ما ور خلاص کړو، خو هغه لاړے وو
هغه وايي چې خپل باغ ته راغلی دی. بيا ښځه د يوې شپې کيسه کوي چې په دروازه کې يې زړه نا زړه وکړ او ډېر ناوخته يې پرانيسته، او هغه تللی و. د لټون پر مهال څوکيدارانو ووهله. کله چې ترې پوښتنه کېږي چې هغه له نورو څه توپير لري، هغه يې له سره تر پښو بيانوي.
5 1اے زما خورې، اے زما ناوې، زۀ خپل باغ ته راغلے يم؛ ما خپل مُر د خپلو خوشبويانو سره راغونډ کړو، ما خپل د شاتو ګبين د خپلو شاتو سره وخوړو، ما خپله مے د خپلو شيدو سره وڅکله. اے دوستانو، وخورئ؛ اے مينه کوونکو، وڅکئ او ډېر وڅکئ!
2زۀ ويده وم، خو زړۀ مې ويښ وو. يو آواز دے، زما محبوب در وهى، ”اے زما خورې، اے زما محبوبې، اے زما کوترې، اے زما بېعيبې، ما له ور خلاص کړه، ځکه چې سر مې په پرخه لوند دے او وېښتۀ مې د شپې په څاڅکو.“ 3ما خو خپله جامه وکښله، بيا يې څنګه واغوندم؟ ما خو خپلې پښې مينځلې وې، بيا يې څنګه خيرنې کړم؟ 4زما محبوب خپل لاس د دروازې زنځير ته ونيو، او زړۀ مې راته په سينه کښې راوخوځېدو. 5زۀ پاڅېدم چې خپل محبوب له دروازه پرانيزم، او لاسونو نه مې مُر څاڅېدو، ګوتو نه مې روان مُر، د دروازې د کنده مرۍ باندې. 6ما خپل محبوب له دروازه پرانيستله، خو زما محبوب مخ ګرزولے او تلے وو. کله چې هغۀ خبره وکړه، نو زړۀ مې ووت. ما هغه ولټولو، خو ونۀ موندلو؛ ما هغه راوبللو، خو هغۀ هيڅ جواب رانۀ کړو. 7پهرهدارانو زۀ وموندلم کله چې هغوئ په ښار کښې ګرځېدل؛ هغوئ زۀ ووهلم، زما زخمونه يې کړل؛ هغوئ زما څادر راڅخه يووړو، هغه د ديوالونو پهرهدارانو. 8اے د يروشلم لوڼو، زۀ تاسو ته دا امر کوم، کۀ تاسو زما محبوب ومومئ، نو هغۀ ته ووايئ چې زۀ د مينې نه ناروغه يم. 9اے په ښځو کښې تر ټولو ښائسته، ستا محبوب د بل محبوب نه څۀ زيات دے؟ ستا محبوب د بل محبوب نه څۀ زيات دے، چې تۀ مونږ له داسې امر کوې؟
10زما محبوب روڼ او سور دے، په لس زرو کښې ممتاز. 11سر يې تر ټولو ښۀ سره زر دے؛ وېښتۀ يې ګونګريان، د کارغۀ په شان تور دى. 12سترګې يې د کوترو په شان دى، د اوبو د ويالو په غاړه، په شيدو کښې لوبېدلې، د خپل ځائ باندې د نګينو په شان لګېدلې. 13رخسارونه يې د خوشبويانو د باغچو په شان دى، د خوشبويه بوټو برجونه. شونډې يې ګلان دى، چې روان مُر ترې څاڅى. 14لاسونه يې د سرو زرو ډنډرونه دى، چې نګينې پکښې لګېدلى دى. بدن يې جلا شوے عاج دے، چې په نيلمونو سينګار شوے دے. 15پښې يې د سنګ مرمر ستنې دى، چې د ښو سرو زرو په بنياد باندې ولاړې دى. بڼه يې د لبنان په شان ده، د ديارانو په شان غوره. 16خولۀ يې خالصه خوږلتيا ده، او هغه سراسر د زړۀ خواهش دے. اے د يروشلم لوڼو، دا زما محبوب دے، او دا زما دوست دے.