ايوب جواب ورکوى: بدکاران ولې خوشحاله وى؟
ایوب په هغو شواهدو ځواب ورکوي چې ملګري یې ترې سترګې پټوي: بدکاران رښتیا زاړه او ځواکمن کېږي، اولادونه یې نڅا کوي، او وروسته له دې چې خدای ته ووايي له موږ لرې شه، په آرامۍ مري. موړ او تریخ زړی دواړه یو شان په خاوره کې پرېوځي. هغه وايي، د دوی تسلي دروغ ده.
21 1بيا ايوب جواب ورکړو چې، 2”زما خبرو ته په غور سره غوږ ونيسئ، او دا دې هغه تسلى وى چې تاسو راکوئ. 3ما سره صبر وکړئ ترڅو چې زۀ خبرې کوم، او کله چې مې خبرې وکړې، نو بيا طعنې کولے شئ. 4خو زما شکايت آيا د يو سړى په خلاف دے؟ زۀ ولې صبر ونۀ بايلم؟ 5ما ته وګورئ او حېران شئ، او خپل لاس په خپله خله باندې کېږدئ. 6کله چې هغه رايادوم، نو زۀ وېرېږم، او زما بدن رپېدو ته راشى. 7بدکاران ولې ژوندى پاتې کيږى، بوډا کيږى او په طاقت کښې زياتيږى؟ 8د هغوئ اولاد د هغوئ سره د هغوئ د سترګو په وړاندې ټينګ او محفوظ وى، او د هغوئ نسل د هغوئ په مخکښې وى. 9د هغوئ کورونه محفوظ او د وېرې نه خلاص وى، او د خُدائ پاک کوئى پرې نۀ راپرېوځى. 10د هغوئ غويه نطفه اچوى او هيچرې ناکام نۀ شى؛ د هغوئ غوا وچيوى او سقط نۀ کوى. 11خپل وړوکى بچى د رمې په شان آزاد پرېږدى، او د هغوئ ماشومان ټوپونه وهى. 12د دف او رباب سره سندرې وائى، او د بانسرى په آواز خوشحالى کوى. 13خپل ورځې په خوشحالۍ کښې تېروى، او په سلامتۍ سره قبر ته ښکته ځى. 14خو بيا هم خُدائ پاک ته وائى، ’مونږ يواځې پرېږده! مونږ ستا د لارو پوهېدو هيڅ خواهش نۀ لرو. 15هغه قادرِ مطلق څۀ شے دے، چې مونږ د هغۀ عبادت وکړو؟ او د هغۀ نه په دُعا غوښتلو به مونږ ته څۀ ګټه ورسيږى؟‘ 16خو د هغوئ خوشحالى د هغوئ په خپلو لاسونو کښې نۀ ده؛ زۀ د بدکارانو د مشورې سره هيڅ کار نۀ لرم. 17د بدکارانو څراغ به څو ځله مړ کړے شى؟ د هغوئ تباهى به پرې څو ځله راپرېوځى؟ خُدائ پاک به په خپل قهر کښې څو ځله دردونه وېشى؟ 18هغوئ به څو ځله د هوا په مخکښې د بوسو په شان وى، د هغه بوسو په شان چې طوفان يې لرې کوى؟ 19تاسو وايئ، ’خُدائ پاک د سړى سزا د هغۀ د بچو دپاره ساتى.‘ دې پرېږده چې خپله هغه سړى ته بدله ورکړى، دې دپاره چې هغه پرې پوه شى. 20دې پرېږده چې خپل سترګې يې خپله تباهى ووينى، او دې پرېږده چې د قادرِ مطلق قهر وڅکى. 21ځکه چې کله د هغۀ مياشتې پرې شى، نو هغه به د ځان نه پس په خپل کور کښې څۀ پروا کوى؟ 22آيا څوک خُدائ پاک ته علم ښودلے شى، کله چې هم هغه د بره هغه کسانو عدالت کوى؟ 23يو سړے په پوره طاقت کښې مرى، بالکل په آرام او بېفکرۍ کښې، 24د هغۀ بدن ښۀ تازه وى، او د هغۀ د هډوکو مغز لا تر اوسه لوند وى. 25بل سړے په تريخ زړۀ سره مرى، هيچرې يې د څۀ ښۀ شى خوند نۀ وى څکلے. 26دواړه په خاورو کښې سره څملى، او چينجى دواړه پټوى. 27وګورئ، زۀ ستاسو په خيالونو پوهيږم، او په هغه چالونو چې تاسو راته په ظلم کولو کښې کوئ. 28ځکه چې تاسو وايئ، ’اوس د معزز سړى کور چرته دے؟ هغه خېمه چرته ده چې بدکار پکښې اوسېدلو؟‘ 29آيا تاسو هيچرې هغه کسان نۀ دى پوښتلى چې په لارو سفر کوى؟ آيا تاسو به هغه ثبوت قبول نۀ کړئ چې هغوئ يې راکوى، 30چې بدکار د تباهۍ په ورځ بچ کړے شى، چې د قهر په ورځ يې خلاصون کړے شى؟ 31څوک د هغۀ د چلن په حقله مخامخ ورته وائى، او څوک هغۀ ته د هغۀ د کړو بدله ورکوى؟ 32هغه قبر ته وړلے شى، او د هغۀ په قبر باندې پهره کيږى. 33د دره خاوره هغۀ ته خوږه وى؛ هر څوک د هغۀ پسې ځى، او هغه کسان چې د هغۀ نه مخکښې دى بېشماره دى. 34نو تاسو ما ته په خالى خبرو سره څنګه تسلى راکولے شئ؟ ستاسو جوابونه بغير د دروغو نه بل هيڅ نۀ دى.“