چاپ شوی
کتاب

د ژورو نه د حمان فرياد

يوه سندره. د قورح د زامنو زبور. د مطربانو د مشر دپاره، د محلت لعنوت په طرز باندې. د حمان اِزراحى د حکمت زبور.

تر ټولو تياره زبور. هيمان شپه او ورځ چيغې وهي، له مړو سره شمېرل شوی، د غضب لاندې ځپل شوی، او ملګري يې د هماغه پلار له خوا لرې شوي چې دی ورته دعا کوي. هغه پوښتي چې آيا قبر ستاينه کولی شي، هېڅ ځواب نه ترلاسه کوي، او زبور پرته له کوم بدلون په تيارو کې پای ته رسېږي.

څپرکی 88.

زما د خلاصون پلاره، په ورځ کښې فرياد کوم، او په شپه کښې ستا په وړاندې ژاړم. زما دُعا دې ستا په وړاندې راشى؛ خپل غوږ زما فرياد ته راواړوه. ځکه چې زما روح د مصيبتونو نه ډک دے، او زما ژوند قبر ته نژدې کيږى. زۀ د هغه کسانو په قطار کښې شمارلے شوم چې کندې ته ښکته کيږى؛ زۀ د داسې سړى په شان شوم چې طاقت نۀ لرى. د مړو په مينځ کښې پرېښودلے شوے يم، د هغه وژل شوو کسانو په شان چې په قبر کښې پراتۀ دى، چې تۀ يې نور نۀ يادوې، ځکه چې هغوئ ستا د لاس نه بيل شوى دى. تا زۀ د کندې په ژورو کښې ايښے يم، په تيارو ځايونو کښې، په ژورو کښې. ستا غضب په ما باندې درانه پروت دے، او تۀ ما په خپلو ټولو څپو باندې ډوبوې.

تا زما ملګرى زما نه ليرې کړى دى؛ تا زۀ د هغوئ دپاره د وحشت شے جوړ کړم. زۀ داسې بند کړے شوے يم چې تښتېدلے نۀ شم؛ زما سترګې د غم نه تته کيږى. هره ورځ زۀ تا رابلم، اے پلاره؛ زۀ خپل لاسونه تا ته غځوم. آيا تۀ د مړو دپاره معجزې کوې؟ آيا مړۀ شوى بيا پاڅيږى چې ستا ثناء ووايى؟

آيا ستا وفاداره مينه په قبر کښې بيانيږى، ستا وفادارى په هلاکت کښې؟ a a v11 اَبدون: عبرانى ژبه کښې د ”هلاکت“ معنىٰ لرى، د مړو د تر ټولو ژور ځائ دپاره يو نوم دے. آيا ستا معجزې په تياره کښې پېژندلے کيږى، يا ستا صداقت د هېرولو په مُلک کښې؟ خو زۀ د مدد دپاره تا ته فرياد کوم، اے پلاره؛ سحر زما دُعا ستا په وړاندې راځى. اے پلاره، تۀ ولې زما روح ردوې؟ تۀ ولې خپل مخ زما نه پټوې؟ د خپلې ځوانۍ نه زۀ په مصيبت کښې او مرګ ته نژدې يم، ما ستا ويرې زغملې دى؛ زۀ نااُميد يم. ستا سوزنده غضب په ما راغلے دے؛ ستا ويروونکى حملې ما تباه کوى. هغه د سېلاب په شان ټوله ورځ ما راګيروى؛ هغه ټول يو ځائ راباندې راټوليږى. تا مئين او دوست زما نه ليرې کړى دى؛ زما ملګرى په تياره کښې دى.