پلار د خپل صادق بادشاه وعده کوى
شپانه رمه خوره ورې کړه، نو زموږ پلار به یې پخپله راټوله کړي او د داؤد څخه به یو صادق ښاخ راپورته کړي، چې نوم به یې څښتن زموږ صداقت وي. بیا هغه د هغو پېغمبرانو پر ضد ګرځي چې خپل خوبونه ویني او د هغه د کلام په نوم یې پلوري. هغه داسې لرې پلار نه دی چې ونشي لیدای.
23 1”په هغه شپونو افسوس دے چې زما د څرځائ ګډې هلاکوى او خوروى!“ زمونږ پلار فرمائى. 2نو د اِسرائيل زمونږ پلار د هغو شپونو په حقله چې زما د قوم پالنه کوى داسې فرمائى چې، ”تاسو زما ګله خوره کړله او شړلې مو ده، او پالنه مو يې ونۀ کړله. نو اوس زۀ به تاسو ستاسو د کړو شرارتونو ذمه وار ګرځوم، زمونږ پلار فرمائى. 3بيا زۀ به د خپلې ګلې پاتې شوى ټوله د هغو ټولو ملکونو نه چې کوم ته مې هغوئ شړلى وُو، راټولوم، او خپل څرځائ ته به يې بيا راولم، او هغوئ به زېږنده شى او زياتيږى به. 4زۀ به پر هغوئ باندې داسې شپون ودروم چې پالنه به يې کوى؛ هغوئ به نور نۀ يرېږى او نۀ به حېران کيږى، او يو هم به ترې ورک نۀ شى، زمونږ پلار فرمائى. 5ګوره، هغه ورځې راروانې دى، زمونږ پلار فرمائى، کله چې زۀ به داؤد له يوه صادقه څانګه راپورته کړم، او هغه به د بادشاه په شان حکومت کوى او په حکمت به کار کوى، او په دې ملک کښې به اِنصاف او صداقت جارى کوى. 6د هغۀ په ورځو کښې به يهوداه خلاصون مومى، او اِسرائيل به په سلامتۍ کښې اوسيږى. او دا هغه نوم دے چې په دې نامه به هغه ياديږى: مالِک زمونږ صداقت.“
7”نو هغه ورځې راروانې دى، زمونږ پلار فرمائى، کله چې هغوئ به نور داسې نۀ وائى چې، ’په دې قسم چې ستاسو پلار ژوندے دے، هغه چې د اِسرائيل قوم يې د مصر نه راوېستلو،‘ 8بلکې به داسې وائى چې، ’په دې قسم چې ستاسو پلار ژوندے دے، هغه چې د اِسرائيل د کور اولاد يې د شمال د ملک نه او د هغو ټولو ملکونو نه چې کوم ته يې هغوئ شړلى وُو، راپورته کړل او بېرته يې راوستل.‘ بيا به هغوئ په خپله زمکه اوسيږى.“
پلار دروغژن نبيان بربنډوى
9د نبيانو په حقله: زما زړۀ مات شوے دے؛ زما ټول هډوکى لړزيږى. زۀ د نشه کړى سړى په شان يم، د هغه چا په شان چې شراب پرې غالب شوى وى، د زمونږ پلار او د هغۀ د پاکو خبرو په سبب. 10ځکه چې دا ملک د زناکارانو نه ډک دے؛ د لعنت په سبب دا ملک ماتم کوى، او د بيابان څرځايونه وچ شوى دى. د هغوئ لارې شرارت دى، او هغوئ د خپل طاقت نه ناجائز فائده اخلى.
11”نبى او کاهن دواړه بېدينه دى؛ حتىٰ زۀ خپل کور کښې هم د هغوئ شرارت موندلے دے، زمونږ پلار فرمائى. 12نو ځکه د هغوئ لار به دوئ له په تيارۀ کښې د ښوئېدونکو لارو په شان شى، چې کوم ته به هغوئ وشړلے شى او ولوېږى به؛ ځکه چې زۀ به د هغوئ د سزا په کال کښې پر هغوئ باندې آفت راولم، زمونږ پلار فرمائى. 13د سامريه په نبيانو کښې مې يو کرکجن کار وليدو: هغوئ د بعل په نامه نبوت کولو او زما قوم اِسرائيل يې بې لارې کړو. 14خو د يروشلم په نبيانو کښې مې يو هولناک کار ليدلے دے: هغوئ زنا کوى، په دروغو ژوند تېروى، د بدکارانو لاسونه ساتى، نو هيڅوک د خپل شرارت نه نۀ ګرځى. هغوئ ټول ما له د سدوم په شان شوى دى، او د هغه خلق د عموره په شان.
15نو د آسمان د لښکرو پلار د نبيانو په حقله داسې فرمائى: زۀ به هغوئ ته تريخ خوراک ورکوم او زهرجنې اوبۀ به ورکوم، ځکه چې د يروشلم د نبيانو نه بېدينى په ټول ملک کښې خوره شوې ده.
16د آسمان د لښکرو پلار داسې فرمائى: هغه نبيانو ته غوږ مۀ نيسئ چې تاسو ته نبوت کوى؛ هغوئ تاسو د دروغو په اُميد ډکوى، او داسې رويتونه بيانوى چې د خپل زړۀ نه وى، نۀ زما د خولې نه. 17هغوئ هغه کسانو ته چې زما د کلام سپکاوے کوى تل وائى چې، ’تاسو له به سلامتى وى،‘ او هر هغه چا ته چې په ضد سره د خپل زړۀ پسې ځى هغوئ وائى چې، ’پر تاسو باندې به هيڅ آفت نۀ راځى.‘“
18ځکه چې په هغوئ کښې چا د زمونږ پلار په مجلس کښې دريدلى چې د هغۀ کلام ووينى او واورى؟ چا د هغۀ کلام ته پاملرنه کړې او اورېدلے يې دے؟ 19ګوره، د زمونږ پلار طوفان په قهر کښې راوتلے دے، يو ګرځنده طوفان؛ دا به د بدکارانو په سرونو باندې چاودى. 20د زمونږ پلار غصه به نۀ ماتيږى ترڅو چې هغه د خپل زړۀ اِرادې پوره پوره نۀ وى سرته رسولې. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو دا ښۀ پوه شئ.
