پلار د کارغانو په وسيله ايليا ته خوراک ورکوى
الياس د وچکالۍ اعلان کوي او زموږ پلار هغه د يوې ويالې تر څنګ پټوي چې کارغان يې خوراک ورکوي. کله چې وچه شي، په صرفت کې يوه وږې کونډه خپل وروستی اوړه پر هغه لګوي او هېڅکله نه خلاصېږي؛ کله چې د هغې زوی ساه بنده شي، د الياس چيغه يې بېرته راژوندي کوي.
17 1ايليا تشبى، چې د جِلعاد د تشبه اوسېدونکے وو، اخاب ته ووئيل چې، ”زمونږ پلار، د اِسرائيل خُدائ پاک چې ژوندے دے او چې زۀ د هغۀ په مخکښې ولاړ يم، په دې کلونو کښې به نۀ شبنم پرېوځى او نۀ باران، مګر زما په وينا باندې.“
2بيا د زمونږ پلار کلام ايليا ته راغلو چې،
3”دا ځائ پرېږده، ختيځ طرف ته مخه کړه او د يردن ختيځ طرف ته د کريت د ندۍ په غاړه کښې ځان پټ کړه. 4تۀ به د ندۍ نه اوبۀ څښې او ما کارغانو ته حُکم کړے دے چې هلته تا له خوراک درکړى.“
5نو هغه لاړو او لکه چې زمونږ پلار فرمائيلى وُو هم هغه شان يې وکړل؛ هغه لاړو او د يردن ختيځ طرف ته د کريت د ندۍ په غاړه کښې اوسېدو. 6کارغانو به هغۀ ته سحر وختى ډوډۍ او غوښه راوړله او ماښام به هم ډوډۍ او غوښه راوړله، او هغه به د ندۍ نه اوبۀ څښلې. 7يو څۀ وخت پس ندۍ وچه شوه، ځکه چې په ملک کښې باران نۀ وو شوے.
پلار د يوې کونډې په وسيله ضرورتونه پوره کوى
8بيا د زمونږ پلار کلام هغۀ ته راغلو چې،
9”پاڅه، د صيدا سره نزدې صرفت ته لاړ شه او هلته اوسېږه. ما هلته يوې کونډې ته حُکم کړے دے چې تا له خوراک درکړى.“
10نو هغه صرفت ته لاړو. د ښار په دروازه کښې يوې کونډې لرګى راټولول. هغۀ هغې ته آواز وکړو چې، ”مهربانى وکړه، په کُوزه کښې ما له لږې اوبۀ د څښلو دپاره راوړه.“ 11کله چې هغه د هغو راوړلو دپاره روانه شوه، نو هغۀ آواز وکړو چې، ”مهربانى وکړه، ما له د ډوډۍ يوه ټُوټه هم راوړه.“
12هغې ووئيل چې، ”ستا مالِک خُدائ چې ژوندے دے، ما سره ډوډۍ نشته—صرف په يوه لوښى کښې يو مُټ اوړۀ او په کُوزه کښې لږ څۀ تېل دى. زۀ څو لرګى راټولوم چې دننه لاړه شم او دا د ځان او د خپل زوئ دپاره تيار کړم، چې مونږ دا وخورو، بيا مړۀ شُو.“
13ايليا هغې ته ووئيل چې، ”مۀ يرېږه. لاړه شه او لکه چې دې ووئيل هم هغه شان وکړه. خو اول د دې نه ما دپاره يوه وړه ډوډۍ جوړه کړه او ما ته يې راوړه؛ بيا د ځان او د خپل زوئ دپاره جوړه کړه.“
14ځکه چې زمونږ پلار، د اِسرائيل خُدائ پاک فرمائى چې، ”د اوړو لوښے به تش نۀ شى او نۀ به د تېلو کُوزه خالي شى، تر هغې ورځې پورې چې زمونږ پلار په ملک باندې باران ورکوى.“
15نو هغه لاړه او لکه چې ايليا ووئيل هم هغه شان يې وکړل، او هغې، هغۀ او د هغې کور والو ډېرې ورځې وخوړل. 16د اوړو لوښے تش نۀ شو او د تېلو کُوزه هم خالي نۀ شوه، لکه چې زمونږ پلار د ايليا په وسيله فرمائيلى وُو.
17د دې نه پس د هغې ښځې زوئ، چې د کور مالکه وه، بيمار شو. د هغۀ بيمارى دومره سخته شوه چې په هغۀ کښې ساه پاتې نۀ شوه. 18هغې ايليا ته ووئيل چې، ”اے د خُدائ پاک بنده، زما او ستا په مينځ کښې څۀ دى؟ آيا تۀ راغلې چې ما ته زما ګناه ياده کړې او زما زوئ ووژنې؟“
19هغۀ ووئيل چې، ”خپل زوئ ما ته راکړه.“ بيا يې هغه د هغې د غېږې نه واخستو، پورته خپلې کوټې ته يې يووړو او په خپل کټ باندې يې څملولو. 20هغۀ زمونږ پلار ته چغه وکړه چې، ”زما پلاره، آيا تا په دې کونډه باندې هم چې زۀ د هغې سره اوسم مصيبت راوستو، چې د هغې زوئ دې ووژلو؟“ 21هغۀ ځان درې واره په ماشوم باندې وغزولو او زمونږ پلار ته يې چغه وکړه چې، ”زما پلاره، د دې ماشوم ساه دې هغۀ ته بيا راشى.“
22زمونږ پلار د ايليا چغه واورېده، او د ماشوم ساه هغۀ ته بيا راغله، او هغه ژوندے شو. a a v22 دا په پاکو صحيفو کښې اول ځل دے چې څوک د مړو نه بيا راژوندے کيږى — دا زمونږ پلار د ژوند ورکوونکى او بيا بحال کوونکى په توګه څرګندوى، او هغه قيامت ته مخکښې اشاره کوى چې د عيسىٰ په وسيله په بشپړ ډول راځى. 23ايليا ماشوم واخستو، د بالاخانې نه يې کور ته راووړو او د هغۀ مور ته يې ورکړو. ايليا ووئيل چې، ”ګوره، ستا زوئ ژوندے دے.“
24هغې ښځې ايليا ته ووئيل چې، ”اوس زۀ پوهه شوم چې تۀ د خُدائ پاک بنده يې، او د خُدائ پاک کلام چې ستا په خولې کښې دے هغه رښتيا دے.“