زما ورځې خو يو ساه دى
ایوب خپل ژوند د یوه غلام له کاري شفټ او د یوه مزدور د مزد له انتظار سره پرتله کوي: د اړخ اوښتو شپې، پوستکی چې چاودېږي. هغه به چوپ پاتې نشي. زبور تریخ ګرځوي، پوښتي چې ولې خدای یو سړي ته دومره له نږدې ګوري، او غوښتنه کوي چې سترګې ترې واړوي.
7 1”آيا انسان په زمکه باندې سخت مشقت نۀ لرى، او آيا د هغۀ ورځې د مزدور په شان نۀ دى؟ 2لکه غُلام چې د سيورى ارزو کوى، او لکه مزدور چې د خپل مزدورۍ انتظار کوى، 3هم هغه شان زما په برخه د بطالت مياشتې شوې دى، او د مصيبت شپې راته ټاکلے شوې دى. 4کله چې زۀ غځېږم نو وايم، ’کله به پاڅم؟‘ خو شپه اوږده شى، او زۀ تر سحره اوړم راوړم. 5زما غوښه په چينجو او د خاورو په ګوډو پوښلے شوې ده؛ زما پوستکى سخت شى، بيا دوباره وچوى. 6زما ورځې د اوبدونکى د ماکو نه تيزې دى، او بېاُميده خپل انجام ته رسيږى. 7ياد لره چې زما ژوند خو يو ساه دے؛ زۀ به بيا هيڅکله هيڅ ښۀ شے ونۀ وينم. 8هغه سترګه چې اوس مې وينى، نور به مې نۀ وينى؛ ستا سترګې به په ما وى، او زۀ به نۀ يم. 9لکه ورېځ چې ورکيږى او ختميږى، هم هغه شان څوک چې قبر ته کوز شى هغه بيا نۀ راپورته کيږى؛ 10هغه بيا خپل کور ته نۀ راګرځى، او د هغۀ ځائ نور هغه نۀ پېژنى.
11”ځکه نو زۀ به خپله خوله نۀ بندوم؛ زۀ به د خپل روح د غم نه خبرې وکړم، زۀ به د خپل زړۀ په تريخوالى کښې شکايت وکړم. 12آيا زۀ سمندر يم، يا د سمندر يو اژدها، چې تۀ په ما باندې څوکيدار ايږدې؟ 13کله چې زۀ وايم، ’زما بستره به ما له تسلى راکوى، زما کټ به زما شکايت کم کوى،‘ 14نو تۀ ما په خوبونو وېروې او په روياګانو راته هيبت ورکوې، 15دې دپاره چې زۀ د دې خپل بدن نه د غاړې موښل او مرګ غوره کړم. 16زۀ ختميږم؛ زۀ به تل ژوندے نۀ يم. ما يوازې پرېږده، ځکه چې زما ورځې يو ساه دى.
17”انسان څۀ شے دے، چې تۀ د هغۀ دومره قدر کوې، او چې تۀ خپل زړۀ په هغۀ باندې ايږدې، 18چې تۀ هر سحر د هغۀ ګوزار ته راځې او هر لحظه يې آزمائى؟ 19تر کله به تۀ د ما نه خپله سترګه اړوې، او دومره ما يوازې پرېږدې چې زۀ خپله لاړه تېره کړم؟ 20کۀ ما ګناه کړې وى، نو ما تا ته څۀ کړى دى، اے د انسانانو څارونکيه؟ تا زۀ ولې د خپل نښان جوړ کړم، چې زۀ په خپل ځان باندې بوج شوے يم؟ 21تۀ زما ګناه ولې نۀ بخښې او زما قصور ولې نۀ لرې کوې؟ ځکه چې زۀ به ژر په خاورو کښې غځېږم؛ تۀ به زما تلاش کوې، خو زۀ به نۀ يم.“