چاپ شوی
کتاب

اوۀ آخرى آفتونه

هغوی چې حیوان یې رد کړ، د شیشې د سمندر تر څنګ ولاړ دي او د موسیٰ او د وري سندره وايي، او د زموږ پلار لارې عادلې او رښتینې بولي. اوه پرښتې په روښانه کتان کې له اوو کټورو سره راوځي، او لوګی معبد ډکوي، نو تر هغه چې کټوري تش شوي نه وي هېڅوک ننوتلی نه شي.

څپرکی 15.

ما په آسمان کښې بله نښه وليده چې لويه او حېرانوونکې وه: اوۀ فرښتې چې اوۀ آخرى آفتونه يې نيولى وُو، ځکه چې د زمونږ پلار غضب په هغوئ کښې پوره شو.

ما داسې يو څۀ وليدل چې د اور سره ګډ د شيشې سمندر ښکارېدو، او د هغې په څنګ کښې هغه کسان ولاړ وُو چا چې په ځناور، د هغۀ په بت او د هغۀ د نوم په عدد باندې غالب شوى وُو، او د زمونږ پلار له طرف نه يې رباب نيولى وُو. هغوئ د زمونږ پلار د خادم موسىٰ سندره او د عيسىٰ، د ورى، سندره وئيله چې، ”ستا کارونه لوئ او حېرانوونکى دى، اے قادرِ مطلق پلاره! ستا لارې عادلانه او رښتينى دى، اے د قومونو بادشاها! اے پلاره، څوک به ستا نه ونۀ ويريږى او ستا نوم به جلال نۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په مخکښې به عبادت وکړى، ځکه چې ستا صادقانه کارونه ښکاره شوى دى.“

د دې نه پس ما وکتل، او په آسمان کښې عبادت خانه، يعنې د ګواهۍ خېمه، پرانستل شوه. اوۀ فرښتې چې اوۀ آفتونه ورسره وُو، د عبادت خانې نه راووتلې، چې پاکې روڼې کتانى جامې يې اغوستې وې، او د هغوئ په سينو باندې د سرو زرو کمربندونه تړلى وُو.

بيا په څلورو ژوندو مخلوقاتو کښې يو هغه اوو فرښتو ته د سرو زرو اوۀ پيالې ورکړې چې د زمونږ د پلار په غضب ډکې وې، هغه چې تل تر تله ژوندے دے. د زمونږ د پلار د جلال نه او د هغۀ د قدرت نه دود عبادت خانه ډکه کړه، او هيڅوک نۀ شو ننوتلے ترڅو چې د اوو فرښتو اوۀ آفتونه پوره نۀ شول.