زوئ د سبت مالِک دے
د سبت په ورځ د وږو شکول او د یوه وچ لاس روغول تورونه راپاروي، او فریسیان د هغه د وژلو دسیسې پیلوي او د هغه قدرت بعلزبول ته منسوبوي. هغه ځواب ورکوي چې وېشلې پاچاهي نسکورېږي، چې خبرې زړه ښکاره کوي، او هر څوک چې د پلار اراده پوره کړي، هغه یې کورنۍ ده.
12 1په هغه وخت کښې عيسىٰ د سبت په ورځ د غلې د پټيو نه تېر شو. د هغۀ مريدان وږي وُو، نو هغوئ د غلې وږي شکول او خوړل يې شروع کړل. 2کله چې فريسيانو دا وليدل، نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”وګوره، ستا مريدان هغه څۀ کوى چې د سبت په ورځ ناجائز دى.“
3هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو نۀ دى لوستى چې داؤد څۀ وکړل کله چې هغه او د هغۀ ملګري وږي وُو؟“ 4دا چې هغه د زمونږ پلار کور ته ننوتو او د حضورۍ ډوډۍ يې وخوړله، چې د هغۀ او د هغۀ د ملګرو دپاره ناجائز وه، يواځې د اِمامانو دپاره مخصوصه وه؟ 5”يا تاسو په شريعت کښې نۀ دى لوستى چې د سبت په ورځ اِمامان په بيت المُقدس کښې سبت ماتوى او بيا هم بې ګناه وى؟ 6زۀ تاسو ته وايم چې، د بيت المُقدس نه يو لوئ شے دلته دے. 7کۀ تاسو پوهېدلى چې د دې مطلب څۀ دے چې ’زۀ رحم غواړم، نۀ قربانى،‘ نو تاسو به بې ګناه خلق ملامت نۀ کړى وُو. 8ځکه چې اِبن آدم د سبت مالِک دے.“
د پلار رحم په سبت کښې شفا ورکوى
9هغه له هغه ځايه مخکښې لاړو او د هغوئ عبادت خانې ته ننوتو. 10هلته يو سړے وو چې لاس يې وچ شوے وو. هغوئ ترې پوښتنه وکړه چې، ”آيا د سبت په ورځ شفا ورکول جائز دى؟“ دې دپاره چې په هغۀ باندې اِلزام ولګوى.
11هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”په تاسو کښې به داسې څوک وى چې يوه ګډه ولرى، او کۀ هغه د سبت په ورځ کندې کښې ولوېږى، نو هغه به يې ونۀ نيسى او بهر يې راونۀ باسى؟ 12نو انسان خو د ګډې نه ډېر قيمتى دے! نو د سبت په ورځ نيکى کول جائز دى.“ 13بيا هغۀ هغه سړي ته وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ هغه اوږد کړو، او بيا هغه د بل لاس په شان روغ شو.
14خو فريسيان بهر لاړل او صلاح يې وکړه چې هغه به څنګه تباه کوى.
د پلار محبوب خادم
15عيسىٰ چې په دې پوه شو، نو له هغه ځايه لاړو. او ډېرو خلقو د هغۀ پيروى وکړه، او هغۀ هغوئ ټول روغ کړل، 16او هغۀ هغوئ ته حُکم ورکړو چې د هغۀ په حقله دې چا ته هيڅ ونۀ وائى. 17دا ځکه وشول چې هغه خبره پوره شى کومه چې د يسعياه نبى په وسيله وئيلے شوې وه:
18”وګوره، زما خادم عيسىٰ چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې زما روح پرې خوشحاليږى. زۀ به خپل روح په هغۀ باندې کېږدم، او هغه به قومونو ته د اِنصاف منادى کوى. 19هغه به نۀ جګړه کوى او نۀ به چغې وهى، او نۀ به څوک د هغۀ آواز په ګليو کښې اورى. 20مات شوے نے به هغه نۀ ماتوى، او لوګى کوونکې پلته به هغه نۀ مړه کوى، ترڅو چې اِنصاف ته فتح ورنۀ کړى؛ 21او قومونه به د هغۀ په نوم خپل اُميد وساتى.“
وېشلې بادشاهى نۀ شى پاتې کېدے
22بيا چا د هغۀ په وړاندې يو داسې سړے راوستو چې ړوند او ګونګے وو او پېرى پرې اخته وو، او هغۀ هغه روغ کړو، نو هغه سړے وئيلے او ليدلے شو. 23ټول خلق حيران شول او ووئيل يې چې، ”آيا دا د داؤد زوئ خو نۀ دے؟“ 24خو کله چې فريسيانو دا واورېدل، نو هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے خو يواځې د بيلزبول، د پېريانو د سردار، په زور پېريان وباسى.“
25هغه د هغوئ په خيالاتو پوه شو، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”هره هغه بادشاهى چې په خپل مينځ کښې وېشلے شى تباه کيږى، او هغه ښار يا کور چې په خپل مينځ کښې وېشلے شى هغه نۀ شى ولاړېدے. 26او کۀ شيطان، شيطان وباسى، نو هغه خو په خپل مينځ کښې وېشلے شو. نو د هغۀ بادشاهى به بيا څنګه ولاړه وى؟ 27کۀ زۀ د بيلزبول په زور پېريان وباسم، نو ستاسو زامن يې د چا په زور وباسى؟ نو هم هغوئ به ستاسو مُنصفان وى. 28خو کۀ زۀ د زمونږ پلار د روح په زور پېريان وباسم، نو د زمونږ پلار بادشاهى تاسو ته رارسېدلې ده. 29يا څوک څنګه د يو زورور سړي کور ته ننوتے او د هغۀ مال و متاع وړلے شى، ترڅو چې هغه اول هغه زورور ونۀ تړى؟ بيا نو هغه د هغۀ کور لوټلے شى.
