چاپ شوی
کتاب

پلار دوه اويا کسان لېږى

دوه اویا کسان چې د فصل پلار لېږلي، په ډېره خوښۍ بېرته راځي چې پېریان یې خبره مني، او عيسىٰ ورته وايي چې پر بل شي خوشحاله شئ. د یوه شریعت پوه پوښتنې ته چې څوک ګاونډی ګڼل کېږي، په یوه لار د یوه سامري په کیسه ځواب ورکول کېږي. پای یې د دوو خویندو ترمنځ په شخړه کېږي.

څپرکی 10.

د دې نه پس، مالِک نور دوه اويا کسان مقرر کړل او هغه يې دوه دوه دپاره هر هغه ښار او ځائ ته مخکښې ولېږل چرته چې هغه پخپله تلل غوښتل.

هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”فصل ډېر دے، خو کار کوونکى لږ دى. نو د فصل مالِک پلار ته دُعا وکړئ چې هغه خپل فصل ته کار کوونکى ولېږى. لاړ شئ! وګورئ، زۀ تاسو د لېوانو په مينځ کښې د ورو په شان لېږم. نۀ بټوه راواخلئ، نۀ توبره او نۀ څپلۍ، او په لار کښې چا ته سلام مۀ کوئ. کوم کور ته چې ننوځئ، اول ووايئ چې، ’په دې کور دې سلامتى وى.‘ کۀ هلته د سلامتۍ کوم سړے وى، نو ستاسو سلامتى به په هغۀ باندې قائمه وى؛ کۀ نۀ وى، نو هغه به تاسو ته بيا راشى. په هم هغه کور کښې پاتې شئ، څۀ چې درته درکوى هغه خورئ او څښئ، ځکه چې کار کوونکے د خپلې مزدورۍ حقدار دے. له کوره کوره مۀ ګرځئ. هر کله چې کوم ښار ته ننوځئ او هغوئ ستاسو ښۀ راغلاست وکړى، نو څۀ چې درته مخکښې کښېږدى هغه خورئ. هلته ناروغان روغ کړئ او ورته ووايئ چې، ’د زمونږ پلار بادشاهى تاسو ته نزدې راغلې ده.‘ خو کله چې کوم ښار ته ننوځئ او هغوئ ستاسو ښۀ راغلاست ونۀ کړى، نو د هغۀ کوڅو ته ووځئ او ووايئ چې، ’ستاسو د ښار دا دوړه چې زمونږ په پښو ونښتله هغه هم ستاسو خلاف لرې کوو. خو دا پوه شئ چې د زمونږ پلار بادشاهى نزدې راغلې ده.‘ زۀ تاسو ته وايم چې، په هغه ورځ به د هغه ښار په نسبت د سدوم حال زغملے کيدونکے وى.

”اے کورزين، په تا افسوس دے! اے بيت صيدا، په تا افسوس دے! کۀ چرې هغه معجزې چې ستاسو په مينځ کښې وشوې، په صور او صيدا کښې شوې وَے، نو هغوئ به ډېر مخکښې د ټاټ جامې اغوستلې او په ايرو کښې ناستو توبه اېستلے وه. خو د عدالت په ورځ به ستاسو په نسبت د صور او صيدا حال زغملے کيدونکے وى. او اے کفرنحومه، تۀ به آسمان ته اوچت کړې شوے؟ تۀ به قبر ته راکوز کړې شوے. څوک چې ستاسو خبره اورى، هغه زما خبره اورى؛ او څوک چې تاسو ردوى، هغه ما ردوى؛ او څوک چې ما ردوى، هغه هغه ردوى چې زۀ يې لېږلے يم.“

دغه دوه اويا کسان په خوشحالۍ سره بيا راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”اے مالِکه، ستا په نوم خو شيطانان هم زمونږ تابعدارى کوى.“

هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”ما شيطان وليدو چې د آسمان نه د برېښنا په شان راغورزيدو. وګورئ، ما تاسو ته دا اختيار درکړے دے چې په ماران او لړمانو باندې قدم کېږدئ، او د دُښمن په ټول قوت باندې هم، او هيڅ شے به تاسو ته نقصان ونۀ رسوى. خو په دې خوشحاله مۀ کېږئ چې روحونه ستاسو تابعدارى کوى، بلکې په دې خوشحاله شئ چې ستاسو نومونه په آسمان کښې ليکلے شوى دى.“

