پلار ساؤل سموئيل ته رهنمائى کوى
ساؤل د خپل پلار د ورکو خرو په لټه ووت خو ونه يې موندل، او يوه نوکر وړانديز وکړ چې د سيمې له رؤيابين نه دې وپوښتي. سموئيل، چې زموږ پلار يوه ورځ مخکې خبر کړی و، د غوښې له يوې جلا ايښودل شوې برخې سره په انتظار و، او اشاره يې وکړه چې د اسرائيلو هر ګران شی اوس پر ساؤل ولاړ دی.
9 1د بنيامين د قبيلې يو سړے وو چې نوم يې قيس وو، هغه د ابىئيل زوئ، د ضرور زوئ، د بکورت زوئ، د افيح زوئ وو، يو بنيامينے، يو مالدار او معتبر سړے وو. 2د هغۀ يو زوئ وو چې نوم يې ساؤل وو، يو ښکلے ځوان وو — په بنى اِسرائيلو کښې تر هغۀ نور هيڅوک ښکلے نۀ وو؛ د اوږو نه پورته هغه د ټولو نه اُوچت وو.
3د ساؤل د پلار قيس خرۀ ورک شول، نو قيس خپل زوئ ساؤل ته ووئيل چې، ”له نوکرانو نه يو د ځان سره واخله او لاړ شه چې خرۀ ولټوې.“ 4هغه د افرائيم د غرنۍ علاقې او د شليشه د ملک نه تېر شو، خو هغوئ ونۀ موندل. بيا د شعليم د ملک نه تېر شول، خو خرۀ هلته نۀ وو. بيا د بنيامين د ملک نه تېر شو، خو بيا هم يې ونۀ موندل.
5کله چې هغوئ د ضوف ملک ته ورسېدل، نو ساؤل د ځان سره نوکر ته ووئيل چې، ”راشه، واپس لاړ شُو، نۀ نو زما پلار به د خرو فکر پرېږدى او زمونږ فکر به شروع کړى.“
6خو نوکر ووئيل چې، ”وګوره، په دې ښار کښې د زمونږ پلار يو سړے دے چې ډېر معتبر دے؛ هر څۀ چې هغه وائى هغه خامخا رښتيا کيږى. راځه چې اوس هلته لاړ شُو؛ کېدے شى هغه مونږ ته ووائى چې کومه لاره ونيسُو.“
7ساؤل خپل نوکر ته ووئيل چې، ”خو کۀ مونږ لاړ شُو، نو هغۀ سړى ته به څۀ وروړُو؟ زمونږ په بوجيو کښې ډوډۍ ختمه شوې ده، او د زمونږ پلار سړى دپاره هيڅ تحفه نشته. مونږ سره څۀ شته؟“
8نوکر بيا ساؤل ته جواب ورکړو چې، ”وګوره، ما سره د چاندۍ يوه واړه سکه ده. زۀ به دا د زمونږ پلار سړى ته ورکړم چې هغه مونږ ته زمونږ لاره ووائى.“ 9(پخوا په اِسرائيل کښې، کله چې به څوک د زمونږ پلار نه د پوښتنې دپاره تلو نو وئيل به يې چې، ”راځه چې ليدونکى ته لاړ شُو،“ ځکه چې چا ته چې نن نبى وائى، هغۀ ته به پخوا ليدونکے وئيلے کېدو.).
10ساؤل جواب ورکړو چې، ”ښۀ ده. راځه چې لاړ شُو.“ نو هغوئ هغه ښار ته لاړل چرته چې د زمونږ پلار سړے وو. 11کله چې هغوئ ښار ته د غرۀ په لور ختل، نو هغوئ سره ځنې ځوانې جينکۍ مخامخ شوې چې د اوبو راوړلو دپاره راوتلې وې، او هغوئ پوښتنه وکړه چې، ”آيا ليدونکے دلته دے؟“
12هغوئ ووئيل چې، ”هو، دے. همدا ستاسو مخکښې دے. جلدى وکړئ، هغه نن ښار ته راغلے دے ځکه چې خلقو د اُوچت ځائ باندې قربانى کوى. 13کۀ چرې تاسو ښار ته ننوتئ نو هغه به مومئ مخکښې له دې چې هغه د ډوډۍ خوړلو دپاره اُوچت ځائ ته وخيژى. خلق به ترهغه ونۀ خورى ترڅو چې هغه رانۀ شى، ځکه چې هغه ته په کار دى چې قربانۍ ته برکت ورکړى؛ بيا به مېلمانۀ ډوډۍ وخورى. اوس وخيژئ — تاسو به هغه سمدستى ومومئ.“
14هغوئ ښار ته وخاتل. کله چې ننوتل، نو سموئيل د هغوئ په لور راغلو، چې اُوچت ځائ ته په خېژېدو کښې وو.
