ايوب جواب ورکوى
ایوب مني چې خدای له بحث نه پورته دی، او ستونزه همدا ده. هېڅوک یې محکمې ته نشي غوښتلی، او حتی د بې عیبه سړي خوله به هغه محکوم کړي. ایوب وایي چې خدای بې عیبه او بدکاره دواړه یو شان له منځه وړي، او د داسې منځګړي ارمان کوي چې پر دواړو لاس کېږدي.
9 1بيا ايوب جواب ورکړو چې، 2”رښتيا زۀ پوهيږم چې دا داسې ده. خو انسان د خُدائ پاک په وړاندې څنګه صادق جوړېدلے شى؟ 3کۀ څوک د هغۀ سره جګړه کول وغواړى، نو زر ځلو کښې يو ځل هم هغۀ ته جواب نۀ شى ورکولے. 4هغه په زړۀ کښې هوښيار او په طاقت کښې قوى دے، چا کله هغۀ ته مقابله کړې او بېزيانه خلاص شوے دے؟ 5هغه غرونه د دوى د پوهې نه مخکښې لرې کوى، او په خپل غصه کښې يې راواړوى. 6هغه زمکه د خپل ځائ نه خوزوى، او د دې ستنې رپيږى. 7هغه لمر ته حُکم کوى، نو هغه نۀ راختى، او ستوري بندوى. 8هغه يواځې آسمانونه غزولى، او د سمندر څپو باندې قدم ږدى. 9هغه د ريڅ، جبار او ثُريا ستوري جوړ کړل، او د جنوبى آسمان برجونه يې پېدا کړل. 10هغه داسې لوئى کارونه کوى چې عقل ورته نۀ رسيږى، او داسې عجيبه کارونه چې شمېر يې نشته. 11وګوره، هغه زما نه تېريږى، خو زۀ يې نۀ وينم، هغه مخکښې ځى، خو زۀ پرې نۀ پوهيږم. 12کۀ هغه څۀ شے په زور يوسى، نو څوک به يې بيا راواړوى؟ څوک به ورته ووائى چې، ”تۀ څۀ کوې؟“ 13خُدائ پاک به خپل غصه بيرته نۀ کوى، د هغۀ لاندې د رهب د سمندرى ښامار مددګار ماتول شوى پراتۀ دى. a a v13 رهب دلته د يريحو ښځه نۀ ده، بلکې د سمندر د ګډوډۍجوړونکې بلا يو زوړ نوم دے د هر هغه طاقت يو شاعرانه انځور چې د خُدائ پاک مقابله کوى. 14نو بيا زۀ هغۀ ته څنګه جواب ورکولے شم، يا د هغۀ سره د جګړې دپاره خپلې خبرې خوښولے شم؟ 15کۀ زۀ حق په لاس هم وم، بيا به هم هغۀ ته جواب نۀ شم ورکولے، زۀ به يواځې د خپل قاضى نه د رحم سوال کولے شم. 16کۀ ما اواز هم کړے وى او هغۀ راته جواب هم راکړے وى، بيا به هم باور نۀ کوم چې هغه زما اواز اورى. 17ځکه چې هغه ما په طوفان سره ماتوى او بېسببه زما زخمونه زياتوى. 18هغه ما ته ساه اخستلو مهلت نۀ راکوى، بلکې زما ژوند په تريخوالى ډکوى. 19کۀ خبره د طاقت وى، نو هغه خو قوى دے! او کۀ خبره د انصاف وى، نو څوک به يې محکمې ته راغواړى؟ 20کۀ زۀ حق په لاس هم وم، نو زما خپله خوله به ماته ملامته کوى، او کۀ زۀ بېعيبه هم وم، نو هغه به ما ګناهګار ثابتوى. 21زۀ بېعيبه يم، زۀ نور د ځان پرواه نۀ کوم، زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم. 22دا هر څۀ يو شان دى، ځکه نو زۀ وايم چې، هغه بېعيبه او بدکار دواړه هلاکوى. 23کله چې ناببره آفت مرګ راوړى، نو هغه د بېګناه خلقو نااُميدۍ ته ملنډې وهى. 24زمکه بدکارو ته سپارلے شوې ده، هغه د دې قاضيانو سترګې تړى. کۀ دا هغه نۀ وى، نو بيا څوک دے؟ 25زما ورځې د منډهمار نه هم ګړندۍ دى، هغه تښتى، هغه هيڅ ښېګړه نۀ وينى. 26هغه د بوريا د کښتيو په شان تېريږى، د هغه عقاب په شان چې په ښکار باندې راکوزيږى. 27کۀ زۀ ووايم چې، ”زۀ به خپل شکوه هير کړم، او زۀ به خپله خفه څېره لرې کړم او خوشحاله شم،“ 28نو زۀ د خپلو ټولو دردونو نه يريږم، ځکه چې زۀ پوهيږم چې تۀ به ما بېګناه ونۀ ګڼې. 29زۀ به ملامته شم، نو بيا ولې زۀ بېفائدې زحمت وکړم؟ 30کۀ ما ځان په واورو هم مينځلے وى، 31بيا به هم تۀ ما خيستې ته ورټېل کوې، او زما خپلې جامې به زما نه نفرت کوى. 32ځکه چې هغه زما په شان انسان نۀ دے چې زۀ يې جواب ورکړم، چې مونږ دواړه په يو ځائ عدالت ته لاړ شُو. 33زمونږ په مينځ کښې هيڅ منځګړے نشته، چې په مونږ دواړو باندې خپل لاس کېږدى. b b v33 ايوب د داسې يو چا ارمان کوى چې د هغۀ او خُدائ پاک ترمنځه ودريږى يو منځګړے چې په دواړو باندې خپل لاس کښېږدى. دا ارمان په عيسىٰ کښې خپل جواب مومى، هغه چې د خُدائ پاک او خلقو ترمنځه يواځينے منځګړے دے (١-تيموتيوس ٢:٥). 34هغه دې خپله لښته زما نه لرې کړى، او د هغۀ وېره دې نور ما نۀ ډاروى. 35بيا به زۀ د هغۀ د وېرې نه بغير خبرې وکړم، خو اوس داسې نۀ ده، زۀ د داسې کولو اختيار نۀ لرم.“