هم هغه وخت عيسىٰ په روحُ القُدس کښې خوشحال شو او وې فرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا کوم، ځکه چې تا دا خبرې د عقلمندو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو بچو ته دې څرګندې کړې. هو پلاره، ځکه چې دا ستا رضا وه.“

”هر څۀ ما ته زما د پلار له طرفه راکړے شوى دى. هيڅوک نۀ پوهيږى چې زوئ څوک دے، سوائې د پلار نه، او چې پلار څوک دے، سوائې د زوئ نه، او هغه چا ته چې زوئ وغواړى هغۀ پرې څرګند کړى.“

بيا هغۀ مريدانو ته مخ راواړولو او په خلوت کښې يې ووفرمائيل چې، ”مبارک دى هغه سترګې چې دا شيان وينى چې تاسو يې وينئ! ځکه چې زۀ تاسو ته وايم چې، ډېرو نبيانو او بادشاهانو غوښتل چې هغه شيان ووينى چې تاسو يې وينئ، خو هغوئ ونۀ ليدل، او هغه څۀ واورى چې تاسو يې اورئ، خو هغوئ وانۀ ورېدل.“

د نېک سامرى تمثيل

يو عالمِ شريعت پاڅېدو او د هغۀ آزميښت يې وکړو چې، ”اے اُستاذه، زۀ څۀ وکړم چې د تل ژوندون وارث شم؟“

هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”په شريعت کښې څۀ ليکلے شوى دى؟ تۀ دا څنګه لولې؟“

هغۀ جواب ورکړو چې، ”د خپل پلار سره په خپل ټول زړۀ، په خپل ټول روح، په خپل ټول قوت او په خپل ټول عقل سره مينه کوه، او د خپل ګاونډى سره دې داسې مينه کوه لکه چې د ځان سره.“

هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تا صحيح جواب ورکړو. همدا کوه، نو ژوندے به اوسې.“

خو هغۀ غوښتل چې خپل ځان صادق ثابت کړى، نو عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”زما ګاونډے بيا څوک دے؟“

عيسىٰ وفرمائيل چې، ”يو سړے د يروشلم نه يريحو ته راکوزيدو او د ډاکوانو په منګ کښې راغلو، چې هغوئ د هغۀ جامې ترې وايستلې، هغه يې ووهلو او نيم مړ يې پرېښودو. نو داسې اتفاق راغلو چې يو کاهن په هم هغه لار راکوزيدو؛ کله چې يې هغه وليدو، نو د بلې خوا نه تېر شو. هم دغه شان يو لاوى هم هغه ځائ ته راغلو، هغه يې وليدو او د بلې خوا نه تېر شو. خو يو سامرى چې په هم هغه لار روان وو، هغۀ ته راغلو، او کله چې يې هغه وليدو، نو زړۀ يې پرې درد وکړو. هغه ورغلو، د هغۀ زخمونه يې وتړل، په هغو يې تېل او شراب واچول، خپل څاروى باندې يې سور کړو، يوې سرائې ته يې راووړو او هغۀ ته يې خدمت وکړو. بله ورځ هغۀ دوه روپۍ راوايستلې، د سرائې مالِک ته يې ورکړې او ورته يې ووئيل چې، ’د دۀ خيال ساته. څۀ چې نور لګوې، کله چې زۀ بيا راشم، نو درته به يې ادا کړم.‘ دا درے واړه کسان، ستا په خيال، د هغه سړى ګاونډے څوک جوړ شو چې د ډاکوانو په منګ کښې راغلے وو؟“

هغۀ ووئيل چې، ”هغه څوک چې په هغۀ يې رحم وکړو.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او تۀ هم همدغه شان کوه.“

مارته او مريم

کله چې هغوئ روان وُو، عيسىٰ يو کلى ته ننوتو. مارته په نامه يوې ښځې هغه خپل کور ته راوبللو. د هغې مريم په نامه يوه خور وه، چې د مالِک په پښو ناسته وه او د هغۀ تعليم يې اورېدلو. خو مارته د ډېر خدمت په وجه پرېشانه وه. هغه هغۀ ته راغله او ورته يې ووئيل چې، ”اے مالِکه، تا ته هيڅ پرواه نشته چې زما خور زۀ يوازې پرېښودم چې خدمت کوم؟ هغې ته ووايه چې زما مدد وکړى.“

خو مالِک ورته جواب ورکړو چې، ”مارتې، مارتې، تۀ د ډېرو شيانو په حقله پرېشانه او فکرمنده يې، خو د يوه شى ضرورت دے. مريم هغه ښۀ برخه خوښه کړې ده؛ دا به ترې وانۀ خستے شى.“