21”ما دا نبيان نۀ وُو لېږلى، خو هغوئ وځغستل؛ ما ورته خبره نۀ وه کړې، خو هغوئ نبوت وکړو. 22خو کۀ هغوئ زما په مجلس کښې دريدلى وَى، نو زما خبرې به يې زما قوم ته رسولې وَى او د هغوئ د بدې لارې نه او د هغوئ د کارونو د شرارت نه به يې هغوئ راګرځولى وَى. 23آيا زۀ يواځې نزدې ستاسو پلار يم، زمونږ پلار فرمائى، او لرې ستاسو پلار نۀ يم؟ 24آيا څوک داسې پټو ځايونو کښې پټېدلے شى چې زۀ يې ونۀ وينم؟ زمونږ پلار فرمائى. آيا زۀ آسمان او زمکه نۀ ډکوم؟ زمونږ پلار فرمائى.“
25”ما د هغو نبيانو خبرې اورېدلې دى چې زما په نامه دروغ نبوت کوى، او دا دعوىٰ کوى چې، ’ما خوب وليدو! ما خوب وليدو!‘ 26تر کله به د هغو نبيانو زړونه د دروغو نه ډک وى چې د خپلو زړونو د فرېب نبوت کوى؟ 27هغوئ دا منصوبه لرى چې زما قوم زما نوم د هغو خوبونو په وسيله هېر کړى چې يو بل ته يې بيانوى، لکه څنګه چې د هغوئ پلار نيکونو زما نوم د بعل په سبب هېر کړو. 28پرېږده چې کوم نبى سره چې خوب وى هغه خپل خوب بيان کړى، خو هغه چا ته چې زما کلام وى، دې زما کلام په وفادارۍ سره ووايى. بوسو له د غنمو سره څۀ تعلق دے؟ زمونږ پلار فرمائى. 29آيا زما کلام د اور په شان نۀ دے، زمونږ پلار فرمائى، او د هغه ساتوړ په شان چې تيږه ماتوى؟“
30”نو ځکه، ګوره، زۀ د هغو نبيانو خلاف يم، زمونږ پلار فرمائى، چې زما خبرې يو له بله نه غلا کوى. 31ګوره، زۀ د هغو نبيانو خلاف يم، زمونږ پلار فرمائى، چې خپلې ژبې رپوى خو بيا وائى چې، ’خُدائ پاک فرمائى.‘ 32زۀ د هغو کسانو خلاف يم چې د دروغو خوبونو نبوت کوى، زمونږ پلار فرمائى؛ هغوئ يې بيانوى او زما قوم په خپلو دروغو او بې پروا لافو سره بې لارې کوى. ما هغوئ نۀ وُو لېږلى او نۀ مې امر ورکړے وو، او هغوئ دې قوم ته هيڅ فائده نۀ رسوى، زمونږ پلار فرمائى.“
تاسو پخپله بوجه ياست
33”کله چې دا قوم، يا کوم نبى، يا کوم کاهن پوښتنه وکړى چې، ’د زمونږ پلار بوجه څۀ ده؟‘ نو هغوئ ته ووايه چې، ’تاسو پخپله بوجه ياست! زۀ به تاسو لرې غورزوم، زمونږ پلار فرمائى.‘ a a v33 دا لفظ چې ”وحى“ معنىٰ لرى هغه ”بوجه“ معنىٰ هم لرى. خلق پېغام غواړى؛ زمونږ پلار جواب ورکوى چې د هغوئ خپله بېايمانى هغه بوجه ده چې هغه به يې کوز کړى. 34هغه نبى، کاهن، يا هغه کس چې وائى، ’د زمونږ پلار بوجه،‘ زۀ به هغه سړى او د هغۀ کورنۍ ته سزا ورکوم. 35په تاسو کښې هر يو دې خپل ګاونډى او ورور ته ووايى چې، ’زمونږ پلار څۀ جواب ورکړو؟‘ يا ’زمونږ پلار څۀ وفرمائيل؟‘ 36خو بيا هيچرې مۀ وايئ چې ’د زمونږ پلار بوجه،‘ ځکه چې د هر سړى خپل کلام د هغۀ بوجه ګرځى؛ تاسو د آسمان د لښکرو د ژوندى پلار خبرې اړولې دى. 37نبى ته دا ووايه چې، ’زمونږ پلار تا له څۀ جواب درکړو؟‘ يا ’زمونږ پلار څۀ وفرمائيل؟‘ 38خو کۀ تاسو وايئ چې، ’د زمونږ پلار بوجه،‘ نو زمونږ پلار داسې فرمائى: ځکه چې تاسو دا خبرې وکړلې، ’د زمونږ پلار بوجه،‘ سره د دې چې ما تاسو ته پېغام ولېږلو چې، ’مۀ وايئ، د زمونږ پلار بوجه،‘ 39نو ګوره، زۀ به خامخا تاسو د بوجه په شان پورته کوم او زما د مخې نه به مو لرې غورزوم—تاسو او هغه ښار چې ما تاسو او ستاسو پلار نيکونو ته درکړے وو. 40او زۀ به پر تاسو باندې د تل بې عزتى او هغه پاتې رسوائى راولم چې هيچرې به نۀ هيريږى.‘“