هامان د يهوديانو د تباه کولو دپاره سازش کوى
هامان ترفیع کوي، او مردخای سر نه ټیټوي. هامان چې سپکاوی احساسوي، پرېکړه کوي چې د یوه سړي مرګ ډېر کم دی، او له پاچا څخه په پیسو یو فرمان اخلي چې ټول یهودان په هغه ورځ له منځه یوسي چې د پچې له لارې ټاکل شوې. قاصدان روانېږي پداسې حال کې چې پاچا او هامان ناست څښاک کوي.
3 1د دې نه پس، اخسويروس بادشاه د اجاجى همداتا زوئ هامان ته درجه ورکړه، هغه يې لوړ کړو او د هغۀ ځائ يې د هغۀ سره د ټولو عملدارانو نه پورته کړو. 2د بادشاه ټولو نوکرانو چې د بادشاه په دروازه کښې وُو، هامان ته ګونډه ووهله او سجده يې وکړه، لکه چې بادشاه حُکم کړے وو. خو مردکى به نۀ ګونډه وهله او نۀ به يې سجده کوله. 3نو د بادشاه هغه نوکرانو چې د بادشاه په دروازه کښې وُو، مردکى ته ووئيل چې، ”تۀ ولې د بادشاه د حُکم نافرمانى کوې؟“ 4هره ورځ به يې هغۀ ته وئيل خو هغۀ به نۀ منله، نو هغوئ هامان ته خبر ورکړو چې ووينى چې د مردکى خبره به قائمه پاتې کيږى کۀ نه، ځکه چې هغۀ دوئ ته وئيلى وُو چې هغه يهودى دے. 5کله چې هامان وليدل چې مردکى هغۀ ته نۀ ګونډه وهى او نۀ سجده کوى، نو هغه په غصه ډک شو. 6صرف د مردکى وژل هغۀ ته سپک کار ښکاره شو، ځکه چې هغوئ هغۀ ته وئيلى وُو چې د مردکى قوم کوم دے، نو هامان د مردکى ټول قوم يعنې يهوديان چې د اخسويروس په ټوله بادشاهۍ کښې وُو، تباه کول وغوختل.
7د اخسويروس بادشاه په دولسم کال کښې، په اول مياشت يعنې نيسان کښې، د هامان په مخکښې يې د هرې ورځې او هرې مياشتې دپاره پور يعنې قرعه واچوله، او قرعه په دولسمه مياشت يعنې ادار باندې ولوېدله. 8هامان اخسويروس بادشاه ته ووئيل چې، ”يو قوم شته چې ستا د بادشاهۍ په ټولو صوبو کښې د نورو قومونو په مينځ کښې خواره واره شوے دے. د هغوئ قانون د ټولو نه بېل دے او د بادشاه قانون نۀ منى، نو بادشاه له په دې کښې هيڅ فائده نشته چې هغوئ وزغمى. 9کۀ بادشاه ته ښۀ ښکارى، نو حُکم دې وليکلے شى چې هغوئ تباه کړے شى، او زۀ به د بادشاهۍ د خزانې دپاره د هغۀ عملدارانو ته درے سوه پنځه اويا ټنه چاندى تول کړم.“
10نو بادشاه خپله د مُهر ګوته وويستله او د يهوديانو دُښمن، د اجاجى همداتا زوئ هامان ته يې ورکړه. 11بادشاه هامان ته ووئيل چې، ”دا چاندى ستا ده، او دا قوم هم ستا دے، لکه چې ستا خوښه وى هغسې ورسره وکړه.“
12د اول مياشتې په ديارلسمه ورځ د بادشاه ليکونکى راوغوختلے شُو، او د هامان حُکم د بادشاه حاکِمانو ته، د هر صوبې واليانو ته او د هر قوم عملدارانو ته وليکلے شو، هر صوبې ته د هغۀ په خپله ليکدود کښې او هر قوم ته د هغۀ په خپله ژبه کښې. دا د اخسويروس بادشاه په نامه وليکلے شو او د هغۀ د مُهر ګوتې نه مُهر پرې ولګولے شو. 13پيغام وړونکو د بادشاه ټولو صوبو ته خطونه يوړل چې په يوه ورځ کښې، د دولسمې مياشتې يعنې ادار په ديارلسمه ورځ، ټول يهوديان - ځوانان او بوډاګان، ښځې او بچى - تباه کړئ، ووژنئ او هلاک يې کړئ او د هغوئ مال واخلئ. 14د دې خط يوه نقل به په هر صوبه کښې د قانون په طور جارى کيده او ټولو قومونو ته به ښودلے کېدو، دې دپاره چې هغوئ د هغې ورځې دپاره تيار وى. 15د بادشاه په حُکم پيغام وړونکى په تلوار ووتل، او دا فرمان د سوسن په قلعه کښې جارى شو. بادشاه او هامان د څښلو دپاره کښيناستل، خو د سوسن ښار حيران پاتې شو.