زما رباب د ماتم دپاره کوک شوے دے
اوس د هغو سړو زامن چې هغه به یې د خپلې رمې په سپو هم باور نه کاوه، هغه خپله سندره ګرځوي او په مخ یې تو کوي. د شپې یې هډوکي سوځي. هغه وايي چې زموږ پلار هغه په خټو کې غورځولی او د هغه چیغو ته یوازې په کتلو ځواب ورکوي.
30 1خو اوس هغه کسان چې زما نه کم عمره دى په ما پورې خاندى، هغه سړى چې زۀ به يې پلرونه زما د رمې د سپو سره کښېنولو ته هم تيار نۀ وم. 2د هغوئ د لاسونو زور ما ته څۀ فائده درلوده؟ د هغوئ طاقت ختم شوے وو. 3د غريبۍ او لوږې نه خوار او زار، هغوئ د ويرانۍ او تباهۍ په تيارۀ کښې وچه زمکه چيچله. 4هغوئ د بوټو په مينځ کښې مالګين بوټى شکول، او د جهاؤ د ونې ريښې د هغوئ خوراک وو. a a v4 مالګين بوټى او د جهاؤ ونې د دښتې ناقص بوټى دى — د بالکل بې وسه خلقو وروستے خوراک. 5هغوئ د خلقو د ډلې نه وشړلے شول، خلقو پرې داسې نارې وهلې لکه د غل پسې. 6هغوئ مجبور وو چې د وچو سيندونو په ناوو کښې، د زمکې او ګټو په سوريو کښې اوسيږى. 7د بوټو په مينځ کښې يې زوږ کولو، د اغزنو بوټو لاندې به سره راټول کښېناستل. 8بې عقله، بې نومه نسل، هغوئ د ملک نه وشړلے شول.
9او اوس زۀ د هغوئ د ملنډو سندره شوے يم، زۀ د هغوئ دپاره د ملنډو نخښه يم. 10هغوئ زما نه کرکه کوى او لرې اوسيږى، هغوئ زما په مخ تُو کولو نه هم ځان نۀ ساتى. 11ځکه چې خُدائ پاک زما د ليندۍ تار شلولے دے او زۀ يې ذليل کړے يم، نو هغوئ زما په مخکښې هر قسم شرم پرېښودے دے. 12زما په ښى اړخ باندې غوبلى راپاڅيږى، هغوئ زما پښې يو طرف ته ګوزاروى او زما خلاف د تباهۍ پُشتې جوړوى. 13هغوئ زما لاره ورانوى، زما د مصيبت نه فائده اخلى، او هيڅوک يې نۀ ايساروى. 14هغوئ داسې مخ ته راځى لکه د يو پراخ سورى نه، د ورانۍ په شور کښې ګنډبنډ راننوځى. 15وحشتونه پر ما خوشې شوى دى، زما عزت لکه د هوا په وسيله شړلے شوے دے، او زما خوشحالى لکه ورېځ تېره شوه.
16او اوس زما ژوند زما په مينځ کښې توئيږى، د مصيبت ورځو زۀ ونيولم. 17د شپې زما هډوکى سورى کيږى، او چيچونکى دردونه هيڅکله ارام نۀ کوى. 18په سخت زور زما جامه تاويږى، لکه د کميس ګرېوان داسې زۀ ټينګ تړى. 19زمونږ پلار زۀ خټو ته وغورزولم، او زۀ د خاورو او ايرو په شان شوم.
20زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد کوم، خو تۀ ما ته جواب نۀ راکوې، زۀ ودريږم، او تۀ يواځې ما ته ګورې. 21تۀ ما سره ظالم شوے يې، د خپل لاس په زور ما باندې حمله کوې. 22تۀ زۀ هوا ته پورته کوې او پرې مې سپروې، تۀ زۀ د طوفان په چغار کښې اخوا دېخوا ګرځوې. 23ځکه چې زۀ پوهيږم چې تۀ به زۀ مرګ ته راکوز کړې، هغه کور ته چې د ټولو ژوندو دپاره مقرر شوے دے.
24بيا هم آيا هيڅوک د ورانو کنډوالو نه لاس نۀ غځوى، يا په خپل مصيبت کښې د مدد دپاره فرياد نۀ کوى؟ 25آيا ما د هغه چا دپاره ژړا نۀ کوله چې ورځ يې سخته وه؟ آيا زما روح د محتاجانو دپاره غمژن نۀ شو؟ 26خو کله چې ما د ښۀ اُميد لاره، نو بدى راغله، کله چې ما د رڼا انتظار کولو، نو تيارۀ راخپره شوه. 27زما کولمې ايشيږى او ارام نۀ کوى، د مصيبت ورځې زما مخامخ راغلې دى. 28زۀ تور شوے ګرځم، خو د لمر له امله نه، زۀ په مجلس کښې ودريږم او د مدد دپاره فرياد کوم. 29زۀ د ګيدړانو ورور او د شترمرغانو ملګرے شوے يم. 30زما پوستکى تور شى او زما نه رالويږى، او زما هډوکى د تبې نه سوزيږى. 31زما رباب د ماتم دپاره کوک شوے دے، او زما شپيلۍ د ژړا د اواز دپاره.