چاپ شوی
کتاب

منتونه او پاک وقفونه

هغه شیان چې زموږ پلار ته وقف کېږي، په پیسو یې ارزښت ټاکل کېږي — انسانان د عمر له مخې، څاروي، کورونه، او پټي د راتلونکي یوبیل په حساب — او د هر شي د بېرته اخیستلو لپاره پنځمه برخه ورزیاتېږي. لومړی زېږېدلی او لسمه برخه هېڅ وقف کېدای نشي: هغه دمخه د هغه دي.

څپرکی 27.

زمونږ پلار موسىٰ ته داسې وفرمائيل چې،

”اِسرائيل ته ووايه چې، کله چې څوک ماته خاص منت وکړى چې يو کس ماته وقف کوى، نو د هغۀ قيمت به د هغۀ د برابرې قيمت مطابق داسې مقرر وى، کۀ قيمت د داسې نارينه دپاره وى چې عمر يې د شلو کالو نه تر شپيتو کالو پورې وى، نو د پاک ځائ د معيار مطابق به د هغۀ قيمت د چاندۍ 1.2 پونډه وى. کۀ دا ښځينه وى، نو قيمت به يې نژدې دولس اونسه وى. د پنځو کالو نه تر شلو کالو پورې، د نارينه قيمت به نژدې اته اونسه او د ښځينه قيمت به نژدې څلور اونسه وى. کۀ عمر يې د يوې مياشتې نه تر پنځو کالو پورې وى، نو د نارينه دپاره به د چاندۍ قيمت نژدې دوه اونسه او د ښځينه دپاره به نژدې 1.2 اونسه وى. کۀ عمر شپيته کاله يا زيات وى، نو د نارينه قيمت به نژدې شپږ اونسه او د ښځينه قيمت به څلور اونسه وى. خو کۀ هغه دومره غريب وى چې دغه قيمت ورکولے نۀ شى، نو هغه به د امام مخکښې وړاندې کولے شى، او امام به د هغۀ قيمت مقرر کوى؛ امام به د هغه کس د وس مطابق قيمت ټاکى چې منت يې کړے دے.

”کۀ منت داسې ځناور وى چې ماته د قربانۍ وړ وى، نو هر هغه څاروے چې ماته ورکړے شى، هغه پاک دے. هغه دې دا ونۀ بدلوى او نه دې بل په ځائ ورکوى، نۀ ښۀ د خراب په بدل کښې او نۀ خراب د ښۀ په بدل کښې؛ کۀ هغه يو ځناور د بل په ځائ بدل کړى، نو دا او هغه بدل شوے دواړه به پاک وى. کۀ دا داسې ناپاک ځناور وى چې ماته د قربانۍ وړ نۀ وى، نو هغه به د امام مخکښې وړاندې کولے شى، نو امام به د هغۀ قيمت مقرر کوى، ښۀ وى کۀ خراب؛ لکه څنګه چې امام قيمت وټاکى، هم هغسې به وى. خو کۀ هغه غواړى چې دا بيرته واخلى، نو د هغۀ قيمت سره دې پنځمه برخه ورزياته کړى.

”کله چې څوک خپل کور ماته د پاک شى په توګه وقف کوى، نو امام به د هغۀ قيمت مقرر کوى، ښۀ وى کۀ خراب؛ لکه څنګه چې امام قيمت وټاکى، هم هغسې به قائم وى. کۀ هغه کس چې خپل کور يې وقف کړے وى، دا بيرته واخلى، نو د هغۀ د قيمت پنځمه برخه دې په چاندۍ کښې ورزياته کړى، او هغه کور به د هغۀ وى.

”کۀ څوک د خپلې داسې پټى يوه برخه ماته وقف کوى چې مالِک يې هغه وى، نو د هغې قيمت به د هغې د تخم مطابق وى — د شپږو بوشلو د اوربشو د تخم دپاره نژدې د چاندۍ 1.2 پونډه. کۀ هغه خپله پټى د جوبلى د کال نه وقف کوى، نو دا به په پوره قيمت قائم وى. خو کۀ هغه خپله پټى د جوبلى نه پس وقف کوى، نو امام به قيمت د هغو کالو مطابق حساب کوى چې تر راتلونکى جوبلى پورې پاتې وى، او قيمت به د هغې سره برابر کم کړى. کۀ هغه کس چې پټى يې وقف کوى، غواړى چې دا بيرته واخلى، نو د هغې د چاندۍ د قيمت پنځمه برخه دې ورزياته کړى، او دا به د هغۀ پاتې شى. خو کۀ هغه پټى بيرته وانۀ خلى، يا يې بل چا ته خرڅه کړې وى، نو بيا دا بيرته اخستلے نۀ شى. کله چې دا پټى په جوبلى کښې خلاصه شى، نو دا ماته پاکه شى، لکه وقف شوې پټى؛ دا به د امام ملکيت وى.

”کۀ څوک داسې رانيولې پټى ماته وقف کوى چې د هغۀ د ميراثى ملکيت برخه نۀ وى، نو امام به تر جوبلى د کال پورې قيمت حساب کوى، او هغه دې هم هغه ورځ دا د داسې شى په توګه ادا کړى چې ماته پاک وى. د جوبلى په کال کښې به دا پټى هغه کس ته بيرته ورکولے شى چې د هغۀ نه رانيولې شوې وه، يعنې هغه چې زمکه د هغۀ وى. هر قيمت دې د پاک ځائ د معيار مطابق وى.

”هيڅوک دې د کوم ځناور مشر بچے وقف نۀ کوى؛ دا خو له مخکښې نه زما دے — غوايى وى کۀ ګډ، دا زما دے. کۀ دا ناپاک ځناور وى، نو هغه دې دا په مقررې قيمت سره د پنځمې برخې په زياتولو بيرته واخلى؛ کۀ بيرته وانۀ خستے شى، نو دا به په مقررې قيمت خرڅولے شى.

”خو هغه هر څۀ چې يو کس يې ماته د مکمل وقف په توګه ورکوى — انسان وى، ځناور وى، يا د هغۀ خپله پټى — هغه نۀ خرڅولے شى او نۀ بيرته اخستلے شى. هر داسې وقف شوے شے ماته تر ټولو زيات پاک دے. a a v28 هغه شے چې ”د مکمل وقف په توګه ورکړے شوے“ وى، هغه زمونږ پلار ته داسې حواله کړے شوے وى چې بيا نۀ بدليږى — دومره بېل کړے شوے وى چې هيچرې بيرته رانيولے او يا خرڅولے نۀ شى.

”هيڅوک چې د مکمل وقف لاندې راغلے وى، هغه بيرته اخستلے نۀ شى؛ هغه به ضرور قتل کولے شى.

”د زمکې هره لسمه برخه، که د زمکې د تخم وى او که د ونو د ميوې، زما ده؛ دا ماته پاکه ده. کۀ څوک د خپلې لسمې برخې يوه حِصه بيرته اخلى، نو هغې سره دې پنځمه برخه ورزياته کړى. د رمې او ګلې هره لسمه برخه — هر هغه ځناور چې د شپون د لښتى لاندې تېريږى — ماته پاک دے. هغه دې دا ونۀ ګورى چې ښۀ دے کۀ خراب، او نه دې د هغۀ په ځائ بل ورکوى؛ کۀ هغه داسې وکړى، نو دا او د هغۀ بدل شوے دواړه به پاک وى او بيرته اخستلے نۀ شى.“

دا هغه حُکمونه دى چې زمونږ پلار د اِسرائيل د خلقو دپاره د سينا په غر باندې موسىٰ ته ورکړل.