چاپ شوی
کتاب

پولوس د فيستوس په مخکښې د اِلزامونو سره مخامخ کيږى

يو نوی والي قضيه په ميراث وړي او د کمين زوړ پلان بيرته راژوندی کېږي. د دې پر ځای چې يروشلم ته ولېږل شي، پولس قيصر ته عرض کوي او فستوس يې مني. فستوس په خصوصي توګه مني چې شخړه د عيسىٰ په نوم د يو مړي سړي پر سر ده چې پولس ټينګار کوي ژوندی دی.

څپرکی 25.

کله چې فيستوس دې صوبې ته راغلو، نو درې ورځې پس هغه د قيصريه نه يروشلم ته لاړو. هلته مشرانو کاهنانو او د يهوديانو مشرانو د پولوس په خلاف خپل دعوىٰ وړاندې کړو او هغۀ ته يې زارى کوله، دا احسان يې ترې غوښتو چې پولوس دې يروشلم ته راوغواړى، ځکه چې هغوئ د لارې په سر د هغۀ د وژلو دپاره کمين نيولے وو. خو فيستوس جواب ورکړو چې پولوس په قيصريه کښې بندى دے او هغه به پخپله ډېر ژر هلته لاړ شى. هغۀ ووئيل چې، ”نو ستاسو په مينځ کښې چې څوک د دې قابل وى، هغوئ دې زما سره راشى او کۀ د دې سړى سره کوم غلطى وى، نو په هغۀ باندې دې اِلزام ولګوى.“

فيستوس د هغوئ سره د اته يا لس ورځو نه زياته ونۀ ايسته، بيا هغه قيصريه ته لاړو. بل ورځ هغه د عدالت په کُرسۍ کښيناستو او حُکم يې ورکړو چې پولوس دې راوستے شى. کله چې پولوس راغلو، نو هغه يهوديان چې د يروشلم نه راغلى وُو، هغۀ ته راچاپېره شول او هغۀ باندې يې ډېر سخت اِلزامونه ولګول، خو هغوئ يې ثابتولے نۀ شواى. پولوس د خپل دفاع دپاره جواب ورکړو چې، ”ما نۀ د يهوديانو د شريعت په خلاف، نۀ د بيت المُقدس او نۀ د قيصر په خلاف څۀ غلطى کړې ده.“

خو فيستوس چې غوښتل يهوديان خوشحاله کړى، پولوس ته يې ووئيل چې، ”آيا تۀ به يروشلم ته لاړ شې چې هلته زما په مخکښې د دې اِلزامونو مُقدمه وڅېړلے شى؟“

پولوس ووئيل چې، ”زۀ د قيصر د عدالت په مخکښې ولاړ يم، چرته چې زما فيصله کېدل په کار دى. ما په يهوديانو باندې کوم ظلم نۀ دے کړے، لکه څنګه چې تۀ پخپله دا ښۀ پوهيږې. کۀ ما کوم غلطى کړې وى او د مرګ لائق کوم کار مې کړے وى، نو زۀ به د مرګ نه اِنکار ونۀ کړم. خو کۀ د دې سړو اِلزامونه چې زما په خلاف دى بې بنياده وى، نو هيڅوک مې هغوئ ته سپارلے نۀ شى. زۀ د قيصر نه اِنصاف غواړم.“

فيستوس د خپل مشورتى مجلس سره مشوره وکړه او بيا يې جواب ورکړو چې، ”تا د قيصر نه اِنصاف غوښتے دے، نو قيصر ته به لاړ شې.“

څو ورځې پس بادشاه اګرِپا او برنيکے قيصريه ته راغلل او فيستوس ته يې سلام وکړو. کله چې هغوئ هلته ډېرې ورځې تېرولې، نو فيستوس د پولوس مُقدمه بادشاه ته وړاندې کړه چې، ”دلته يو سړے دے چې فيلِکس په بنديخانه کښې پرېښودو. کله چې زۀ په يروشلم کښې وم، نو مشرانو کاهنانو او د يهوديانو مشرانو هغۀ باندې اِلزام ولګولو او زما نه يې غوښتل چې د هغۀ خلاف فيصله ورکړم. ما هغوئ ته ووئيل چې دا د روميانو دستور نۀ دے چې د ملامت کړے شوى سړى هغه وخت تر چا باندې وسپارى، ترڅو چې هغه د خپلو ملامتوونکو سره مخامخ نۀ شى او د اِلزام په خلاف د خپل دفاع موقع ونۀ مومى. نو کله چې هغوئ دلته راغونډ شول، نو ما څۀ ځنډ ونۀ کړو، بل ورځ زۀ د عدالت په کُرسۍ کښيناستم او حُکم مې ورکړو چې هغه سړے دې راوستے شى. خو کله چې د هغۀ ملامتوونکى پاڅېدل، نو هغوئ هغه کوم مُجرمانه اِلزامونه ونۀ لګول چې ما يې اُميد کولو. بلکې هغوئ د خپل دين په حقله او د يو مړى سړى په حقله چې نوم يې عيسىٰ وو او پولوس وائى چې هغه ژوندے دے، د هغۀ سره څۀ اِختلافونه لرل. ما د دې مسئلې د تحقيق په حقله نۀ پوهېدم چې څۀ وکړم، نو ما هغۀ نه پوښتنه وکړه چې آيا هغه راضى دے چې يروشلم ته لاړ شى او هلته د دې اِلزامونو مُقدمه وڅېړلے شى. خو ځکه چې پولوس اِنصاف وغوښتو چې د بادشاه د فيصلې دپاره دې بندى وساتلے شى، نو ما حُکم ورکړو چې هغه دې تر هغه وخته بندى وساتلے شى ترڅو چې زۀ هغه قيصر ته ولېږم.“

اګرِپا فيستوس ته ووئيل چې، ”زۀ به پخپله هم دا سړے اورم.“ فيستوس ووئيل چې، ”سبا به يې تۀ اورې.“

پولوس د اګرِپا او برنيکے په مخکښې ودريږى

بل ورځ اګرِپا او برنيکے په ډېر شان و شوکت سره راغلل او د فوجى سردارانو او د ښار د مشرانو خلقو سره دربار ته ننوتل. د فيستوس په حُکم پولوس راوستے شو. فيستوس ووئيل چې، ”اے بادشاه اګرِپا، او تاسو ټول چې زمونږ سره ياست، تاسو دا سړے وينئ. د ټولو يهوديانو جماعت زما نه د هغۀ په حقله زارى وکړه، هم په يروشلم کښې او هم دلته، او چغې يې وهلې چې دا سړے بايد نور ژوندے پاتې نۀ شى. خو کله چې ما د مرګ لائق کوم څيز ونۀ موندو او ځکه چې هغۀ پخپله د بادشاه نه اِنصاف وغوښتو، نو ما فيصله وکړه چې هغه ولېږم. زما سره د هغۀ په حقله کوم پخه خبره نشته چې خپل مالِک ته يې وليکم، نو ځکه مې هغه ستاسو ټولو په مخکښې راوستو، خاص د تا په مخکښې، اے بادشاه اګرِپا، چې د دې تحقيق نه پس زۀ د ليکلو دپاره څۀ ومومم. ځکه چې ما ته دا بې عقلى معلوميږى چې يو بندى ولېږم او د هغۀ خلاف اِلزامونه ونۀ ښايم.“