اے زما محبوبې، پاڅه او راروانه شه
ښځه خبرې کوي، د هغه سیوری، د مېلمستیا تالار، او د خپل سر لاندې د هغه لاس رایادوي. بیا د جالۍ له لارې د هغه بلنه تکراروي: ژمی تېر شو، انځر پخېږي، راځه ځو. دوه ځله د اورشلیم لوڼو ته خبرداری ورکوي چې مینه مه راویښوئ تر هغه چې چمتو نه وي.
2 1زۀ د شارون ګلاب يم، د وادو سوسن يم. 2لکه څنګه چې ازغو کښې سوسن وى، هم هغه شان زما محبوبه د جينکو په مينځ کښې ده. 3لکه څنګه چې د ځنګل د ونو په مينځ کښې د مڼې ونه وى، هم هغه شان زما محبوب د ځوانانو په مينځ کښې دے. زۀ په ډېرې خوشحالۍ د هغۀ په سيورى کښې کښېناستم، او د هغۀ مېوه زما خوله له خوږه وه. 4هغۀ زۀ د مېلمستيا تالار ته راوستم، او زما له پاسه د هغۀ جنډه مينه وه. 5ما ته د مُنقو سره طاقت راکړئ، په مڼو سره مې تازه کړئ، ځکه چې زۀ د مينې نه ناروغه يم. 6د هغۀ کيڼ لاس زما د سر لاندې دے، او د هغۀ ښى لاس ما غېږ کښې نيسى. 7اے د يروشلم لوڼو، زۀ تاسو ته د هوسيو او د ميدان د هوسۍ په قسم وايم چې، مينه مۀ راپاروئ او مۀ راويښوئ ترڅو چې د هغې خوښه نۀ وى.
8د زما د محبوب آواز! هغه راځى، په غرونو باندې ټوپونه وهى، په غونډيو باندې ټوپونه وهى. 9زما محبوب د هوسۍ يا د ځوان هوسۍ په شان دے. ګوره، هغه هلته زمونږ د ديوال شا ته ولاړ دے، د کړکيو نه ګورى، د جالۍ نه بهر ګورى. 10زما محبوب ما ته وائى چې، اے زما محبوبې، اے زما ښکُلې، پاڅه او راروانه شه، 11ځکه چې ژمے تېر شو، باران بس شو او لاړو. 12په زمکه باندې ګلونه راښکاره شول، د سندرو وخت راغلو، او زمونږ په مُلک کښې د قُمرۍ آواز اورېدے کيږى. 13د انځر ونه خپل انځر پخوى، او د انګورو تاکونه غوټۍ کوى؛ هغه خپله خوشبوئى خورَوى. پاڅه، اے زما محبوبې، اے زما ښکُلې، او راروانه شه. 14اے زما کوترې، د تيږې په چاودونو کښې، د چټان په پټو ځايونو کښې، زۀ دې مخ وګورم، ستا آواز دې واورم، ځکه چې ستا آواز خوږ دے، او ستا مخ ښکُلے دے. 15زمونږ دپاره ګيدړان ونيسئ، هغه وړوکى ګيدړان چې د انګورو باغونه برباد کوى، ځکه چې زمونږ د انګورو باغونه غوټۍ کوى. 16زما محبوب زما دے، او زۀ د هغۀ يم؛ هغه د سوسنو په مينځ کښې څرى. 17ترڅو چې ورځ سا واخلى او سيورى وتښتى، راوګرځه، اے زما محبوبه، او د هوسۍ په شان شه يا د ځوان هوسۍ په شان چې په ناهوارو غرونو باندې وى.