چاپ شوی
کتاب

ګډوړے او يو لک څلوېښت زره کسان

وری پر صیون ولاړ دی او ورسره ۱۴۴٬۰۰۰ تنه دي چې د هغه د پلار په نوم نښه شوي، او یوه داسې سندره پېژني چې بل هېڅوک یې نه شي زده کولی. درې پرښتې له پاسه الوځي: د هر قوم لپاره زېری، د بابل سقوط، او د حیوان عبادت کوونکو ته خبرداری. بیا ځمکه ریبل کېږي او انګور لتاړل کېږي.

څپرکی 14.

ما وليدل چې ګډوړے، عيسىٰ، د صيون په غرۀ باندې ولاړ وو، او د هغۀ سره يو لک څلوېښت زره کسان وُو چې د هغۀ نوم او د هغۀ د پلار نوم يې په تندو باندې ليکلے وو. ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې د ډېرو اوبو د چغو او د زورور تالندې په شان وو، او هغه آواز چې ما واورېدو د رباب غږونکو په شان وو چې خپل رباب يې غږول. هغوئ د تخت، د څلورو ژوندو مخلوقاتو او د مشرانو په مخکښې يو نوے سندره وئيله؛ هغه سندره يوازې هغه يو لک څلوېښت زره کسان زده کولے شول چې د زمکې نه خلاص کړے شوى وُو. دا هغه کسان دى چې د ښځو سره ناپاک شوى نۀ دى، ځکه چې هغوئ کنوارۀ دى. هغوئ د عيسىٰ، ګډوړى، پسې روان دى هر ځائ ته چې هغه ځى؛ د اِنسانانو د ډلې نه اخستلے شوى دى، د زمونږ پلار او د ګډوړى دپاره د اول مېوې په شان، او د هغوئ په خولو کښې هيڅ دروغ ونۀ موندلے شول؛ هغوئ بې‌عيبه دى.

ابدى اِنجيل خورېږى

ما بل فرښته وليده چې د آسمان په مينځ کښې الوتله، او د هغې سره يو ابدى اِنجيل وو چې د زمکې اوسېدونکو ته يې اِعلان وکړى، يعنې هر قوم، هر قبيلې، هرې ژبې او هر اُمت ته. هغې په زوره آواز وکړو چې، ”د زمونږ د پلار نه ويرېږئ او هغۀ ته لوئى ورکړئ، ځکه چې د هغۀ د عدالت ساعت راغلے دے. د هغه ذات عبادت وکړئ چې آسمان، زمکه، سمندر او د اوبو چينې يې پېدا کړل.“

دوېم فرښته د هغې پسې راغله او ووئيل يې چې، ”را پرېوتو، را پرېوتو لوئ بابل چې ټولو قومونو ته يې د خپلې زناکارۍ د جوش شراب وڅکل.“

درېم فرښته د هغوئ پسې راغله او په زوره يې چغه وکړه چې، ”څوک چې د ځناور او د هغۀ د بُت عبادت کوى او د هغۀ نښان په خپل تندى يا لاس باندې اخلى، هغه به هم د زمونږ پلار د غضب هغه شراب څکى چې د هغۀ د قهر په پياله کښې ناګډوډ اچولے شوى دى، او د پاکو فرښتو او د ګډوړى په مخکښې به په اور او ګندهک کښې په عذاب کولے شى. د هغوئ د عذاب لوګے به تل تر تله پورته کيږى؛ د ځناور او د هغۀ د بُت عبادت کوونکو ته او د هغۀ د نوم نښان اخستونکو ته به نۀ په ورځ او نۀ په شپه آرام وى.“

دلته د پاکانو صبر دے، يعنې د هغو کسانو چې د زمونږ د پلار حُکمونه ساتى او په عيسىٰ باندې خپل ايمان ساتى.

ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې، ”دا وليکه: مبارک دى هغه مړى چې د اوس نه پس په مالِک کښې مرى.“ روحُ القُدس وائى چې، ”هو، هغوئ به د خپلو محنتونو نه آرام کوى، ځکه چې د هغوئ کارونه د هغوئ پسې روان دى.“

د اِبن آدم په شان يو

ما وکتل: يوه سپينه ورېځ وه، او په هغې باندې د اِبن آدم په شان يو کس ناست وو، يعنې عيسىٰ، د هغۀ په سر يوه سرو زرو تاج وو او د هغۀ په لاس کښې يوه تېره لور وه. بل فرښته د مقدس نه راووتله او هغه چا ته يې چې په ورېځ باندې ناست وو په زوره آواز وکړو چې، ”خپله لور واچوه او فصل رېبه؛ د رېبلو ساعت راغلے دے، د زمکې فصل پوره پوخ شوے دے.“ نو هغه چا چې په ورېځ باندې ناست وو خپله لور يې په زمکه باندې وڅرخوله او د زمکې فصل ورېبلے شو.

بيا بل فرښته د آسمان د مقدس نه راووتله، او د هغې سره هم يوه تېره لور وه. بل فرښته چې په اور باندې يې اختيار درلودو د قربان‌ګاه نه راغله او هغه چا ته يې چې هغه تېره لور يې نيولې وه په زوره آواز وکړو چې، ”خپله تېره لور ولېږه او د زمکې د انګورو د ونې نه مېوې راجمع کړه، ځکه چې د هغې انګور پاخۀ شوى دى.“ فرښتې خپله لور په زمکه باندې ننويستله او د زمکې د انګورو ونه يې ورېبله، او د زمونږ پلار د غضب په لوئ د انګورو په کولبه کښې يې واچوله. د انګورو کولبه د ښار د باندې وتپلے شوه، او د کولبې نه ومنه داسې روانه شوه چې د آس د لغام په لوړوالى شوه، او نژدے سل اَسيا ميله پورې لاړه.