د پلار حېرانوونکے سخاوت
زموږ د پلار سخاوت خلک حیرانوي او خپه کوي: هغه کارګر چې د ماښام پنځه بجې ګومارل شوي، د بشپړې ورځې مزد اخلي، او لومړني کارګر پرې بد وړي. یوه مور د دوو تختونو غوښتنه کوي؛ عيسىٰ یو جام وړاندې کوي او وايي چې لویوالی د غلامۍ په څېر ښکاري. دوه ړانده ګدایان چې چوپ شئ ورته ویل کېږي، لا لوړې چیغې وهي او اورېدل کېږي.
20 1”ځکه چې د زمونږ پلار بادشاهى د داسې يو ځمکوال په شان ده چې سحر وختى ووتلو دې دپاره چې د خپل انګورو باغ دپاره مزدوران ونيسى. 2هغۀ د مزدورانو سره د يوې ورځې د پوره مزدورۍ لوظ وکړو او هغوئ يې خپل انګورو باغ ته ولېږل. 3د سحر نهه بجو په شاوخوا هغه ووتلو او نور خلق يې وليدل چې بازار کښې بېکاره ولاړ وُو. 4هغۀ ورته ووئيل، ’تاسو هم انګورو باغ ته لاړ شئ، څۀ چې حق وى هغه به درکړم.‘ نو هغوئ لاړل. 5بيا هغه د غرمې او د ماسپخين درو بجو په شاوخوا ووتلو او هم هغه شان يې وکړل. 6د ماښام پينځو بجو په شاوخوا هغه ووتلو او نور يې هلته ولاړ وموندل. هغۀ ورته ووئيل، ’تاسو ولې دلته ټوله ورځ بېکاره ولاړ يئ؟‘“
7”هغوئ ووئيل، ’ځکه چې چا مونږ په مزدورۍ ونۀ نيولو.‘ هغۀ ورته ووئيل، ’تاسو هم انګورو باغ ته لاړ شئ.‘
8”کله چې ماښام شو، نو د انګورو د باغ خاوند خپل ناظر ته ووئيل، ’مزدوران راوبوله او هغوئ ته د هغوئ مزدورى ورکړه، د اخرى نه تر اولنى پورې.‘ 9او کله چې هغه راغلل چې د پينځو بجو په شاوخوا نيولے شوى وُو، نو هر يو ته د يوې ورځې پوره مزدورى ورکړے شوه. 10کله چې اولنى راغلل، نو هغوئ خيال وکړو چې هغوئ ته به زياته مزدورى ورکولے شى، خو هر يو ته هم د يوې ورځې پوره مزدورى ورکړے شوه. 11او کله چې هغوئ هغه واخسته، نو د ځمکوال نه يې شکايت وکړو، 12او ويې وئيل، ’دا اخرى يوازې يو ساعت کار وکړو، خو تا هغوئ زمونږ سره برابر کړل، چا چې د ټولې ورځې بوج او سوزنده ګرمى زغملې ده.‘
13”هغۀ د هغوئ يو ته جواب ورکړو، ’اے دوسته، زۀ په تا ظلم نۀ کوم. آيا تا زما سره د يوې ورځې د پوره مزدورۍ لوظ نۀ وو کړے؟‘ 14څۀ چې ستا دى هغه واخله او لاړ شه. زۀ غواړم چې دې اخرى مزدور ته هم هغومره ورکړم څومره تا ته. 15آيا زۀ د خپل مال سره څۀ چې غواړم هغه نۀ شم کولے؟ يا ته ځکه حسد کوې چې زۀ سخى يم؟ 16نو دغه شان اخرى به اولنى شى، او اولنى به اخرى شى.“
عيسىٰ د سولۍ وړاندوينه کوى
17کله چې عيسىٰ يروشلم ته روان وو، نو هغۀ دولس مُريدان په يوه طرف بوتلل او په لاره کښې يې هغوئ ته وفرمائيل،
18”وګورئ، مونږ يروشلم ته روان يُو، او اِبن آدم به د مشرانو کاهنانو او د شريعت عالمانو په حواله کولے شى، چې هغوئ به هغۀ ته د مرګ سزا ورکوى، 19او هغه به غېر قومونو ته په حواله کوى چې مذاق پرې وکړى، کوړې پرې ووهى او په سولۍ يې کړى - او په درېيمه ورځ به هغه بيا راژوندے کولے شى.“
رښتينې لويى يعنې خدمت کول
20بيا د زبدى د زامنو مور د خپلو زامنو سره هغۀ ته راغله، او په ګونډو شوه چې ترې يو څۀ وغواړى.
21هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تۀ څۀ غواړې؟“ هغې ووئيل، ”حُکم وکړه چې زما دا دوه زامن ستا په بادشاهۍ کښې يو ستا ښى لاس ته او بل ستا ګس لاس ته کښېنى.“
22خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”تاسو ته نۀ دى معلوم چې تاسو څۀ غواړئ. آيا تاسو هغه پياله څښلے شئ چې زۀ به يې څښم؟“ هغوئ ووئيل، ”مونږ يې څښلے شُو.“
23هغۀ وفرمائيل، ”تاسو به خامخا زما پياله څښئ، خو زما ښى او ګس لاس ته کښېناستل زما په واک کښې نۀ دى چې ورکړم يې - دا د هغه چا دپاره دى چا دپاره چې زما پلار تيار کړى دى.“
24کله چې نورو لسو واورېدل، نو هغوئ په دې دوو وروڼو خفه شول.
25عيسىٰ هغوئ راوبلل او وفرمائيل، ”تاسو ته معلوم دى چې د غېر قومونو حاکمان په هغوئ باندې حکومت کوى، او د هغوئ لوئ خلق په هغوئ باندې اِختيار چلوى. 26خو ستاسو په مينځ کښې داسې نۀ دى. بلکې څوک چې ستاسو په مينځ کښې لوئ کېدل غواړى، هغه دې ستاسو خادم شى، 27او څوک چې ستاسو په مينځ کښې اول کېدل غواړى، هغه دې ستاسو غُلام شى، 28لکه څنګه چې اِبن آدم ځکه نۀ دے راغلے چې خدمت پرې وشى بلکې ځکه چې هغه پخپله خدمت وکړى، او خپل ژوند د ډېرو خلقو د فديې دپاره ورکړى.“
دوه ړانده سترګې بيا مومى
29او کله چې هغوئ د يريحو نه ووتل، نو يوه لويه ګڼه د هغۀ پسې روانه شوه. 30دوه ړانده سړى چې د لارې غاړې کښېناستى وُو، واورېدل چې عيسىٰ تېرېږى، نو چغې يې کړې، ”اے مالِکه، په مونږ رحم وکړه، اے د داؤد زويه!“ a a v30 ”د داؤد زوئ“ د يهوديانو يو مشهور لقب وو، د هغه وعده شوى بادشاه دپاره چې د داؤد د شاهى نسل نه به راغلے وو. 31ګڼې هغوئ وراره کړل چې چپ شى، خو هغوئ نورې زورې چغې کړې، ”اے مالِکه، د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه!“
32عيسىٰ ودرېدلو، هغوئ يې راوبلل او وفرمائيل، ”تاسو څۀ غواړئ چې زۀ ستاسو دپاره څۀ وکړم؟“
33هغوئ ورته ووئيل، ”اے مالِکه، زمونږ سترګې دې خلاصې شى.“
34عيسىٰ ته رحم وشو، نو هغۀ د هغوئ سترګو ته لاس ورکړو، او سمدستى هغوئ خپلې سترګې بيا وموندلې او د هغۀ پسې روان شول.