چاپ شوی
کتاب

حکمت ټينګ ونيسه

یو پلار چې له خپلې کړکۍ ګوري، هغه څه بیانوي چې لیدلي یې دي. یو بې‌عقله ځوان د ماښام په وخت د یوه ځانګړي کور پر لور ځي، او له یوې ښځې سره مخ کېږي چې خپل پلانونه یې جوړ کړي او پوهېږي چې مېړه یې کور کې نه دی. هغه یې داسې پسې ځي لکه غویی چې حلالولو ته ځي.

څپرکی 7.

اے زما زويه، زما خبرې وساته، او زما حُکمونه له ځان سره ذخيره کړه.

زما حُکمونه وساته او ژوندے پاتې شه، زما تعليم د خپلو سترګو د تور په شان وساته. دا په خپلو ګوتو وتړه، دا د خپل زړۀ په تختۍ باندې وليکه.

حکمت ته ووايه چې، ”تۀ زما خور يې،“ او عقل ته خپل ډېر ګران دوست ووايه، دې دپاره چې تا د حرامې ښځې نه وساتى، او د هغې پردۍ ښځې نه چې خبرې يې چربې دى.

ځکه چې د خپل کور په کړکۍ کښې، ما د جالۍ نه لاندې وکتل، او ما په ناپوهانو کښې وکتل، په ځوانانو کښې مې يو داسې ځلمے وليدو چې بې عقله وو، چې د کوڅې نه د هغې ګوټ ته نزدې تېرېدو، او د هغې کور ته يې لار ونيوله، د ماښام په وخت کښې، کله چې ورځ ختمېده، د شپې په تيارۀ او تورتم کښې.

او هلته يوه ښځه ورسره مخامخ شوه، د کسبۍ په شان جامې يې اغوستې وې، او په زړۀ کښې يې مکر وو. هغه شوخه او سرکښه ده، د هغې پښې په کور کښې نۀ درېږى. کله په کوڅه کښې، کله په چوکونو کښې، هغه په هر ګوټ کښې ناسته وى. هغې هغه ونيولو او ښکل يې کړو، او بې شرمه مخ سره يې ورته ووئيل چې،

”ما د سلامتۍ قربانۍ ورکولې وې، نن مې خپلې نذرونه ادا کړل. a a v14 د سلامتۍ قربانى به د دعوت په شان شريکه کېده — د هغې مطلب دا دے چې د هغې خوراک تيار دے او په کور کښې د خوشحالۍ وجه شته. نو زۀ ستا د ملاقات دپاره راووتم، چې په شوق سره دې ولټوم، او تۀ مې ومندلې. ما خپل بستر په چادرونو پوښلے دے، د مصر په رنګينو کتانى کپړو. ما خپل بستر په مُر، عود، او دارچينى معطر کړے دے. راشه، تر سحره دې د مينې نه ښۀ خوند واخلو، راځه چې په مينه کښې ځانونه ورک کړو. ځکه چې زما خاوند په کور کښې نشته، هغه په اوږد سفر تلے دے. هغۀ د روپو يوه تهيلى له ځان سره يوړه، او تر پوره سپوږمۍ به کور ته رانۀ شى.“

هغې په خپلو قائل کوونکو خبرو هغه ومنولو، او په خپلو چربو شونډو يې هغه راوکښلو. هغه سمدستى د هغې مزل شو، لکه غوا چې حلال ته ځى، لکه هوسۍ چې جال ته ننوځى، تر دې چې غشے يې اينه سورۍ کړى، لکه مرغۍ چې دام ته منډه کړى، هغه نۀ پوهيږى چې دا به د هغۀ ژوند ترې واخلى.

نو اوس، اے زما زامنو، ما ته غوږ ونيسئ، او څۀ چې زۀ وايم هغه ته پام وکړئ. مۀ پرېږده چې ستا زړۀ د هغې لارو ته واوړى، د هغې په لارو کښې مۀ ګرځه. ځکه چې هغې ډېر خلق پرزولى دى، د هغې وژلى يو لوئ شمېر دے. د هغې کور د قبر لار ده، چې د مرګ کوټو ته ښکته ځى.