چاپ شوی
کتاب

ضوفر ځواب ورکوى

صوفر تر ټولو سخت دی: ایوب ډېرې خبرې کوي، او خدای پرې د هغه له ګناه هم کم الزام لګولی دی. هغه وايي، ګناه له خپلو خېمو وباسه، او ژوند به دې د غرمې تر رڼا روښانه شي. هغه بشپړ ډاډه دی، او دا خبره یوه بې‌ګناه سړي ته کوي.

څپرکی 11.

بيا ضوفر نعماتى ځواب ورکړو چې، ”ولې دې د ويناؤ سېلاب بې ځوابه پاتې شى؟ ولې دې داسې سړے چې دومره خبرو سره ډک وى صحيح وګڼلے شى؟ ولې دې ستا بې‌معنىٰ خبرو نور خاموش کړى؟ آيا تۀ به مسخرې کوې او هيڅوک به دې شرمولو ته نۀ وى؟ ځکه چې تۀ وايې، ’زما تعليم پاک دے، او زۀ ستا په نظر کښې صاف يم.‘ خو کاشکې، چې خُدائ پاک وغږيږى او خپلې شونډې دې په خلاف وازې کړى، او د حکمت پټ رازونه درباندې څرګند کړى—ځکه چې رښتينے حکمت دوه مخونه لرى. نو پوهه شه چې خُدائ پاک تا ته ستا د ګناه د سزا نه کمه سزا درکړې ده. آيا تۀ د خُدائ پاک ژورو خبرو ته رسېدے شې؟ آيا تۀ د قادرِ مطلق حد موندے شې؟ هغه د آسمانونو نه اوچت دى—تۀ څۀ کولے شې؟ د قبر نه ژور دى—تۀ څۀ پوهېدے شې؟ د هغوئ ناپ د زمکې نه اوږد دے او د سمندر نه پراخ دے. کۀ هغه راتېر شى او بند کړى او عدالت ته راوبلى، نو څوک يې بيرته ګرځولے شى؟ ځکه چې هغه بې‌کاره خلق پېژنى؛ کله چې هغه بدکارى ويني، نو آيا هغه به پرې خبر نۀ شى؟ خو بې‌عقل سړے به هغه وخت عقلمند شى کله چې د ځنګلى خر بچے په انسانى شکل کښې پېدا شى. کۀ تۀ خپل زړۀ تيار کړې او خپل لاسونه هغۀ ته ونيسې، کۀ ګناه ستا په لاس کښې وى، نو هغه لرې کړه، او هيڅ ناانصافى دې ستا په خيمو کښې مۀ اوسېږى، نو بيا به تۀ خامخا خپل مخ بې‌شرمه پورته کوې؛ تۀ به ثابت قدم ودرېږې او نۀ به يرېږې. تۀ به خپل مصيبت هېر کړې، او هغه به داسې يادوې لکه هغه اوبه چې بهېدلې او تللې دي. ستا ژوند به د غرمې د رڼا نه زيات روښانه وى؛ د دې تياره به د سحر په شان وى. تۀ به په امان کښې محسوسوې، ځکه چې اُميد شته؛ تۀ به چاپېره وينې او په سلامتۍ کښې به ويده کېږې. تۀ به ويده کېږې او هيڅوک به دې يرولو ته نۀ وى، او ډېر به ستا د مهربانۍ طلبګار وى. خو د بدکارو سترګې به بې‌طاقته شى؛ هر د خلاصون لار به ترې ورکه شى، او د هغوئ يوازينے اُميد به دا وى چې وروستے ساه واخلى.“