د پلار رڼا نۀ شى بندېدلے
د سرو زرو يوه ډيوټ چې دوه زيتون ونې يې تېلو ورکوي، د يوه وړوکي، نيمګړي معبد له امله د زروبابل نا هيلۍ ته ځواب ورکوي. هغه ته زموږ د پلار کلام: نه په زور، نه په قوت، بلکې زما په روح. هغه لاسونه چې بنسټ يې اېښی، هغه به يې بشپړ هم کړي؛ هېڅوک دې کوچني شيان سپک نه ګڼي.
4 1بيا هغه فرښته چې ما سره يې خبرې کولې راستنه شوه او زۀ يې راويښ کړم، لکه څوک چې د خوب نه راويښ کړے شى. 2هغۀ راته ووئيل، ”تۀ څۀ وينې؟“ ما ووئيل، ”يو د سرو زرو ډيوټ وينم، د دې په سر يو ټال دے، اوه ډيوې پرې دى، او د هرې ډيوې دپاره د دې په سر اوه نلۍ دى.
3د دې خوا ته دوه د زيتُون ونې ولاړې دى، يوه د ټال ښى لاس ته او بله د دې کيڼ لاس ته.“
4نو ما هغه فرښتې ته چې ما سره يې خبرې کولې ووئيل، ”اے زما مالِکه، دا څۀ شے دے؟“
5نو هغه فرښتې چې ما سره يې خبرې کولې ووئيل، ”آيا تۀ نۀ پوهېږې چې دا څۀ دى؟“ ما ووئيل، ”نه، اے زما مالِکه.“
6هغۀ راته ووئيل، ”دا زمونږ د پلار کلام دے زروبابل ته: نۀ په زور، نۀ په طاقت، بلکې زما په روح، د آسمان د لښکرو پلار فرمائى. 7اے لوئ غره، تۀ څوک يې؟ د زروبابل په مخکښې به تۀ هوار مېدان شې. هغه به د سر تيږه داسې چغې وهلو راوباسى، ’فضل، فضل دې پرې وى!‘“
8بيا د زمونږ د پلار کلام ما ته راغلو، چې،
9”د زروبابل لاسونو د دې کور بُنياد کېښودو، او د هغۀ لاسونه به دا تمام کړى. نو تاسو به پوه شئ چې د آسمان د لښکرو پلار زۀ تاسو ته لېږلے يم. 10ځکه چې چا د وړو شيانو ورځ سپکه ګڼلې ده؟ هغوئ به خوشحاله شى، کله چې د زروبابل په لاس کښې د ساختمان شاقول وينى. دا اوۀ د زمونږ د پلار سترګې دى، چې په ټوله زمکه ګرځى.“
11نو ما هغۀ ته ووئيل، ”د ډيوټ ښى او کيڼ لاس ته دا دوه د زيتُون ونې څۀ دى؟“ 12ما بيا ووئيل، ”دا دوه د زيتُون څانګې چې د سرو زرو د هغو دوو نلو سره دى چې سرۀ زرينه تېل ترې تويېږى، دا څۀ دى؟“
13هغۀ راته ووئيل، ”آيا تۀ نۀ پوهېږې چې دا څۀ دى؟“ ما ووئيل، ”نه، اے زما مالِکه.“
14هغۀ ووئيل، ”دا هغه دوه مسح شوى کسان دى چې د ټولې زمکې د مالِک په خوا کښې ولاړ دى.“