د روح تريخوالے
ایوب په مستقیم ډول خدای ته خبرې کوي او پوښتي چې تور څه دی. هغه لاسونه چې هغه یې د شیدو په څېر توی کړ او په پوستکي یې وپوښه، اوس یې د زمري په څېر ښکار کوي. یوازې دا غواړي چې یوه شېبه یوازې پرېښودل شي مخکې له دې چې د تیارې ځمکې ته ولاړ شي.
10 1”زۀ د خپل ژوند نه تنګ شوے يم. زۀ به خپل شکايت بېروکه بيان کړم؛ زۀ به د خپل روح د تريخوالى نه خبرې وکړم. 2زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې، ما مۀ ملامتوه؛ ما له ووايه چې تۀ ولې زما سره جګړه کوې. 3آيا دا تا ته ښۀ ايسى چې ظلم کوې، چې د خپلو لاسونو کار سپکوې، حال دا چې د بدکارانو په تدبيرونو موسکا کوې؟ 4آيا ستا د غوښې سترګې دى؟ آيا تۀ هم داسې وينې لکه انسان چې وينى؟ 5آيا ستا ورځې د انسان د ورځو په شان دى، او يا ستا کالونه د سړى د کالونو په شان دى، 6چې تۀ زما خطا لټوې او زما ګناه پسې ګرځې، 7که څۀ هم تۀ پوهيږې چې زۀ ګناهګار نۀ يم، او داسې هيڅوک نشته چې ما ستا د لاس نه خلاص کړى؟
8”ستا لاسونو زۀ جوړ کړم او پېدا کړم، زما هره برخه، او اوس تۀ راوګرځېدې او ما تباه کوې. 9ياد ساته چې تا زۀ د خټې په شان جوړ کړے وم. آيا تۀ به اوس ما بيا خاورو ته ورګرځوې؟ 10آيا تا زۀ د شيدو په شان توئ نۀ کړم، او د پنير په شان مې نۀ غلطولے، 11ما له دې د څرمنې او غوښې جامې واغوستلې، او په هډوکو او رګونو مې سره وبستم؟ 12تا ما له ژوند او وفاداره مينه راکړه، او ستا پاملرنې زما د روح ساتنه کړې ده.
13”خو تا دا په خپل زړۀ کښې پټه کړه، او زۀ پوهيږم چې دا ستا نيت وو: 14کۀ ما ګناه وکړه، نو تۀ به ما څارلم او زما د خطا نه به دې ما معاف نۀ کړم. 15کۀ زۀ ګناهګار يم، نو افسوس په ما! او کۀ زۀ بېګناه هم يم، بيا هم زۀ خپل سر نۀ شم اوچتولے، زۀ دومره د شرم نه ډک يم، چې په خپل مصيبت کښې لوند يم. 16کۀ زۀ خپل سر اوچت کړم، نو تۀ د زمرى په شان ما پسې ګرځې او بيا زما خلاف عجيبه کارونه کوې. 17تۀ زما خلاف نوي ګواهان راولې او خپل قهر نور هم په ما توئ کړې؛ د مصيبت لهر پسې لهر په ما حمله کوى.
18”نو بيا تا زۀ ولې د مور د نس نه راووستلم؟ کاشکې زۀ د دې نه مخکښې مړ شوے وم چې کومه سترګه ما ليدلے وه. 19زۀ به داسې وم لکه چې زۀ هيڅکله شته نۀ وم، نېغ د مور د نس نه به قبر ته وړلے شوے وم. 20آيا زما ورځې لږې نۀ دى؟ زما نه مخ واړوه، ما يواځې پرېږده، چې زۀ د يو لمحې دپاره آرام ومومم، 21د دې نه مخکښې چې زۀ هغه ځائ ته لاړ شم چې بيا نه راتګ ترې نشته، د تيارۀ او ژورې سيورى مُلک ته، 22هغه مُلک ته چې د تورې شپې په شان تيارۀ دے، د ژورې سيورى او بېترتيبۍ، چرته چې رڼا هم د تيارۀ په شان ده.“