چاپ شوی
کتاب

ايوب جواب ورکوى

ایوب په هغه مرسته ملنډې وهي چې ورکړل شوې ده، بیا د زموږ د پلار د قدرت په اړه تر خپل ملګري ښه سندره وايي: ځمکه پر هیڅ ځوړنده، اوبه په ورېځو کې غوټه شوې، سمندر ارام شوی، رهب ټوټې ټوټې شوی. او هغه وايي، دا ټول یوازې د هغه د یوې پسپسې کمزورې څنډه ده.

څپرکی 26.

بيا ايوب جواب ورکړو چې، ”تا بې‌طاقته سره څومره ښۀ مدد وکړو! تا هغه بازو چې هيڅ زور نۀ لرى څومره ښۀ وساتله! تا هغه چا ته چې هيڅ حکمت نۀ لرى څومره ښۀ مشوره ورکړه، او ښۀ سمجهه دې په فراخۍ سره ونوموله! دا خبرې دې د چا په مدد سره ووئيلې؟ او د چا ساه ستا نه راووتله؟ د مړو روحونه رپيږى، هغه چې د اوبو لاندې دى او ټول هغه چې هلته اوسيږى. قبر د زمونږ پلار په مخکښې بربنډ پروت دے، او هلاکت هيڅ پوښ نۀ لرى. هغه د شمال آسمانونه په تش ځائ باندې غځوى، هغه زمکه په هيڅ شى باندې ځوړندوى. هغه اوبۀ په خپلو ګنو ورېځو کښې تړى، خو ورېځې د دې وزن لاندې نۀ چوى. هغه د بشپړ سپوږمۍ مخ پټوى، او خپلې ورېځې پرې خوروى. هغه د اوبو په مخ باندې يوه کړۍ راکښلې ده، د رڼا او تيارې په پوله باندې. د آسمانونو ستنې رپيږى، د هغۀ په جهړکى حېران دى. هغۀ په خپل طاقت سره سمندر ارام کړو، هغۀ په خپل عقل سره د سمندر هغه ښاپېرے رهب ټوټې ټوټې کړو. د هغۀ په ساه سره آسمانونه صاف شول، د هغۀ لاس هغه تښتېدونکے مار وويشتو. او دا خو يواځې د هغۀ د لارو غاړې دى، مونږ د هغۀ په حقله څومره کمزورے پسېکار اورو! خو د هغۀ د طاقت تندر، څوک يې سمجهه کولے شى؟“