبراهيم زوئ، د تارح زوئ، د ناحور زوئ، د سروج زوئ، د رعو زوئ، د فالج زوئ، د عابر زوئ، د سلح زوئ، د قينان زوئ، د ارفکسد زوئ، د سام زوئ، د نوح زوئ، د لمک زوئ، د متوسالح زوئ، د حنوک زوئ، د يارد زوئ، د مهللئيل زوئ، د قينان زوئ، د انوش زوئ، د سيت زوئ، د آدم زوئ، د زمونږ پلار زوئ.