چاپ شوی
کتاب

د موسىٰ د رُخصت وينا

په يو سل شلو کلنۍ کې موسیٰ کار سپاري: زموږ پلار مخکې ځي او هېڅکله به تاسو پرېنږدي، يوشع به مشري کوي. شريعت ليکل کېږي، ترڅو هر اووم کال ټولو ته، د ماشومانو په ګډون، په لوړ غږ ولوستل شي. يوه سندره ورزده کېږي، ځکه چې هغه پوهېږي چې دوی به مخ واړوي.

څپرکی 31.

بيا موسىٰ لاړو او دا خبرې يې ټولو اِسرائيلو ته وکړې. هغۀ ورته ووئيل چې، ”زۀ نن سل شل کلن يم، نور نۀ شم تلے راتلے، او زما پلار راته فرمائيلى دى چې، ’تۀ به له دې اُردن نه پورې نۀ شې.‘ ستاسو پلار به پخپله ستاسو مخکښې پورې شى، هغه به دا قومونه ستاسو په مخکښې هلاک کړى او تاسو به هغوئ وشړئ. يوشع به ستاسو مخکښې پورې شى، لکه څنګه چې زمونږ پلار فرمائيلى دى. زمونږ پلار به له هغوئ سره هغه شان وکړى لکه څنګه چې هغۀ له سيحون او عوج سره وکړل چې د اموريانو بادشاهان وُو، او د هغوئ له مُلک سره هم، کله چې هغۀ هغوئ هلاک کړل. زمونږ پلار به هغوئ تاسو ته درکړى او تاسو له هغوئ سره په هغه شان وکړئ لکه څنګه چې ما تاسو ته حُکم درکړے دے. زړۀ ور او دلېر اوسئ. له هغوئ نه مۀ يرېږئ او مۀ وېرېږئ، ځکه چې ستاسو پلار له تاسو سره روان دے، هغه به تاسو هيچرې پرېنږدى او نۀ به مو هيچرې ترک کړى.“

موسىٰ يوشع راوغوښتو او د ټولو اِسرائيلو په مخکښې يې ورته ووئيل چې، ”زړۀ ور او دلېر اوسه، ځکه چې تۀ به له دې خلقو سره هغه مُلک ته ننوځې چې زمونږ پلار د هغوئ د پلرونو سره د ورکولو قسم خوړلے وو، او تۀ به دا هغوئ ته د ميراث په توګه ورکړې. زمونږ پلار به پخپله ستا مخکښې روان وى، هغه به له تا سره وى. هغه به تا هيچرې پرېنږدى او نۀ به دې هيچرې ترک کړى. مۀ يرېږه او زړۀ مۀ خرابوه.“

اِسرائيل ته د شريعت سپارل

موسىٰ دا شريعت وليکلو او هغه يې کاهنانو ته ورکړو چې د لاوى زامن وُو او د زمونږ پلار د لوظ صندوق يې وړلو، او د اِسرائيلو ټولو مشرانو ته هم. بيا موسىٰ هغوئ ته حُکم ورکړو چې، ”د هرو اوو کالو په اخر کښې، د معافۍ د کال په مقرر وخت کښې، د سيورو د اختر په موقع، a a v10 د سيورو اختر: د منۍ د فصل يو اونيزه خوشحالى چې کورنۍ به عارضى سيورى جوړول او پکښې به اوسېدلې دې دپاره چې د اِسرائيلو د بيديا سفر راياد کړى. کله چې ټول اِسرائيل ستاسو د پلار په مخکښې په هغه ځائ کښې راشى چې هغه يې غوره کوى، نو دا شريعت ټولو اِسرائيلو ته په اوچت آواز ولولئ. خلق راجمع کړئ، سړى، ښځې، بچى او هغه پردے چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دې دپاره چې واورى، زده کړى او ستاسو له پلار نه ويريږى، او د دې شريعت ټولې خبرې وساتى او عمل پرې وکړى. بيا به د هغوئ بچى چې دا شريعت نۀ پيژنى، واورى او ستاسو له پلار نه د ويرېدو زده کړى، تر هغه ټولو ورځو چې تاسو په هغه مُلک کښې ژوندى ياست چې د لاس ته راوړلو دپاره اُردن پرې پورې کوئ.“

زمونږ پلار يوشع مقرروى

زمونږ پلار موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”ستا مرګ نزدے دے. يوشع راوغواړه او د ملاقات په خېمه کښې ځانونه حاضر کړئ، زۀ به هغه مقرروم.“ نو موسىٰ او يوشع لاړل او د ملاقات په خېمه کښې يې ځانونه حاضر کړل.

