چاپ شوی
کتاب

بدبخته تسلى ورکوونکى

ایوب هغوی بدبخت تسلي‌ورکوونکي بولي او وايي چې که ځایونه یې بدل وای، هغه هم وینا کولی شوای. هغه خدای د یوه جنګیالي په توګه بیانوي چې له غاړې یې ونیو او د نښې په توګه یې ودراوه. بیا هم ټینګار کوي چې په آسمان کې د هغه لپاره یو شاهد ولاړ دی.

څپرکی 16.

بيا ايوب جواب ورکړو چې، ”ما د دې په شان ډېرې خبرې اورېدلې دى؛ تاسو ټول بدبخته تسلى ورکوونکى ياست. ستا د بادي خبرو پاے نشته؟ څۀ شى دې مجبوره کوى چې تۀ همېشه جواب ورکوې؟ زۀ هم ستا په شان خبرې کولے شم، کۀ تۀ زما په ځائ کښې وې؛ زۀ ستا خلاف خبرې سره جوړولے شم او تا ته سر خوزولے شم. خو زۀ به تا د خپلې خولې په وسيله زړۀ ورکوم، او زما د شونډو تسلى به ستا درد کم کړى. کۀ زۀ خبرې وکړم، زما درد کم نۀ شى؛ او کۀ زۀ چپ شم، نو څۀ شى زما نه ليرې کيږى؟ يقيناً اوس خُدائ پاک زۀ ستړے کړے يم؛ تا زما ټوله ډله برباد کړې ده. تا زۀ وچ کړے يم، او دا ګواه شوے دے؛ زما لاغري زما خلاف پاڅيږى او زما په مخ کښې ګواهى ورکوى. د هغۀ غضب زۀ څيرلے يم او حمله يې راباندې کړې ده؛ هغۀ خپل غاښونه راباندې کرېچلى دى؛ زما دُشمن خپلې سترګې په ما ايښې دى. خلقو خپلې خولې په ما پرانستلې دى؛ د سپکاوى په طور يې زما مخ ته څپيړه راکړې ده؛ هغوئ زما خلاف يو ځائ خُدائ پاک زۀ ظالمانو ته سپارى او د بدکارانو په منګولو کښې مې اچوى. زۀ آرامه وم، او هغۀ زۀ مات کړم؛ د غاړې نه يې ونيولم او ټوټې ټوټې يې کړم؛ هغۀ زۀ د خپلې نښانې په توګه ودرولم. د هغۀ تير‌اندازان زۀ راچاپېره کوى؛ هغه بې‌رحمه زما ګُردې څيرى او زما زهره په زمکه توئوى. هغه زۀ په ضربه پسې ضربه ماتوى؛ د يو جنګياليى په شان راباندې حمله کوى. ما د خپلې پوستکى په سر د ماتم جامې ګنډلې دى او خپله تندے مې په خاورو کښې ښخ کړے دے. زما مخ د ژړا نه سور شوے دے، او زما د سترګو په پاڼو باندې ژور سيورے پروت دے، اګرچې زما په لاسونو کښې هيڅ ظلم نشته او زما دُعا پاکه ده. اے زمکې، زما وينه مۀ پټوه، او زما فرياد دې د آرام هيڅ ځائ ونۀ مومى. اوس هم، زما ګواه په آسمان کښې دے، او زما وکيل په اوچت ځائ کښې دے. زما ملګرى په ما مسخرې کوى؛ زما سترګې خُدائ پاک ته اوښکې تويوى، چې هغه به د يو انسان دپاره د خُدائ پاک په حضور کښې وکالت وکړى، ځکه چې يواځې څو کاله به تېر شى، او بيا به زۀ هغه لار ته لاړ شم چې بيرته راتګ نشته.“