چاپ شوی
کتاب

زوئ راپاڅېدو

ښځې قبر خلاص مومي او څوک یې خبره نه مني. دوه کسان چې عمواس ته روان دي له یوه ناآشنا سره خبرې کوي. هغه ورته کتابونه تشریح کوي، او یوازې هغه وخت پېژندل کېږي چې ډوډۍ ماتوي. هغه ښکاره کېږي او کب خوري ترڅو ثابته کړي چې شبح نه دی. بیا هغوی ته برکت ورکوي او خپل پلار ته پورته وړل کېږي.

څپرکی 24.

د اونۍ په اوله ورځ، ډېر سحر وختى، هغوئ هغه خوشبوئى چې تيارې کړې وې واخستې او قبر ته راغلې. هغوئ وليدل چې تيږه د قبر د خولې نه رغړولې شوې ده، خو کله چې دننه ننوتې، نو د مالِک عيسىٰ لاش يې ونۀ موندلو. کله چې هغوئ په دې حقله حېرانې وې، نو ناڅاپه دوه سړى په ځلېدونکو جامو کښې د هغوئ تر څنګ ودرېدل. هغوئ ووېرېدلې او خپل مخونه يې زمکې ته ټيټ کړل. هغه سړيو ورته ووئيل چې، ”تاسو ولې ژوندے د مړو په مينځ کښې لټوئ؟ هغه دلته نشته، بلکې بيا راژوندے شوے دے. هغه خبره رايادوئ چې هغۀ تاسو ته لا د ګليل په وخت کښې فرمائيلې وه، چې اِبن آدم به ګنهګارو خلقو ته حواله کولے شى، په سولۍ به کوزولے شى، او په دريمه ورځ به بيا راژوندے شى.“

نو هغوئ ته د هغۀ خبرې ياد شوې، او د قبر نه بيرته راستنې شوې، او دا ټول خبرونه يې يوولسو مريدانو او نورو ټولو ته ووئيل. دا ښځې مريم مګدلينى، يوحنه، د يعقوب مور مريم، او د هغوئ سره نورې ښځې وې چې دا خبرې يې رسولانو ته وکړې. خو دا خبرې هغوئ ته بې معنىٰ ښکارېدلې، او هغوئ باور پرې ونۀ کړو. خو پطروس پاڅېدو او قبر ته منډه يې کړه، او چې ټيټ شو نو يواځې يې د کتان ټوټې وليدلې، بيا کور ته لاړو او په هغه څۀ چې شوى وُو حېران وو.

د عمواس لاره

په هم هغه ورځ د هغوئ نه دوه کسان يو کلى ته روان وُو چې عمواس نومېدو، او د يروشلم نه قريباً اوۀ ميله لرې وو، او هغوئ په خپلو کښې د هغو ټولو واقعاتو په حقله خبرې کولې چې پېښ شوى وُو. کله چې هغوئ خبرې او بحث کول، نو پخپله عيسىٰ ورنزدې شو او د هغوئ سره روان شو. خو د هغوئ سترګې داسې بندې وې چې هغه يې ونۀ پېژندلو.

هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو په لار تلو کښې په خپلو کښې د څۀ شى په حقله خبرې کوئ؟“ هغوئ خفه ودرېدل.

د هغوئ نه يو چې کليوپاس نومېدو جواب ورکړو چې، ”آيا تۀ په يروشلم کښې يواځې هغه مسافر يې چې په دې ورځو کښې چې هلته څۀ پېښ شوى دى پرې نۀ پوهېږې؟“

هغۀ وفرمائيل چې، ”کوم شيان؟“ هغوئ ووئيل چې، ”د ناصرت د عيسىٰ په حقله، چې يو پېغمبر وو، او د زمونږ پلار او ټولو خلقو په مخکښې په کار او وينا کښې طاقتور وو،

او دا چې زمونږ مشرانو اِمامانو او حاکمانو هغه د مرګ سزا دپاره حواله کړو، او په سولۍ يې کوز کړو. مونږ اُميد لرلو چې دا به هغه وى چې اِسرائيل به خلاصوى. خو د دې ټولو نه علاوه، دا نن دريمه ورځ ده چې دا واقعات پېښ شوى دى. او زمونږ نه ځنې ښځو هم مونږ حېران کړو، چې سحر وختى قبر ته لاړې، او چې د هغۀ لاش يې ونۀ موندلو، نو بيرته راغلې او وې وئيل چې مونږ د فرښتو يوه رويا هم وليده، چې هغوئ وئيل چې هغه ژوندے دے. زمونږ ځنې ملګرى قبر ته لاړل او هر څۀ يې هم هغه شان وموندل لکه چې ښځو وئيلى وُو، خو هغه يې ونۀ ليدلو.“

هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”اے بې عقلو، ستاسو زړونه د هغو ټولو خبرو په منلو کښې ولې دومره سُست دى چې پېغمبرانو وئيلى وې! آيا دا ضرورى نۀ وو چې مسيح دا تکليفونه وبرداشت کړى او بيا خپل جلال ته داخل شى؟“

نو هغۀ د موسىٰ او د ټولو پېغمبرانو نه شروع وکړه، او د ټولو صحيفو نه يې هغوئ ته هر هغه څۀ وواضح کړل چې د هغۀ په حقله وُو.

