چاپ شوی
کتاب

د سمندر نه د يو ځناور راختل

یو حیوان له سمندر څخه د اژدها له خپل تخت سره راپورته کېږي او زموږ پلار ته سپکاوی کوي، پداسې حال کې چې ټوله ځمکه د هغه رغېدلي ټپ ستاینه کوي. دوهم حیوان یو بت خبرو ته راولي، هغه څوک وژني چې عبادت یې نه کوي، او ټاکي چې څوک پېر او پلور کولی شي. دلته وفاداري د زغم معنا لري، نه د ژغورنې.

څپرکی 13.

اژدها د سمندر په شګو باندې ودرېدو. ما يو ځناور وليدو چې د سمندر نه راپورته کېدو، د هغۀ لس ښکرونه او اووۀ سرونه وُو، د هغۀ په ښکرونو لس تاجونه وُو، او د هغۀ په سرونو د خُدائ پاک د بې عزتۍ نومونه وُو. هغه ځناور چې ما وليدو د پړانګ په شان وو، د هغۀ پښې د ايږ په شان وې، او د هغۀ خوله د زمرى په شان وه. اژدها هغۀ ته خپل قوت، خپل تخت او لوئ اختيار ورکړو. د هغۀ د سرونو نه يو داسې ښکارېدو چې د مرګ زخم يې اخستے وو، خو هغه زخم روغ شو. ټوله دُنيا حېرانه شوه او د ځناور پسې روانه شوه. هغوئ د اژدها عبادت وکړو ځکه چې هغۀ ځناور ته اختيار ورکړے وو، او د ځناور عبادت يې هم وکړو، او وې وئيل چې، ”د ځناور په شان څوک دے؟ څوک ورسره جنګ کولے شى؟“

ځناور ته داسې خوله ورکړلے شوه چې لويان ووائى او د خُدائ پاک بې عزتى وکړى، او هغۀ ته اختيار ورکړلے شو چې دوه څلوېښت مياشتې کار وکړى. هغۀ خپله خوله پرانستله چې د زمونږ پلار بې عزتى وکړى — د هغۀ د نوم او د هغۀ د ځائ بې عزتى وکړى، يعنې د هغو چې په آسمان کښې اوسېږى. هغۀ ته اجازت ورکړلے شو چې د مقدسينو سره جنګ وکړى او په هغوئ غالب شى، او هغۀ ته په هره قبيله، قوم، ژبه او مُلک باندې اختيار ورکړلے شو. په زمکه باندې ټول اوسېدونکى به د هغۀ عبادت وکړى، سوائې د هغو چې نومونه يې د دُنيا د بنياد نه مخکښې د هغه ذبح شوى ګډورى د ژوندون په کتاب کښې ليکلى شوى دى. کۀ چا سره غوږ وى، نو هغه دې واورى. کۀ د چا دپاره قېد مقرر وى، نو هغه به قېد ته لاړ شى؛ کۀ څوک په تُوره وژلے کېدونکے وى، نو هغه به په تُوره وژلے شى. دلته د مقدسينو صبر او ايمان دے.

د زمکې نه دوېم ځناور

بيا ما يو بل ځناور وليدو چې د زمکې نه راپورته شو. د هغۀ د ګډورى په شان دوه ښکرونه وُو، خو د اژدها په شان يې خبرې کولې. هغه د اول ځناور ټول اختيار د هغۀ په طرف استعمالوى، او زمکه او د هغې اوسېدونکى دې ته اړ کوى چې د هغه اول ځناور عبادت وکړى، چې د مرګ زخم يې روغ شوے وو. هغه لوئې نښانې ښکاره کوى، تر دې چې د خلقو په مخکښې اور د آسمان نه زمکې ته راکوزوى. د هغو نښانو په وسيله چې هغۀ ته د ځناور په طرف د ښکاره کولو اجازت ورکړے شوے وو، هغه د زمکې اوسېدونکى دوکه کوى، او هغوئ ته وائى چې د هغه ځناور دپاره يو بُت جوړ کړى چې په تُوره ژوبل شوے وو خو بيا هم ژوندے پاتې شو. او هغۀ ته اجازت ورکړے شو چې د ځناور بُت ته ساه ورکړى، دې دپاره چې هغه بُت خبرې هم وکړى، او هر هغه څوک چې د ځناور د بُت عبادت ته انکار کوى هغه ووژل شى.

او هغه ټول خلق اړ کوى — وړوکى او لوئ، مالداره او غريب، آزاد او غُلام — چې په خپل ښى لاس يا په تندى باندې يوه نښه ولګوى، دې دپاره چې هيڅوک د دې نښې نه بغېر څۀ وا نۀ خلى او نۀ څۀ خرڅ کړى شى، دا نښه د ځناور نوم وو، يا د هغه نوم عدد وو. دلته حِکمت ته ضرورت دے: څوک چې عقل لرى هغه دې د ځناور عدد حساب کړى، ځکه چې دا د يو انسان عدد دے — ۶۶۶. a a v18 دا عدد د ”يو انسان عدد“ په توګه بيان شوے دے — يو علامتى شکل چې د انسانى بغاوت طرف ته اشاره کوى، نۀ داسې کوډ چې په لفظى حساب سره حل شى.