چاپ شوی
کتاب

د بادشاه د واده ورځ

ښځه په تياره ښار کې د هغه چا لټون کوي چې ورسره مينه لري، له څوکيدارانو پوښتنه کوي، بيا يې پيدا کوي او تر هغه يې نه پرېږدي چې د خپلې مور کور ته يې راولي. بيا نور غږونه ګوري چې د سليمان ساتل شوې ګاډۍ را نږدې کېږي، او پاچا د خپل واده په ورځ تاج پر سر لري.

څپرکی 3.

په خپل بستر کښې د ټولې شپې ما هغه ولټولو چې زما روح ورسره مينه لرى؛ ما هغه ولټولو، خو هغه مې ونۀ موندلو. اوس به زۀ پاڅم او په ښار کښې به ګرځم، په کوڅو او ميدانونو کښې؛ هغه به لټوم چې زما روح ورسره مينه لرى. ما هغه ولټولو، خو هغه مې ونۀ موندلو. پهره دارانو زۀ وموندلم کله چې هغوئ د ښار ګزمه کوله. ”تاسو هغه ليدلے دے چې زما روح ورسره مينه لرى؟“ زۀ لا ترې لږ تېر شوے وم چې ما هغه وموندلو چې زما روح ورسره مينه لرى. ما هغه ونيولو او پرېنښودو مې نۀ، ترڅو چې هغه مې د خپلې مور کور ته راوستلو، د هغې خونې ته چې زۀ يې زېږولے وم. اے د يروشلم لوڼو، زۀ تاسو ته د هوسيو او د دښتې د آهوګانو په قسم ورکوم چې: مينه مۀ راپاروئ او مۀ راويښوئ تر هغې چې پخپله خوښه شى.

دا څوک دے چې د بيابان نه راخيژى، د لوګى د ستنو په شان، په مُر او لوبان معطر شوے، د سوداګر د ټولو خوشبودارو عطرو سره؟ ګورئ—دا د سليمان خپله پالکۍ ده، د هغې چاپېره شپېته زورور سړى دى، د اِسرائيل د زورورو سړيو نه، دا ټول توره وال دى، د جنګ دپاره روزل شوى، هر يو خپله توره تر خپل څنګ لرى، د شپې د وېرې په مقابله کښې. سليمان بادشاه خپل دپاره د لبنان د لرګيو نه يوه پالکۍ جوړه کړه. د هغې ستنې يې د سپينو زرو جوړې کړې، د هغې شا د سرو زرو، د هغې ناسته د ارغوانى رنګ؛ د هغې دننه د يروشلم د لوڼو په واسطه په مينه سره سينګار شوے وو. اے د صيون لوڼو، راووځئ، او سليمان بادشاه ته وګورئ، چې هغه تاج يې په سر دے چې د هغۀ مور يې د واده په ورځ ورباندې کېښودو، په هغه ورځ چې د هغۀ زړۀ خوشحاله شو.