15اوس د ساؤل د راتلو نه يوه ورځ مخکښې، زمونږ پلار دا خبره سموئيل ته ښکاره کړې وه چې،
16”سبا به نژدې همدې وخت کښې زۀ تا ته د بنيامين د ملک نه يو سړے راولېږم. هغه ته مسح وکړه چې هغه زما قوم اِسرائيل باندې مشر شى؛ هغه به زما قوم د فلسطينيانو د لاس نه خلاص کړى، ځکه چې ما خپل قوم ليدلے دے، او د هغوئ فرياد ما ته رسېدلے دے.“
17کله چې سموئيل ساؤل وليدو، نو زمونږ پلار هغۀ ته وفرمائيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما د هغۀ ذکر کړے وو؛ دا به زما قوم باندې حکومت کوى.“
18ساؤل د دروازې کښې سموئيل ته نژدې شو او ووئيل چې، ”مهربانى وکړه، ما ته ووايه چې د ليدونکى کور چرته دے.“
19سموئيل جواب ورکړو چې، ”ليدونکے زۀ يم. زما نه مخکښې اُوچت ځائ ته وخېژه. نن به تۀ زما سره ډوډۍ وخورې؛ سحر به زۀ تا رُخصت کړم او هر څۀ چې ستا په زړۀ کښې دى هغه به درته ووايم. 20هغه خرۀ چې تا درې ورځې مخکښې ورک کړى وُو، هغه موندلے شوى دى، نو د هغوئ فکر مۀ کوه. او د ټول اِسرائيل خواهش په چا دے؟ آيا په تا او ستا د پلار په ټول کور نۀ دے؟“
21ساؤل جواب ورکړو چې، ”آيا زۀ بنيامينے نۀ يم، د اِسرائيل د ټولو نه واړې قبيلې نه، او زما خاندان د بنيامين د خاندانونو نه ټولو نه کم؟ نو تۀ ولې ما ته دا خبره کوې؟“
22بيا سموئيل ساؤل او د هغۀ نوکر دالان ته راوستل، او هغوئ يې د هغو مېلمنو په سر کښې کښېنول چې بلل شوى وُو — نژدې دېرش کسان وُو. 23سموئيل باورچى ته ووئيل چې، ”هغه برخه راوړه چې ما تا ته درکړې وه، هغه چې ما وئيلى وُو چې بېله يې کړه.“ 24باورچى ران او هغه څۀ چې په هغې باندې وُو پورته کړل او د ساؤل مخکښې يې کښېښودل. سموئيل ووئيل چې، ”دا هغه شے دے چې ستا دپاره ساتلے شوے وو. وخوره، ځکه چې دا ستا دپاره د دې موقعې دپاره ساتلے شوے وو، د کله راسې چې ما دا مېلمانۀ بلل شوى دى.“ نو ساؤل هغه ورځ د سموئيل سره ډوډۍ وخوړه.
25هغوئ د اُوچت ځائ نه ښار ته راکوز شول، او سموئيل د کور په چت باندې د ساؤل سره خبرې وکړې. 26هغوئ سحر وختى پاڅېدل، او د سبا په رڼا کښې سموئيل ساؤل ته په چت باندې اواز وکړو چې، ”پاڅه، چې زۀ تا رخصت کړم.“ ساؤل پاڅېدو، او دواړه، هغه او سموئيل، يو ځائ کوڅې ته ووتل. 27کله چې هغوئ د ښار د غاړې په لور راکوزېدل، نو سموئيل ساؤل ته ووئيل چې، ”نوکر مخکښې ولېږه“ — او هغه لاړو — ”خو تۀ لږ ساعت ودرېږه، چې زۀ تا ته د زمونږ پلار خبره ووايم.“