چاپ شوی
کتاب

هغه څۀ چې کان کَيندونکے يې نۀ شى راايستلے

کان‌کیندونکي د سپینو زرو او نیلمونو لپاره په ډبرو کې تونلونه کیندي، او هلته ځي چې هیڅ باز نه دي کتلي. خو حکمت نه کیندل کېدای شي نه پېرل؛ ژورتیا او سمندر وايي دلته نه دی. یوازې خدای د هغه ځای پېژني، او انسانانو ته یې وویل: له خدایه ووېرېږئ، له بدۍ مخ واړوئ.

څپرکی 28.

”بېشکه د چاندى دپاره کان شته، او يو داسې ځائ چې سرو زرو ته هلته صفا کولو وى. اوسپنه د خاورو نه راايستلے شى، او زاڼه د تيږو نه وياله کيږى. اِنسان تيارې ته حد ټاکى؛ هغه د دې دپاره ترټولو لرې حده پورې لټون کوى چې په تياره او ژور سيورى کښې کان ومومى. هغه د خلقو د اوسېدو د ځائ نه لرې کُنده کَيندى، په داسې ځايونو کښې چې هيچرې هلته د چا پښه نۀ وى تللې؛ هلته هغوئ د هر چا نه لرې ځوړند وى او خوزيږى. دا زمکه—د دې نه خوراک راوځى، خو د دې لاندې داسې اوړى لکه د اور نه. د دې تيږې نيلم لرى، او د دې خاورې سرۀ زر لرى. دا داسې لار ده چې هيڅ ښکارى مرغۀ يې نۀ پېژنى، او چې د باز سترګې يې هيچرې نۀ وى ليدلې. پرې لويانو ځناورو پښه نۀ ده اېښې، او نۀ پرې زمرى ګرځېدلے دے. اِنسان خپل لاس سختې تيږې ته وراچوى، او غرونه د بېخه اړوى. هغه د تيږو په مينځ کښې لارې پرې کوى، او د هغۀ سترګه هر قيمتى شے وينى. هغه بهېدونکى چينې بندوى، او پټ شيان رڼا ته راوړى.

”خو حِکمت—دا چرته موندلے شى؟ او د سَمَجه ځائ چرته دے؟ اِنسان د دې قدر نۀ پېژنى، او دا د ژوندو په مُلک کښې نۀ موندلے کيږى. ژورو اوبو وائى، ’دا په ما کښې نشته،‘ او سمندر وائى، ’دا زما سره نشته.‘ دا د سپينو سرو زرو په بدل کښې نۀ اخستلے شى، او نۀ يې قيمت په چاندى تللے شى. دا د اوفير په سرو زرو نۀ تللے شى، او نۀ په قيمتى سنګِ سليمان يا نيلم. سرۀ زر او بلور ورسره برابر نۀ شى، او نۀ د سپينو سرو زرو د لوښو په بدل کښې بدلولے شى. د مرجان او بلور يادول پکار نۀ دى؛ د حِکمت قيمت د ياقوتو نه ډېر دے. د کُوش ياقوت ورسره برابر نۀ شى، او نۀ په سپينو سرو زرو تللے شى.

”نو بيا حِکمت له کومه راځى؟ او د سَمَجه ځائ چرته دے؟ دا د ټولو ژوندو د سترګو نه پټ دے، او د آسمان د مرغانو نه هم پټ دے. تباهى او مرګ وائى، ’مونږ په خپلو غوږونو د دې يوه آوازه اورېدلې ده.‘

”خُدائ پاک د دې لار سَمَجهى، او هغه د دې ځائ پېژنى. ځکه چې هغه د زمکې تر غورو پورې ګورى، او هر څۀ چې د آسمان لاندې دى هغه وينى. کله چې هغۀ هوا ته د دې وزن ورکړو او اوبه يې اندازه کړې، کله چې هغۀ باران ته حُکم جوړ کړو او د برېښنا دپاره لار، نو بيا هغۀ حِکمت وليدو او بيان يې کړو؛ هغۀ قائم کړو او لټون يې وکړو.

او هغۀ اِنسان ته وفرمائيل، ’د خُدائ پاک وېره—هم دا حِکمت دے، او د بدۍ نه اوختل سَمَجه ده.‘“