لعنت په مُلک باندې خوريږى
د ګناه د له منځه وړلو دوه رؤياوې: يو الوتونکی طومار چې د غلو او درواغجنو قسم خوړونکو پر سر د لعنت په توګه وځي، او يوه ښځه چې نوم يې بدي دی، د سرپ د سرپوښ لاندې په ټوکرۍ کې بنده او شنعار ته وړل کېږي. زموږ پلار بدي نه زغمي — هغه يې لرې کوي.
5 1ما بيا خپلې سترګې پورته کړې او وليدل چې، زما مخکښې يو الوتونکے طومار وو. 2هغۀ راته ووئيل چې، ”تۀ څۀ وينې؟“ ما جواب ورکړو چې، ”زۀ يو الوتونکے طومار وينم چې دېرش فوټه اوږد او پنځلس فوټه پلن دے.“
3بيا هغۀ راته ووئيل چې، ”دا هغه لعنت دے چې په ټول مُلک باندې خوريږى. هر هغه څوک چې غلا کوى د دې په يوه اړخ به پاک کړے شى، او هر هغه څوک چې دروغ قسم خورى د بل اړخ به پاک کړے شى.“
4”ما دا راليږلے دے، د آسمان د لښکرو پلار فرمائى، او دا به د غل کور او د هغه چا کور ته داخل شى چې زما په نوم دروغ قسم خورى، او هلته به پاتې شى او هغه به تباه کړى، لرګى هم او تيږې هم.“
بدکارى خپل ځائ ته وړلے شى
5بيا هغه فرښته چې ما سره يې خبرې کولې راغله او ووئيل چې، ”اوس پورته وګوره او وګوره چې دا څۀ دى چې روان دى.“
6ما ووئيل چې، ”دا څۀ دى؟“ هغۀ ووئيل چې، ”دا يو ټوکرے دے چې روان دے.“ بيا يې ووئيل چې، ”دا د دوئ ګناه ده چې په ټول مُلک کښې ده.“
7ناڅاپه د سيسې سرپوښ پورته شو، او د ټوکرى دننه يوه ښځه ناسته وه. 8هغۀ ووئيل چې، ”دا بدکارى ده.“ بيا يې هغه بيرته د ټوکرى دننه ټېل کړه او د سيسې وزن يې د هغې په خولۀ باندې زور سره کېښودو.
9ما پورته وکتل او ما وليدل چې دوه ښځې راروانې وې، د هغوئ په وزرو کښې هوا وه، وزرونه يې د لکونړ غوندې وُو، او هغوئ ټوکرے د زمکې او آسمان په مينځ کښې پورته کړو. 10بيا ما هغې فرښتې ته چې ما سره يې خبرې کولې ووئيل چې، ”دوئ دا ټوکرے چرته وړى؟“
11هغۀ راته ووئيل چې، ”د شِنعار په مُلک کښې د دې دپاره د کور جوړولو له، او کله چې تيار شى نو دا ټوکرے به هلته د هغې په بنياد باندې کېښودے شى.“ a a v11 شِنعار د بابل قديم نوم دے — هغه مُلک چې د اِسرائيل لويه جلاوطنى په هغه کښې وه.