د آسمان نه د نښانې غوښتل
پطروس هغه مسیح، د ژوندي پلار زوی بولي، او څو شېبې وروسته شیطان بلل کېږي ځکه چې نه غواړي واوري چې دا مسیح باید ووژل شي. عيسىٰ وايي، پیروي دا معنا لري چې له ځانه تېر شې او صلیب پورته کړې، نه دا چې له هغه وژغورل شې.
16 1فريسيان او صدوقيان راغلل چې هغه وآزمائى، او ترې يې غوښتل چې د آسمان نه کومه نښانه ورته وښئى.
2هغۀ جواب ورکړو، ”کله چې ماښام شى، تاسو وايئ چې، ’هوا به ښۀ وى، ځکه چې آسمان سور دے.‘
3”او سحر وايئ چې، ’نن به طوفان وى، ځکه چې آسمان سور او تته دے.‘ تاسو د آسمان مخ لوستل پوهېږئ، خو د زمانې نښانې نۀ شئ لوستلے.
4”بدکاره او بېايمانه نسل نښانه لټوى، خو هيڅ نښانه به ورنۀ کړې شى سوا د يونس د نښانې نه.“ بيا هغه ترې لاړو او ولاړو.
د دروغو تعليم خمير
5کله چې مريدان بلې غاړې ته واوښتل، نو هېر يې کړى وُو چې ډوډۍ راوړى.
6عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”خبردار اوسئ او د فريسيانو او صدوقيانو د خمير نه ځان ساتئ.“
7هغوئ په خپل مينځ کښې دا خبره وکړله، ”دا ځکه چې مونږ ډوډۍ رانۀ وړله.“
8عيسىٰ پرې پوه شو او ورته وفرمائيل، ”اے د کم ايمان خلقو، تاسو ولې په خپل مينځ کښې دا بحث کوئ چې ستاسو سره ډوډۍ نشته؟ 9آيا تاسو لا هم نۀ پوهېږئ؟ آيا تاسو ته هغه پينځه ډوډۍ نۀ دى ياد چې د پينځو زرو دپاره وې، او تاسو څو ټوکرۍ راغونډې کړې؟
10”او يا هغه اوۀ ډوډۍ چې د څلورو زرو دپاره وې، او تاسو څو ټوکرۍ راغونډې کړې؟
11”تاسو ولې نۀ پوهېږئ چې ما تاسو ته د ډوډۍ په حقله خبره نۀ کوله؟ د فريسيانو او صدوقيانو د خمير نه خبردار اوسئ.“
12بيا هغوئ پوه شول چې هغۀ دوئ ته د ډوډۍ د خمير نه د ساتلو خبره نۀ وه کړې، بلکې د فريسيانو او صدوقيانو د تعليم نه.
د پطروس اقرار چې عيسىٰ د پلار زوئ دے
13کله چې عيسىٰ د قيصريه فيلپى علاقې ته ورسېدو، نو خپلو مريدانو ته يې وفرمائيل، ”خلق د اِبن آدم د چا په حقله څۀ وائى؟“
14هغوئ ووئيل، ”ځنې وائى يحيىٰ بپتسمه ورکوونکے، نور وائى الياس، او نور وائى يرمياه يا د نبيانو نه يو.“
15هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”خو تاسو څۀ وايئ چې زۀ څوک يم؟“
16شمعون پطروس جواب ورکړو، ”تۀ مسيح يې، د ژوندى پلار زوئ.“
17عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے د يونس زويه شمعونه، تۀ مبارک يې، ځکه چې دا خبره تا ته غوښې او وينې نۀ ده ښکاره کړې، بلکې زما آسمانى پلار.
18”او زۀ درته وايم چې، تۀ پطروس يې، او په دې ګټه باندې به زۀ خپل کليسا جوړ کړم، او د قبر دروازې به پرې غالبه نۀ شى.
19”زۀ به تا ته د زمونږ پلار د بادشاهۍ چابيانې درکړم، او څۀ چې تۀ په زمکه باندې وتړې هغه به په آسمان کښې تړلى شوى وى، او څۀ چې تۀ په زمکه باندې خلاص کړې هغه به په آسمان کښې خلاص شوى وى.“
20بيا هغۀ خپلو مريدانو ته سخت حُکم وکړو چې چا ته ونۀ وائى چې هغه مسيح دے.
زوئ ته بايد تکليف ورسى او بيا راژوندے شى
21د هغې ورځې نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته وئيل شروع کړل چې هغۀ ته به بايد يروشلم ته لاړ شى، او د مشرانو، د مشرانو کاهنانو او د عالِمانو له لاسه به ډېر تکليفونه ګالى، او وژلے به شى، او په دريمه ورځ به راژوندے شى.
22پطروس هغه جُدا کړو او ملامته يې کړو، ”اے مالِکه، هيچرې داسې ونۀ شى! دا به تا سره هيچرې ونۀ شى.“
23خو هغه راوګرزېدو او پطروس ته يې وفرمائيل، ”اے شيطانه، زما د مخې نه لرې شه! تۀ زما دپاره د ټکر وجه يې، ځکه چې تۀ هغه خبرو ته فکر نۀ کوې چې زمونږ پلار ته يې فکر وى، بلکې هغه خبرو ته چې خلقو ته يې فکر وى.“
24بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”څوک چې زما پسې راتلل غواړى، نو هغه دې خپل ځان نه منکر شى، خپل صليب دې واخلى او زما پسې دې راشى.
25”ځکه چې څوک چې خپل ژوند بچ کول غواړى هغه به يې له لاسه ورکړى، خو څوک چې زما دپاره خپل ژوند له لاسه ورکړى هغه به يې ومومى.
26”د انسان څۀ فائده ده کۀ هغه ټوله دُنيا ومومى، خو خپل روح له لاسه ورکړى؟ يا انسان د خپل روح په بدله کښې څۀ ورکولے شى؟
27”ځکه چې اِبن آدم به ژر د خپل پلار په لوئۍ کښې د خپلو فرښتو سره راځى، او بيا به هر چا ته د هغۀ د کارونو مطابق بدله ورکوى.
28”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې، دلته ولاړ ځنې خلق به تر هغې مرګ ونۀ څکى ترڅو چې هغوئ اِبن آدم په خپله بادشاهۍ کښې راتلونکے ونۀ وينى.“