يو قوم د خپل بادشاه نه مخ اړوى
د سموئيل زامنو بډې اخيستې، نو مشرانو د نورو قومونو په شان پاچا وغوښت. زموږ پلار سموئيل ته وويل چې دا رد د هغه دی، نه د سموئيل. سموئيل څرګنده کړه چې پاچا به څه اخلي: زامن، لوڼې، پټي، د هر څه لسمه برخه، او خلکو بيا هم وويل هو.
8 1کله چې سموئيل زوړ شو، نو هغۀ خپل زامن د اِسرائيل دپاره قاضيان مقرر کړل. 2د هغۀ اول زوئ يوئيل وو او دوېم يې اِبياه وو، هغوئ په بيرشيبع کښې قاضيان وُو. 3د هغۀ زامنو د هغۀ په طريقو عمل ونۀ کړو، بلکې د حرام نفعې په لټه کښې وُو، رشوت يې اخيستو او انصاف يې خراب کړو.
4نو د اِسرائيل ټول مشران راغونډ شول او په رامه کښې سموئيل ته راغلل. 5هغوئ ورته ووئيل چې، ”تۀ زوړ شوے يې، او ستا زامن ستا په طريقو نۀ ځى. نو اوس زمونږ دپاره يو داسې بادشاه مقرر کړه چې د نورو ټولو قومونو په شان زمونږ حکومت وکړى.“ 6کله چې هغوئ ووئيل چې، ”مونږ ته يو بادشاه راکړه چې زمونږ حکومت وکړى،“ نو سموئيل خفه شو، او زمونږ پلار ته يې دُعا وکړه.
7نو زمونږ پلار سموئيل ته وفرمائيل چې، ”په هر هغه څۀ کښې چې دا خلق تا ته وائى د هغوئ خبره ومنه، ځکه چې هغوئ تۀ نۀ يې رد کړے، بلکې زۀ يې د خپل بادشاه په حيث رد کړے يم. 8لکه څنګه چې هغوئ د هغه ورځې نه چې ما هغوئ د مصر نه راووستل تر نن ورځې پورې زۀ پرېښوولے يم او د نورو بتانو عبادت يې کړے دے، هم هغه شان هغوئ له تا سره هم کوى. 9نو اوس د هغوئ خبره ومنه، خو هغوئ ته په کلکه خبردارے ورکړه او ورته ووايه چې د هغوئ بادشاه به څنګه حکومت کوى.“
سموئيل د بادشاه د طريقو خبردارے ورکوى
10نو سموئيل هغو خلقو ته چې د هغۀ نه يې بادشاه غوښتو، د زمونږ پلار ټولې خبرې ووئيلې. 11هغۀ ووئيل چې، ”هغه بادشاه چې ستاسو حکومت به کوى، هغه به داسې کوى، ستاسو زامن به اخلى او د خپلو جنګى رتهونو او آسونو دپاره به يې مقرر کړى، چې د هغۀ د رتهونو مخکښې وځغلى. 12هغه به ځنې د ځان دپاره د زرو او د پنځوسو سالاران مقرر کړى، ځنې به د هغۀ زمکه قلبه کوى او د هغۀ فصل به رېبى، او نور به د هغۀ هتهيار او د رتهونو سامان جوړوى. 13هغه به ستاسو لوڼه واخلى چې عطر جوړوونکې، پخوونکې او د ډوډۍ پخوونکې شى. 14هغه به ستاسو ښۀ ښۀ پټى، د انګورو باغونه او د زيتُون باغونه واخلى او خپلو نوکرانو ته به يې ورکړى. 15هغه به ستاسو د غلې او د انګورو لسمه حصه واخلى او خپلو اميرانو او نوکرانو ته به يې ورکړى. 16هغه به ستاسو نوکران او وينځې، ستاسو ښۀ ښۀ ځوانان او خره د خپل کار دپاره واخلى. 17هغه به ستاسو د رمو لسمه حصه واخلى، او تاسو به پخپله د هغۀ غلامان شئ. 18کله چې هغه ورځ راشى، نو تاسو به د هغه بادشاه په سبب چې تاسو د ځان دپاره غوره کړے دے، چغې وهئ، خو زمونږ پلار به په هغه ورځ ستاسو جواب درنۀ کړى.“
19خو خلقو د سموئيل خبره منلو ته انکار وکړو. هغوئ ووئيل چې، ”نه! مونږ غواړو چې زمونږ باندې يو بادشاه وى، 20دې دپاره چې مونږ هم د نورو ټولو قومونو په شان شُو، چې زمونږ بادشاه زمونږ حکومت وکړى، مونږ بهر بوځى او زمونږ جنګونه وکړى.“
21کله چې سموئيل د خلقو ټولې خبرې واورېدلې، نو هغۀ هغه زمونږ پلار ته ووئيلې.
22زمونږ پلار سموئيل ته وفرمائيل چې، ”د هغوئ خبره ومنه، هغوئ ته بادشاه ورکړه.“ بيا سموئيل د اِسرائيل خلقو ته ووئيل چې، ”لاړ شئ، هر يو خپل ښار ته.“