بيا زمونږ پلار په خېمه کښې د وريځو په يوه ستن کښې څرګند شو، او د وريځو ستن د خېمې په دروازه ودرېده. او زمونږ پلار موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”تۀ به ژر له خپلو پلرونو سره وسرېږې. بيا به دا خلق پاڅى او د هغه مُلک د پردو بتانو په پسې به بدکارى کوى چې ورننوځى، او ما به پرېږدى او هغه لوظ به مات کړى چې ما ورسره کړے وو. په هغه ورځ به زما غضب د هغوئ په خلاف بل شى. زۀ به هغوئ پرېږدم، خپل مخ به ترې پټ کړم، او هغوئ به تباه شى. ډېرې آفتونه او تکليفونه به پرې راشى. په هغه ورځ به هغوئ ووائى چې، ’آيا دا آفتونه ځکه نۀ دى پرے راغلى چې زمونږ خُدائ پاک له مونږ سره نۀ دے؟‘ زۀ به په هغه ورځ ضرور خپل مخ پټ کړم، د هغه ټول بدکار په وجه چې هغوئ کړے دے، او نورو بتانو ته اوښتى دى.

نو اوس دا سندره ځان دپاره وليکه او د اِسرائيلو اولاد ته يې زده کړه، د هغوئ په خولو کښې يې کېږده، دې دپاره چې دا سندره زما دپاره د اِسرائيلو د اولاد په خلاف ګواه وى. کله چې زۀ هغوئ هغه مُلک ته راولم چې په کښې شيدې او شات بهيږى، او چې د هغوئ د پلرونو سره مې يې قسم خوړلے وو، نو هغوئ به خورى، مړ او چاغ به شى، نورو بتانو ته به واوړى او عبادت به يې کوى، ما به سپک ګڼى او زما لوظ به مات کړى. کله چې ډېرې آفتونه او تکليفونه پرې راشى، نو دا سندره به د ګواه په توګه د هغوئ مخکښې ودريږى، ځکه چې د هغوئ د اولاد له خولو نه به هيره نۀ شى. ځکه چې زۀ پوهيږم چې هغوئ نن څۀ په زړۀ کښې لرى، تر دې مخکښې چې زۀ هغوئ هغه مُلک ته راولم چې د ورکولو قسم مې خوړلے وو.“

نو موسىٰ دا سندره په هم هغه ورځ وليکله او د اِسرائيلو اولاد ته يې زده کړه.

بيا زمونږ پلار د نون زوئ يوشع مقرر کړو چې، ”زړۀ ور او دلېر اوسه، ځکه چې تۀ به د اِسرائيلو اولاد هغه مُلک ته راولې چې د ورکولو قسم مې خوړلے وو، او زۀ به پخپله له تا سره يم.“

کله چې موسىٰ د دې شريعت خبرې له اوله تر اخره په يوه کتاب کښې ليکلو نه فارغ شو، نو هغۀ لاويانو ته حُکم ورکړو چې د زمونږ پلار د لوظ صندوق يې وړلو چې، ”د شريعت دا کتاب واخلئ او د خپل پلار د لوظ د صندوق سره يې کېږدئ، دې دپاره چې هلته ستاسو په خلاف د ګواه په توګه پاتې شى. ځکه چې زۀ ستاسو سرکشى او ضد پيژنم. اوس هم چې زۀ نن له تاسو سره ژوندے يم، تاسو د زمونږ پلار په خلاف سرکشى کوئ، نو زما له مرګ نه پس به نوره څومره زياته نۀ کوئ! ستاسو د قبيلو ټول مشران او عملدار راجمع کړئ، دې دپاره چې زۀ دا خبرې هغوئ ته وکړم او آسمان او زمکه د هغوئ په خلاف ګواه راوغواړم. ځکه چې زۀ پوهيږم چې زما له مرګ نه پس به تاسو ټول بالکل خراب شئ او له هغه لارې نه به واوړئ چې ما درته حُکم کړے دے. او په راتلونکو ورځو کښې به آفت پر تاسو راشى، ځکه چې تاسو به هغه بدى کوئ چې د زمونږ پلار په نظر کښې بده ده، او د خپلو لاسونو په کار به يې غضبناکوئ.“

موسىٰ د دې سندرې خبرې له اوله تر اخره د اِسرائيلو ټول مجلس ته واورولې.