او هغوئ هغه کلى ته نزدې شول چې ورته روان وُو، او هغۀ داسې وکړل لکه چې هغه به نور مخکښې ته ځى. خو هغوئ اصرار وکړو چې، ”زمونږ سره پاتې شه، ماښام نزدې دے، او ورځ ختمېدونکې ده.“ نو هغه د هغوئ سره د پاتې کېدو دپاره دننه ننوتو.

کله چې هغه د هغوئ سره د دسترخوان په سر کښيناستو، نو هغۀ ډوډۍ راواخسته، برکت يې پرې وغوښتو، مات يې کړه، او هغوئ ته يې ورکړه. نو د هغوئ سترګې خلاصې شوې، او هغوئ هغه وپېژندلو. او هغه د هغوئ د سترګو نه غائب شو. هغوئ يو بل ته ووئيل چې، ”کله چې هغۀ په لار کښې مونږ سره خبرې کولې، او صحيفې يې مونږ ته واضح کولې، نو آيا زمونږ زړونه زمونږ په دننه کښې نۀ سوزېدل؟“ هغوئ په هم هغه ساعت پاڅېدل او يروشلم ته راستانه شول، او هغوئ يوولس مريدان او د هغوئ ملګرى يو ځائ راټول وموندل، چې هغوئ وئيل، ”مالِک په رښتيا بيا راژوندے شوے دے، او شمعون ته څرګند شوے دے!“ نو دغه دواړو هم هغه څۀ بيان کړل چې په لار کښې پېښ شوى وُو، او دا چې د ډوډۍ په ماتولو کښې يې هغه څنګه وپېژندلو.

عيسىٰ خپلو ته څرګند شو

کله چې هغوئ دا خبرې کولې، نو پخپله عيسىٰ د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل چې، ”په تاسو دې سلامتى وى!“

خو هغوئ وبهول او ووېرېدل، او داسې يې ګمان وکړو چې ګنې هغوئ يو روح وينى.

هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”ولې پرېشان يئ، او ولې ستاسو په زړونو کښې شکونه پېدا کيږى؟ زما لاسونو او زما پښو ته وګورئ، دا په رښتيا زۀ يم. ما لاس ولګوئ او وګورئ، ځکه چې روح غوښه او هډوکى نۀ لرى، لکه څنګه چې تاسو وينئ چې زۀ يې لرم.“

او کله چې هغۀ دا وفرمائيل، نو هغوئ ته يې خپل لاسونه او خپلې پښې وښودلې.

او کله چې هغوئ لا تر اوسه د خوشحالۍ له وجې باور نۀ کولو او حېران وُو، نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”آيا دلته د خوراک دپاره څۀ شے لرئ؟“

هغوئ د وريتې کبِ يوه ټوټه ورکړه، نو هغۀ هغه واخسته او د هغوئ په مخکښې يې وخوړه.

هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دا هم هغه خبره ده چې ما تاسو ته لا هغه وخت کړې وه کله چې زۀ ستاسو سره وم، چې ضرورى وو چې هغه هر څۀ پوره شى چې زما په حقله د موسىٰ په شريعت، د پېغمبرانو په کتابونو، او په زبور کښې ليکلى دى.“

بيا هغۀ د هغوئ ذهنونه خلاص کړل دې دپاره چې هغوئ صحيفې پوهه شى،

او ورته يې وفرمائيل چې، ”داسې ليکلى دى چې مسيح به تکليف ګالى او په دريمه ورځ به د مړو نه بيا راژوندے شى، او دا چې د هغۀ په نامه به د ګناهونو د معافۍ دپاره توبه ټولو قومونو ته اعلان کولے شى، او شروع به د يروشلم نه کيږى. تاسو د دې خبرو ګواهان يئ. زۀ د خپل پلار وعده تاسو ته راستوم. تاسو په دې ښار کښې پاتې شئ ترڅو چې د بره نه په طاقت ونۀ پوښلے شئ.“

پلار خپل زوئ قبلوى

بيا هغۀ هغوئ د ښار نه بهر د بيت عنياه پورې بوتلل، او خپل لاسونه يې اوچت کړل او برکت يې پرې وغوښتو. او کله چې هغۀ هغوئ ته برکت ورکولو، نو د هغوئ نه جُدا شو او آسمان ته پورته کړے شو. نو هغوئ د هغۀ عبادت وکړو او په ډېرې خوشحالۍ سره يروشلم ته راستانه شول، او هر وخت به په هيکل کښې وُو او د زمونږ پلار ثناء به يې وئيله.