چاپ شوی
کتاب

په تا کښې هيڅ عيب نشته

سړی د ښځې يو يو اندام ستايي، هغې ته خپله ناوې او خور وايي، او وايي چې په هغې کې هېڅ عيب نشته. هغه يو تړلی باغ ده، يوه مهر شوې چينه، يوازې د هغه. په پای کې هغه ځواب ورکوي، باد رابولي او هغه باغ پخپله پرانيزي.

څپرکی 4.

اے زما جانانے، تۀ څومره ښائسته يې، تۀ څومره ښائسته يې! ستا سترګې ستا د نقاب شا ته د کوترو په شان دى. ستا وېښتۀ د وزو د رمې په شان دى چې د جلعاد له غرونو نه راکوزيږى. ستا غاښونه د تازه وريستلو شويو مېږو د رمې په شان دى چې د لمبلو نه راوختلى وى، هر يو جوړه بچى زيږوى، او په هغوئ کښې يو هم بې اولاده نشته. ستا شونډې د سرو تارونو په شان دى، او ستا خولۀ ښائسته ده. ستا رُخسارونه ستا د نقاب شا ته د انار د نيمائيو په شان دى. ستا غاړه د داؤد د بُرج په شان ده چې د کاڼو په کتارونو جوړ شوے دے؛ په هغې باندې زر ډالونه ځوړند دى، هر يو د جنګياليو ډال دے. ستا دواړه تى د دوو ماشومو هوسيو په شان دى، د يوې هوسۍ جوړه بچى، چې په سوسنو کښې څريږى. ترڅو چې ورځ ساه واخلى او سيورى وتښتى، زۀ به د مُر غرۀ ته او د لوبان غونډۍ ته لاړ شم. اے زما جانانے، تۀ سراسر ښائسته يې؛ په تا کښې هيڅ عيب نشته.

اے زما ناوې، زما سره د لبنان نه راځه؛ زما سره د لبنان نه راځه. د امانه له څوکې نه، د سنير او حرمون له څوکې نه، د زمريانو له غارونو نه، د پړانګانو له غرنيو ځايونو نه راکوزه شه. اے زما خورې، اے زما ناوې، تا زما زړۀ بوتلو؛ ستا د سترګو په يو نظر، ستا د غاړکۍ په يو جواهر تا زما زړۀ بوتلو. اے زما خورې، اے زما ناوې، ستا مينه څومره ښائسته ده! ستا مينه د شرابو نه څومره ډېره ښۀ ده، او ستا د تېلو خوشبوئى د هر عطر نه! اے زما ناوې، ستا شونډو نه شات څڅيږى؛ ستا د ژبې لاندې شات او شيدې دى، او ستا د جامو خوشبوئى د لبنان د خوشبوئۍ په شان ده.

زما خور، زما ناوې د بندې باغيچې په شان ده، د بندې چينې، د مُهر لګېدلى سرچينې په شان. ستا څانګې د انارونو د باغ په شان دى چې تر ټولو ښۀ مېوې پکښې دى، مېندۍ د جټاماسى سره، جټاماسى او زعفران، نرکچور او دارچينى، د لوبان د هرې ونې سره، مُر او عود، د ټولو تر ټولو ښو عطرو سره. a a v14 نرکچور يوه خوشبودارې نيزه ده چې د عطر په توګه کارولې کيږى. تۀ د باغ د چينې په شان يې، د ژوندى اوبو کوهے، او هغه نهرونه چې د لبنان نه راروان دى. اے د شمال بادونه، راويښ شه، او اے د جنوب بادونه، راځه! زما په باغ باندې وچلېږه، چې د هغې عطرونه وبهيږى. دې دپاره چې زما مينه ناک خپل باغ ته راشى او د هغې تر ټولو ښې مېوې وخورى.