30څوک چې زما سره نۀ وى هغه زما خلاف دے، او څوک چې زما سره راجمع نۀ کوى هغه خواره وا کوى. 31نو ځکه زۀ تاسو ته وايم چې، هره ګناه او کُفر به د خلقو معاف شى، خو د روح خلاف کُفر به معاف نۀ شى. 32څوک چې د اِبن آدم خلاف خبره وکړى هغه به معاف شى؛ خو څوک چې د روحُ القُدس خلاف خبره وکړى هغه به معاف نۀ شى نۀ په دې زمانه کښې او نۀ په راتلونکې زمانه کښې.
33يا ونه ښه کړئ او د هغې مېوه ښه، يا ونه خرابه کړئ او د هغې مېوه خرابه، ځکه چې ونه د خپلې مېوې نه پېژندلے شى. 34اے د مارانو اولاده! تاسو څنګه ښې خبرې کولے شئ حال دا چې تاسو بد يئ؟ ځکه چې خله هغه څۀ وائى چې په زړۀ کښې ډک وى. 35ښۀ سړے د خپل ښۀ خزانې نه ښۀ شے راوباسى؛ بد سړے د خپل بد خزانې نه بد شے راوباسى. 36زۀ تاسو ته وايم چې، د قيامت په ورځ به خلق د هرې بې پروا خبرې حساب ورکوى کومه چې هغوئ کوى، 37ځکه چې ستاسو د خبرو په بنياد به تاسو صادق ثابت شئ، او ستاسو د خبرو په بنياد به تاسو ملامت شئ.“
د يونس نښه
38بيا ځنو فقيهانو او فريسيانو ووئيل چې، ”اے اُستاذه، مونږ ستا نه يوه نښه غواړو.“
39هغۀ جواب ورکړو چې، ”دا بده او زناکاره پُشت نښه غواړى. هيڅ نښه به ورته ورنۀ کړې شى سوا د يونس نبى د نښې نه. 40لکه څنګه چې يونس درے ورځې او درے شپې د لوئ کب په خېټه کښې وو، هم هغه شان به اِبن آدم درے ورځې او درے شپې د زمکې په زړۀ کښې وى. 41د نينوا خلق به د قيامت په ورځ د دې پُشت سره راپاڅى او دا به ملامت کړى، ځکه چې هغوئ د يونس په منادۍ توبه ايستلې وه، او دلته د يونس نه يو لوئ شے موجود دے. 42د سويلي ملک ملکه به د قيامت په ورځ د دې پُشت سره راپاڅى او دا به ملامت کړى، ځکه چې هغه د زمکې له آخري څنډو نه د سليمان حکمت اورېدلو ته راغله او وګوره، دلته د سليمان نه يو لوئ شے موجود دے.
43کله چې ناپاک روح د يو انسان نه ووځى، نو هغه د آرام په لټه کښې په وچو ځايونو ګرځى، او هيڅ نۀ مومى. 44بيا هغه وائى چې، ’زۀ به بېرته خپل هغه کور ته لاړ شم چې زۀ ترې وتلے وم.‘ کله چې راشى، نو هغه خالى، جارو شوے او سينګار شوے مومى. 45بيا هغه ځى او اووۀ نور داسې روحونه له ځان سره راولى چې د هغۀ نه زيات بد وى؛ هغوئ ننوځى او هلته اوسيږى، او د هغه انسان حال د مخکښې نه خراب شى. د دې بد پُشت سره به هم هم داسې وشى.“
د پلار اصلى کورنۍ
46کله چې هغه لا تر اوسه له خلقو سره خبرې کولې، نو د هغۀ مور او وروڼه بهر ولاړ وُو، او د هغۀ سره د خبرو کولو خواهش يې کاوه. 47چا هغۀ ته ووئيل چې، ”وګوره، ستا مور او ستا وروڼه بهر ولاړ دى، او ستا سره د خبرو کولو خواهش لرى.“
48هغۀ هغه چا ته جواب ورکړو چې دا يې وئيلى وُو، ”زما مور څوک ده، او زما وروڼه څوک دى؟“
49او هغۀ د خپلو مريدانو په طرف خپل لاس اوږد کړو او وفرمائيل چې، ”دا زما مور او زما وروڼه دى! 50ځکه چې څوک چې زما د آسمانى پلار رضا پوره کوى هم هغه زما ورور، خور او مور دے.“