د نوې ملکې لټون
د وشتي له تګ وروسته، ځوانې نجونې د فرمان له مخې د پاچا حرمسرا ته راټولېږي. مردخای، چې خپله یتیمه د تره لور استر یې لویه کړې وه، هغې ته وايي چې خپل یهودي والی پټ وساتي. هغه تاج ګټي، او د وژنې د دسیسې په اړه د مردخای راپور په شاهي ریکارډ کې لیکل کېږي.
2 1وروستو، کله چې د اخسويرس بادشاه غصه ساړه شوه، نو هغۀ وشتى ياده کړه، هغه څۀ چې هغې کړى وُو، او هغه څۀ چې د هغې خلاف فيصله شوې وه. 2د بادشاه نوکرانو ووئيل چې، ”د بادشاه دپاره دې ښائسته ځوانې کنوارې پېغلې ولټولې شى. 3بادشاه دې د خپلې بادشاهۍ په هره صوبه کښې افسران مقرر کړى، ترڅو چې هره ښائسته ځوانه کنواره د سوسن په قلعه کښې، د هيجى تر نظر لاندې حرم ته راجمع کړى، هغه هيجى چې د بادشاه خواجه سرا دے او د ښځو ساتنه کوى، او هغوئ ته دې د ښائست سنګار ورکړى. 4”کومه ځوانه چې بادشاه ته خوښه شى، هغه دې د وشتى په ځائ ملکه شى.“ دا خبره بادشاه ته خوښه شوه، او هغۀ هم داسې وکړل.
5د سوسن په قلعه کښې يو يهودى اوسېدو چې نوم يې مردکى وو، د يائير زوئ، د سمعى زوئ، د قيس زوئ، چې د بنيامين د قبيلې نه وو، 6هغه د هغو قيديانو سره د يروشلم نه جلاوطن شوے وو چې د يهوداه د بادشاه يکونياه سره بوتلے شوى وُو، کوم چې د بابل بادشاه نبوکدنضر بوتلى وُو. 7هغۀ هدسه، يعنې آستر، د خپل تره لور لويوله، چې نۀ يې پلار وو او نۀ مور. دا ځوانه د بدن په لحاظ ښائسته وه او د ليدو خوږه وه؛ کله چې د هغې مور او پلار مړۀ شُو، نو مردکى هغه د خپلې لور په شان ونيوله.
8کله چې د بادشاه حُکم او فرمان واورېدے شو او ډېرې ځوانې د هيجى تر نظر لاندې د سوسن قلعې ته راجمع شوې، نو آستر هم د بادشاه محل ته بوتلے شوه، د هيجى تر نظر لاندې چې د ښځو ساتونکے وو. 9دا ځوانه هغۀ ته خوښه شوه او د هغۀ مهربانى يې حاصله کړه، نو هغۀ ژر ورته د ښائست سنګار او د خوراک برخه ورکړه، او د بادشاه د محل نه اووۀ غوره شوې ځوانې ورکړې، او هغه يې د خپلو وينځو سره د حرم غوره ځائ ته ولېږوله. 10آستر خپل قوم او خپل خاندان چا ته نۀ وُو ښودلى، ځکه چې مردکى هغې ته وئيلى وُو چې دا مۀ ښايه. 11مردکى به هره ورځ د حرم د صحن مخې ته ګرځېدو، ترڅو چې پته ولګوى چې آستر څنګه ده او څۀ ورسره کيږى.
12د هرې ځوانې وارى چې د اخسويرس بادشاه له ورشى، د دولسو مياشتو ضرورى سنګار نه پس راتله: شپږ مياشتې د مُر په تيلو، او شپږ مياشتې په عطرو او د ښائست په سامان. 13هره ځوانه به په دې طريقه بادشاه له تله: څۀ چې به يې غوښتل، هغه به ورته ورکړے شو چې د حرم نه يې د بادشاه محل ته يوسى. 14هغه به ماښام ننوتله؛ او سحر به دوېم حرم ته ستنېده چې د شعشجاز تر نظر لاندې وو، هغه د بادشاه خواجه سرا چې د داشتو ساتنه يې کوله. هغه به بيا بادشاه له نۀ ورتله، ترڅو چې بادشاه پرې خوشحاله نۀ وى او په نوم يې رانۀ غواړى.
15کله چې د آستر وارى راغلو — چې د مردکى د تره ابيحائل لور وه، هغه چې هغه يې د خپلې لور په شان نيولې وه — چې بادشاه له ورشى، نو هغې هيڅ شے ونۀ غوښتو، سوا د هغۀ څۀ چې هيجى، د بادشاه هغه خواجه سرا چې د ښځو ساتنه يې کوله، مشوره ورکړې وه. آستر د هر هغه چا په نظر کښې چې هغه يې ليدله، مينه حاصله کړه.
16آستر د اخسويرس بادشاه له، د هغۀ شاهى محل ته، د هغۀ د بادشاهۍ په اووم کال کښې، په لسمه مياشت کښې چې طيبت ده، بوتلے شوه. a a v16 طيبت د عبرانى کليز لسمه مياشت ده، نږدې د دسمبر او جنورى منځ کښې.
17بادشاه د ټولو ښځو نه زياته د آستر سره مينه وکړله؛ هغې د ټولو کنوارو نه زياته د هغۀ مهربانى او منظورى حاصله کړه. نو هغۀ شاهى تاج د هغې په سر کښېښودو او هغه يې د وشتى په ځائ ملکه کړه.
18بادشاه د خپلو ټولو افسرانو او نوکرانو دپاره يوه لويه دعوت وکړه — د آستر دعوت. هغۀ په صوبو کښې د رُخصتۍ اعلان وکړو او په شاهى سخاوت سره يې تُحفې ورکړې.
19کله چې کنوارې دوېم ځل راجمع شوې، نو مردکى د بادشاه په دروازه کښې ناست وو. 20آستر خپل قوم او خپل خاندان نۀ وُو ښودلى، لکه څنګه چې مردکى حُکم ورکړے وو؛ هغې د هغۀ حُکم منلو، لکه څنګه چې هغه يې لويوله.
مردکى د بادشاه خلاف سازش فاش کوى
21په هغو ورځو کښې، کله چې مردکى د بادشاه په دروازه کښې ناست وو، نو بګتان او طرش، چې دوه شاهى خواجه سرا وُو او د دروازې ساتنه يې کوله، په غصه شُو او سازش يې وکړو چې اخسويرس بادشاه ووژنى. 22خو مردکى ته د دې سازش پته ولګېده، نو هغۀ آستر ملکې ته ووئيل، او هغې د مردکى په نوم بادشاه ته خبر ورکړو. 23د دې خبرې تحقيق وشو، رښتيا ثابته شوه، او دواړه سړى په لرګى باندې وځړولے شُو. دا د بادشاه په مخکښې د تاريخ په کتاب کښې وليکلے شو.