چاپ شوی
کتاب

ايوب بيا يو ځل خبرې کوى

ایوب هغه څه یادوي چې له لاسه یې ورکړي: اولادونه یې شاوخوا، د خدای دوستي د هغه پر خېمه، د یوه ټول ښار درناوی. هغه د ړندو سترګې او د اړو کسانو پلار و، او هیله یې درلوده چې په خپله ځاله کې زوړ مړ شي او عزت یې تازه پاتې وي.

څپرکی 29.

ايوب بيا خبرې وکړې او ووئيل چې، ”اے کاش چې زۀ د تېرو مياشتو په شان وَى، د هغو ورځو په شان چې خُدائ پاک زما ساتنه کوله، کله چې د هغۀ ډيوه زما د سر دپاسه ځلېدله، او د هغۀ په رڼا کښې به زۀ په تيارۀ کښې ګرځېدم؛ لکه چې زۀ د خپلې ځوانۍ په ورځو کښې وم، کله چې د خُدائ پاک نژدې دوستى زما د خېمې دپاسه وه، a a v4 ايوب د هغه نژدېوالى حسرت کوى چې يو وخت يې پېژندلو — د خُدائ پاک نژدې دوستى د هغۀ د کور دپاسه. هغه لا تر اوسه پوه نۀ دے چې کوم خُدائ پاک چې يې ورک کړے دے هغه هم هغه پلار دے چې د هغۀ زړۀ هيڅکله هم ترې جدا نۀ شو؛ او دا چې هغه به د کتاب د ختمېدو نه مخکښې په خپلو سترګو وويني. کله چې قادرِ مطلق لا تر اوسه زما سره وو، کله چې زما بچى ټول زما نه چاپېره وُو؛ کله چې زما قدمونه به په مستو کښې لمبېدل، او ګټه به ماته د تېلو ويالې راتوئولې. کله چې زۀ به د ښار دروازې ته وتلم او په عام چوک کښې به کښېناستم، ځوانانو به زۀ ليدم او يو خوا ته به شول، او بوډاګانو به ځان راپورته کړو او ودرېدل؛ سردارانو به خپلې خبرې بندولې او خپل لاس به يې په خپلو خولو کېښودو؛ د اميرانو اواز به چپ شو، او د هغوئ ژبې به د هغوئ د تالو سره ونښتې. کله چې غوږ به واورېدم، نو ما به يې نېکمرغه بللو، او کله چې سترګه به وليدم، نو زما ګواهى به يې ورکوله، ځکه چې ما هغه غريب وژغورلو چې چغې يې وهلې، او هغه يتيم چې مرستګار يې نۀ درلودو. د هغه چا برکت چې د هلاکت په درشل کښې وو راباندې راغلو، او ما د کونډې زړۀ د خوشحالۍ نه په نغمو راووستلو. ما ځان په صداقت باندې پټ کړو، او هغۀ زۀ راپوښلم؛ زما انصاف د جامې او پګړۍ په شان وو. زۀ د ړندو دپاره سترګې او د ګوډو دپاره پښې وم. زۀ د محتاجانو دپاره پلار وم، او د هغه چا د معاملې پلټنه به مې کوله چې ما نۀ پېژندلو. ما د بدکارو غاښونه مات کړل او ښکار مې د هغۀ د غاښونو نه راوايستلو. نو ما سوچ وکړو چې، ’زۀ به په خپله ځاله کښې مړ شم، او خپلې ورځې به د شګو په شان زياتې کړم.‘ زما ريښې اوبو ته رسېدلې، او پرخه به ټوله شپه زما په څانګو پرته وه. زما عزت زما په زړۀ کښې تازه پاتې کېدو، او زما ليندۍ به زما په لاس کښې تل نوې وه. خلقو به ماته غوږ ايښودو او انتظار به يې کولو؛ زما د مشورې دپاره به چپ پاتې کېدل. زما د وينا نه پس به هيچا بل څۀ نۀ وئيل؛ زما خبرې به په نرمۍ سره پرې راتوئېدلې. هغوئ به زما داسې انتظار کولو لکه د باران، او خپلې خولې به يې داسې خلاصولې لکه د بهار د باران دپاره. کله چې زۀ به پرې موسکى شوم، نو هغوئ به په مشکل سره باور کولو، او زما د مخ رڼا به يې ساتله. ما د هغوئ لار غوره کوله او د هغوئ د مشر په توګه کښېناستم؛ زۀ د خپل لښکر په مينځ کښې د بادشاه په شان ژوند کولو، د هغه چا په شان چې د ماتم کوونکو تسلى ورکوى.“