چاپ شوی
کتاب

د هغۀ خواهش زما دپاره دے

سړی هغه له څپليو پښو نيولې تر وېښتو ستايي او په ښکاره پرې خوښېږي. هغه دا نه ردوي. هغه دا ارمان دوه اړخيز او خپل بولي، بيا يې د انګورو باغونو او کليو ته بيايي، چېرته چې يې د هغه لپاره مېوه زېرمه کړې ده.

څپرکی 7.

اے د نجيبانو لورې، ستا پښې په څپليو کښې څومره ښکلې دى! د ستا د ورنونو خمونه د جواهراتو په شان دى، چې د يو ماهر کاريګر د لاسونو کار دے. ستا ناوۀ يو ګول پياله ده چې کله هم په ګډه شوې شرابو نۀ کميږى. ستا ګېډه د غنمو انبار دے چې د سوسنو ګلونو نه چاپېره دے. ستا دواړه تى د دوو کوسيو په شان دى، چې د يو هوسۍ غبرګونى دى. ستا غاړه د هاتي د غاښ د برج په شان ده. ستا سترګې د حشبون حوضونه دى چې د بت ربيم د دروازې سره دى. ستا پوزه د لبنان د برج په شان ده چې د دمشق په لور ګورى. ستا سر د کرمل په شان تاج درته کوى، او ستا اوږده وېښتۀ د ارغواني رنګ په شان دى؛ يو بادشاه د هغو په زلفو کښې بندى شوے دے. اے محبوبې، تۀ د خپلو ټولو لذتونو سره څومره ښکلې او څومره خوندوره يې! ستا قد د کجورې د ونې په شان دے، او ستا تى د هغې د ګونو په شان دى. ما ووئيل چې، ”زۀ به په کجوره وختم او د هغې مېوه به ونيسم.“ ستا تى دې د انګورو د ګونو په شان وى، او د ستا د ساه خوشبوئى د مڼو په شان، او ستا خوله د ښو نه ښو شرابو په شان. دا زما د محبوب دپاره په نرمۍ بهيږى، او په شونډو او غاښونو باندې په آرامۍ تيريږى.

زۀ د خپل محبوب يم، او د هغۀ خواهش زما دپاره دے. راځه، اے زما محبوبه، چې مونږ پټيو ته لاړ شُو او په کليو کښې شپه تېره کړُو. راځه چې سحر وختى د انګورو باغونو ته لاړ شُو او وګورُو چې انګورو ونو کوپۍ کړې دى کۀ نه، چې ګلونه کُلاو شوى دى او انار په ګلونو شوى دى کۀ نه. هلته به زۀ تا له خپله مينه درکړم. مهر ګياه خپله خوشبوئى خوروى، او زمونږ د دروازو پاس هر قسمه غوره مېوې دى، نوې او زړې، چې ما ستا دپاره، اے زما محبوبه، ساتلې دى. a a v13 مهر ګياه خوشبودار بوټى وُو چې د پخوانۍ زمانې په دُنيا کښې په عام ډول داسې ګڼل کېدل چې هغه د مينې خواهش راپاروى او د اولاد پېدا کولو طاقت زياتوى.