چاپ شوی
کتاب

پلار خپل زوئ ته جلال ورکوى

پر غره یې مخ ځلېږي او د وريځې له منځه د هغه د پلار غږ وايي چې خبرې یې واورئ. لاندې د یوه پلار ځورېدلی هلک په تمه دی او شاګردان پاتې راغلي دي. عيسىٰ هغه روغوي، د هغوی کم ایمان په ګوته کوي، او بیا وايي چې هغه به وسپارل شي.

څپرکی 17.

شپږ ورځې وروستو، عيسىٰ پطروس، يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا سره واخستل او يواځې يې يو اوچت غر ته پورته بوتلل. د هغوئ په مخکښې د هغۀ شکل بدل شو: د هغۀ مخ د نمر په شان روښان شو، او د هغۀ جامې د رڼا په شان سپينې شوې. ناڅاپه موسىٰ او الياس هغوئ ته ښکاره شول چې د هغۀ سره يې خبرې کولې. پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، دا ښۀ ده چې مونږ دلته يُو. کۀ تۀ غواړې، نو زۀ به درې خېمې جوړې کړم — يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“

لا د هغۀ د خبرو کولو په دوران کښې وُو چې يوه روښانه ورېځ پرې راغله، او د ورېځې نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما ګران زوئ دے؛ زۀ په هغۀ خوشحاله يم. د هغۀ خبره واورئ.“

کله چې مريدانو دا واورېدل، نو په مخ پرېوتل او سخت ووېرېدل.

خو عيسىٰ راغلو، هغوئ ته يې لاس راوړو او وفرمائيل چې، ”پاڅئ، او مۀ يرېږئ.“

کله چې هغوئ سر پورته کړو، نو يواځې عيسىٰ يې وليدو.

د غر نه د راکوزېدو په وخت، عيسىٰ هغوئ ته حُکم وکړو چې، ”دا رويا چا ته مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا راژوندے نۀ شى.“

مريدانو ترې پوښتنه وکړه چې، ”نو بيا شرعى عالِمان ولې وائى چې الياس به اول راځى؟“

هغۀ جواب ورکړو چې، ”الياس خو واقعى راځى او ټول څيزونه به سم کړى. خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو مخکښې راغلے دے، او هغوئ هغه ونۀ پېژندلو، بلکې څنګه چې يې خوښه وه هغه شان يې ورسره وکړل. هم دغه شان به اِبن آدم هم د هغوئ په لاسونو تکليف وګالى.“

بيا مريدان پوهه شول چې هغۀ هغوئ ته د يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى په حقله خبرې کولې.

عيسىٰ يو تکليفى هلک روغوى

کله چې هغوئ ګڼې ګوڼې ته راغلل، نو يو سړے هغۀ ته راغلو او د هغۀ په مخکښې په ګونډو شو، او ووئيل يې چې، ”مالِکه، زما په زوئ رحم وکړه، ځکه چې هغه د مرګى ناروغى لرى او سخت تکليف ګالى، ډېر ځله اور ته او ډېر ځله اوبو ته پرېوځى. او ما هغه ستا مريدانو ته راوړو، خو هغوئ هغه روغ نۀ کړو.“

عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”اے بې‌ايمانه او کږه نسله! زۀ به تر کومه وخته پورې ستاسو سره يم، تر کومه پورې به زۀ ستاسو برداشت کوم؟ هغه دلته ما ته راولئ.“

بيا عيسىٰ هغه بدروح ته جهاړ وکړو، نو هغه ترې ووتلو، او هلک هم هغه وخت روغ شو.

بيا مريدان په ګوښه کښې عيسىٰ ته راغلل او ووئيل يې چې، ”مونږ هغه ولې نۀ شو شړلے؟“

هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ځکه چې ستاسو ايمان کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم: کۀ ستاسو ايمان د اوري د دانې هومره وى، نو دې غر ته به ووايئ، ’دلته نه هلته لاړ شه،‘ او هغه به لاړ شى. ستاسو دپاره به هيڅ شے ناممکن نۀ وى.“ a a v20 تر ټولو زاړه نسخې دلته آيت ۲۱ نۀ لرى؛ وروستنۍ نقلونه دا ورزياتوى: ”خو دا قِسم يواځې په دُعا او روژه سره وځى.“

کله چې هغوئ په ګليل کښې راټول شول، نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به ژر د خلقو په لاس کښې حواله کړے شى، هغوئ به هغه ووژنى، او په درېمه ورځ به بيا راژوندے کړے شى.“ نو هغوئ ډېر غمژن شول.

د هيکل محصول

کله چې هغوئ کفرنحوم ته ورسېدل، نو د هيکل د محصول راټولوونکى پطروس ته راغلل او پوښتنه يې وکړه چې، ”ستاسو اُستاذ د هيکل محصول نۀ ورکوى؟“

هغۀ ووئيل چې، ”هو.“ کله چې هغه کور ته ننوتو، نو عيسىٰ اول خبره وکړه چې، ”اے شمعون، ستا څۀ خيال دے؟ د دُنيا بادشاهان د چا نه محصول يا ماليه راټولوى — د خپلو زامنو نه، کۀ د نورو نه؟“ b b v25 د عيسىٰ پوښتنه يو ژور حقيقت ته اشاره کوى: د خپل پلار په کور کښې د زوئ په حېثيت، هغه هلته هيڅ محصول نۀ لرى — هيکل د هغۀ د پلار دے، او هغه زوئ دے.

کله چې پطروس ووئيل چې، ”د نورو نه،“ نو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”نو بيا زامن آزاد دى.“

”خو دې دپاره چې مونږ هغوئ ونۀ خپه کړو، نو سمندر ته لاړ شه، کنډۍ وغورځوه، او کومه کب چې اول راووځى هغه ونيسه. د هغې خوله پرانيزه، نو ته به يوه سکه ومومې. هغه واخله او زما او ستا دپاره يې هغوئ ته ورکړه.“