چاپ شوی
کتاب

اے زما زويه، خپل زړۀ ماته راکړه

د دسترخوان آداب، چې لاندې یې یو سخت شی پټ دی. د واکمن د خوندورو خوړو په وړاندې له ځانه خبر اوسه، او ځان د هغې شتمنۍ پسې مه ستړی کوه چې وزرونه راباسي او الوزي. په پای کې د یوه شرابي انځور دی، وهل شوی او درد نه احساسوي، او یوازې د بل جام د لټولو لپاره راویښېږي.

څپرکی 23.

کله چې تۀ د کوم حاکم سره د ډوډۍ خوړلو دپاره کښېنې، نو څۀ چې ستا مخکښې پراتۀ وى هغه ته ښۀ غور وکړه، او کۀ تۀ د خوړو حريص سړے يې، نو په خپل ستونى چاړه کېږده. د هغۀ د مزېدارو خوراکونو حرص مۀ کوه، ځکه چې هغه دوکه ورکوونکې ډوډۍ ده.

د مالدار کېدو دپاره ځان مۀ ستوماوه، دومره عقل ولره چې ځان ونيسې. لکه څنګه چې تۀ په مال مِلکيت نظر واچوې، هغه غائب شى، ځکه چې هغه ناڅاپه وزرونه راوباسى او د عقاب په شان آسمان ته الوزى.

د کنجوس سړى ډوډۍ مۀ خوره، او د هغۀ د مزېدارو خوراکونو حرص مۀ کوه، ځکه چې هغه داسې سړے دے چې تل د قيمت حساب لګوى. هغه درته وائى چې، ”خوره او څښه!“ خو د هغۀ زړۀ ستا سره نۀ وى. هغه لږ څۀ چې دې خوړلى وى هغه به قے کړې او ستا ښائسته خبرې به ضائع شوې وى.

د بېوقوف په اورېدو کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې هغه به ستا د خبرو حکمت سپک وګڼى.

د پخوانۍ حد نښه مۀ خوځوه، او د يتيمانو په پټو باندې زور مۀ کوه، ځکه چې د هغوئ خلاصونکے طاقتور دے، زمونږ پلار به ستا خلاف د هغوئ دعوىٰ کوى. a a v11 کله چې څوک په داسې يتيم ظلم کوى چې د هغۀ د حمايت دپاره هيڅوک نۀ وى، نو زمونږ پلار پخپله د هغۀ حمايت کوونکے شى او د هغۀ دعوىٰ خپله ګڼى.

خپل زړۀ نصيحت ته متوجه کړه او خپل غوږونه د علم خبرو ته.

د بچى تربيت مۀ پرېږده، کۀ تۀ هغۀ ته په لښتى سزا ورکړې، نو هغه به نۀ مرى. هغۀ ته په لښتى سزا ورکړه، او د هغۀ روح به د قبر نه بچ کړې.

اے زما زويه، کۀ ستا زړۀ عقلمند وى، نو زما خپل زړۀ به هم خوشحاله وى. زما باطن به خوشحالى وکړى کله چې ستا شونډې سمې خبرې وکړى.

ستا زړۀ دې په ګناهګارانو حسد ونۀ کړى، بلکې ټوله ورځ د زمونږ پلار په وېره کښې قائم اوسه. يقيناً يوه راتلونکې شته، او ستا اُميد به ختم نۀ شى.

اے زما زويه، واوره او عقلمند شه، او خپل زړۀ په سمه لار باندې وساته. د هغه کسانو په ډله کښې مۀ شه چې په شرابو نشه کيږى، يا د هغه کسانو چې په غوښو ځان مړوى، ځکه چې شرابى او پېټو به غريب شى، او سُستى به هغوئ ته زاړۀ شلېدلى جامې واغوندوى.

د خپل پلار خبره واوره چې تا يې پېدا کړے يې، او کله چې ستا مور زړه شى، نو هغه سپکه مۀ ګڼه. حق واخله او مۀ يې خرڅوه، حکمت، نصيحت او سمجه واخله. د صادق بچى پلار به ډېره خوشحالى وکړى، څوک چې د عقلمند زوئ پلار وى هغه به پرې خوشحاله وى. ستا پلار او مور دې خوشحاله وى، هغه چې تا يې زېږولے يې هغه دې خوشحالى وکړى.

اے زما زويه، خپل زړۀ ماته راکړه، او ستا سترګې دې زما په لارو خوشحالې وى. ځکه چې کنجره يو ژور کندے دے، او بدکاره ښځه يوه تنګه کوهى ده. هغه د ډاکو په شان ګهات کوى او ډېر سړى د بې وفايۍ لار ته بوځى.

په چا کښې بدحالى ده؟ څوک غمژن دے؟ د چا جګړې دى؟ د چا شکايتونه دى؟ چا له بې سببه زخمونه دى؟ د چا سترګې سرې دى؟ هغه کسان چې د شرابو سره ډېر ناست وى، هغه کسان چې د ګډوو شرابو جامونه څکلو له ځى. په شرابو مۀ ګوره کله چې هغه سرۀ وى، کله چې هغه په جام کښې ځلېږى او په آسانۍ تېر شى. آخر کښې هغه د مار په شان چيچى او د زهرجن مار په شان خوږوى. ستا سترګې به عجيب شيان وينى، او ستا زړۀ به ګډوډې خبرې کوى. تۀ به د هغه چا په شان يې چې د سمندر په مينځ کښې پرېوتے وى، د هغه چا په شان چې د بېړۍ د ستن په سر پرېوتے وى. ”هغوئ زۀ ووهلم، خو ما درد محسوس نۀ کړو، هغوئ ما ته ګوزارونه وکړل، خو زۀ پرې خبر نۀ شوم. کله به زۀ راويښ شم؟ زۀ به بل څښاک ولټوم.“