چاپ شوی
کتاب

اَيوب بيا خپل آواز اوچتوى

ایوب د همغه خدای په نوم قسم خوري چې عدالت یې ترې اخیستی، او نه مني چې ملګري یې سم دي؛ تر مرګه به خپل صداقت ټینګ ساتي. بیا پخپله د بدکار سړي برخه بیانوي: راټول شوي سپین زر چې صادقان یې په کار وړي، د شپې توپان، د جالې کور.

څپرکی 27.

اَيوب بيا خپله خبره شروع کړه او ووئيل چې، ”قسم په ژوندى خُدائ پاک چې زما اِنصاف يې اخستے دے، او په قادرِ مُطلق چې زما روح يې تريخ کړے دے، تر څو چې زما ساه په ما کښې وى، او د زمونږ پلار روح زما په پزه کښې وى، زما شونډې به دروغ ونۀ وائى، او زما ژبه به فريب ونۀ وائى. زۀ به هيچرې دا ونۀ منم چې تاسو حق پۀ خوا يئ؛ تر مرګه به زۀ خپله راستى نۀ پرېږدم. زۀ خپل صداقت ټينګ نيسم او نۀ يې پرېږدم؛ زما زړۀ ما ته د خپلو هيڅ ورځو دپاره ملامتى نۀ راکوى.

”زما دښمن دې د بدکارو په شان وى، او څوک چې زما خلاف راپاڅى هغه دې د ناصادقو په شان وى. ځکه چې کله بې‌دينه ووهل شى نو د هغۀ اُميد څۀ وى، کله چې خُدائ پاک د هغۀ ژوند واخلى؟ آيا کله چې پرې مصيبت راشى، نو خُدائ پاک به د هغۀ چغه واورى؟ آيا هغه به په قادرِ مُطلق خوشحاله شى؟ آيا هغه به هر وخت خُدائ پاک رابلى؟ زۀ به تاسو ته د خُدائ پاک د لاس په حقله ښوونه کوم؛ څۀ چې د قادرِ مُطلق سره دى هغه به زۀ نۀ پټوم. ګوره، تاسو ټولو دا پخپله ليدلى دى؛ نو بيا تاسو داسې بې‌کاره خبرې ولې کوئ؟ د خُدائ پاک له طرفه د بدکار سړى برخه دا ده، هغه ميراث چې ظالمان يې د قادرِ مُطلق نه مومى: کۀ د هغۀ بچى ډېر وى، نو هغوئ به په تُوره ووهلى شى، او د هغۀ اولاد ته به ډوډۍ بس نۀ شى. د هغۀ هغه کسان چې تر هغۀ وروستو ژوندى پاتې شى، هغوئ به په وبا ښخ کړى شى، او د هغوئ کونډې به ژړا نۀ کوى. اګر کۀ هغه د دوړو په شان سپين زر راغونډوى، او د خټو په شان جامې ور په ور کوى، هغه دې يې ور په ور کوى، خو صادق به يې اغوندى، او بې‌ګناه به سپين زر وېشى. هغه خپل کور د زاله د ځالې په شان جوړوى، د هغه جونګړې په شان چې چوکيدار يې جوړوى. هغه مالدار پرېوځى، خو بيا به داسې نۀ کوى؛ هغه خپلې سترګې غړوى، او هيڅ نۀ وى. وېرې د سېلاب په شان پرې راځى؛ د شپې يې بوړبوکۍ وړى. د ختيځ باد يې اوچتوى او هغه ځى؛ هغه د خپل ځائ نه وباسى. هغه ځان پرې بې‌رحمه ګذار کوى؛ هغه د هغۀ د طاقت نه په سر ور ورتښتى. هغه پرې لاسونه ټکوى او د هغۀ د ځائ نه يې په شڼ شڼ شړى.“