چاپ شوی
کتاب

زۀ د خپل محبوب يم

د يروشلم لوڼې وړانديز کوي چې د لټون په کار کې ورسره مرسته وکړي، او هغه ځواب ورکوي چې پوهېږي هغه چېرته تللی دی. سړی يې ستايي: شپېته ملکې او بې شمېره ښځې، خو بيا هم يوازې هغه يوه ده. بيا ننداره کوونکي شولميته بېرته رابولي چې هغه وګوري.

څپرکی 6.

اے د ښځو نه ښائسته ترينه، ستا محبوب چرته لاړو؟ ستا محبوب په کوم لور لاړو، چې مونږ هم ستا سره هغه ولټوو؟

زما محبوب خپل باغ ته ښکته شو، د خوشبو ترکارۍ ته، چې په باغونو کښې وچرى او زنبقونه راټول کړى.

زۀ د خپل محبوب يم او زما محبوب زما دے؛ هغه د زنبقونو په مينځ کښې څرى.

اے زما محبوبې، تۀ د تِرزه په شان ښائسته يې، د يروشلم په شان ښکلې، او د بيرغونو سره د لښکر په شان هيبتناکه يې. a a v4 تِرزه يو پخوانے شاهى ښار وو چې د خپلې ښائستې دپاره مشهور وو، او دلته د ښارونو د ټولو نه ښائسته په توګه د يروشلم سره جوخت ذکر شوے دے.

خپلې سترګې له ما نه واړوه، ځکه چې هغه ما مغلوبوى. ستا وېښتۀ د بزو د داسې رمې په شان دى چې د جِلعاد نه راکوزېږى. ستا غاښونه د ګډو د داسې رمې په شان دى چې د لمبلو نه راختلې وى، هره يوه دوه دوه ګډورکى زېږوى، او په دوى کښې يوه هم بچے نۀ دے بايللے. ستا رخسارونه د نقاب شا ته د انار د نيمائيو په شان دى.

شپېته ملکې او اتيا داشتې شته، او بې‌شميره ځوانې پېغلې، خو زما کونترې، زما مکمله يوازينۍ ده، د خپلې مور يوازينۍ لور ده، د هغې چې زېږولې ده د هغې ګرانه ده. ځوانو پېغلو هغه وليدله او مبارکه يې وبلله؛ ملکو او داشتو هم د هغې صفتونه وکړل.

دا څوک ده چې د سحر په شان ځلېږى، د سپوږمۍ په شان ښائسته، د لمر په شان روښانه، او د بيرغونو سره د لښکر په شان هيبتناکه ده؟

زۀ د چرمغزو باغ ته ښکته شوم چې د وادۍ غوټۍ وګورم، چې وګورم آيا تاک غوټۍ کړې دى، آيا انارونه غوړېدلى دى.

ما خبر نۀ وو چې زما ارمان زۀ د خپلو عزتمندو خلقو د رتهونو په مينځ کښې کښېنولم.

راشه، راشه، اے شولميته؛ راشه، راشه، چې مونږ تا ته وګورو. تاسو ولې شولميتې ته ګورئ، لکه د دوو لښکرو ګاټو ته؟ b b v13 ”د دوو لښکرو ګاټې“ د داسې ښکلى ګاټو انځور وړاندې کوى چې د کتونکو د دوو مخامخ کرښو په مينځ کښې کيږى.