قرنتس ته فضل او سلامتى
د پولوس تر ټولو شخصي لیک، چې د رنځونو په منځ کې د خپل خدمت دفاع کوي او یوازې په کمزورۍ ویاړي، چېرته چې د خدای قدرت بشپړېږي.
1 1زۀ پولوس چې د زمونږ پلار په رضا د مسيح عيسىٰ رسول يم، او زمونږ ورور تيموتيس، د قرنتس ښار کښې زمونږ د پلار کليسا ته او په ټول اخيه کښې ټولو مقدسينو ته: 2زمونږ د پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح له خوا دې پر تاسو فضل او سلامتى وى.
د هر ډول تسلۍ پلار
3زمونږ پلار دې مبارک وى، چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار دے، د رحم پلار او د هر ډول تسلۍ پلار دے، 4چې زمونږ په ټولو تکليفونو کښې يې مونږ ته تسلى راکوى، دې دپاره چې مونږ هم هغه نورو ته په خپلو ټولو تکليفونو کښې تسلى ورکولے شُو په هغه تسلۍ سره چې مونږ پخپله زمونږ د پلار نه مومُو. 5لکه څنګه چې د مسيح تکليفونه زمونږ په حِصه ډېر راځى، هم هغه شان زمونږ تسلى هم د مسيح په وسيله ډېره راځى. 6کۀ مونږ تکليف ګالُو، نو دا ستاسو د تسلۍ او خلاصون دپاره دى؛ او کۀ مونږ ته تسلى راکولے شى، نو دا هم ستاسو د تسلۍ دپاره ده، چې هغه وخت پوره کيږى کله چې تاسو په صبر سره هم هغه تکليف ګالئ چې مونږ يې ګالُو. 7ستاسو په حقله زمونږ اُميد ټينګ دے، ځکه چې مونږ ته معلومه ده چې لکه څنګه تاسو په تکليفونو کښې شريک يئ، هم هغه شان تاسو په تسلۍ کښې هم شريک يئ.
8اے وروڼو او خويندو، مونږ غواړُو چې تاسو د هغه تکليف نه خبر شئ چې مونږ په آسيا کښې ورسره مخامخ شُو: مونږ ته د برداشت نه ډېر زيات بوج راپرېوتو، چې حتىٰ د ژوندون نه هم مونږ نا اُميده شُو. 9داسې مونږ ته ښکارېدل لکه چې مونږ ته د مرګ سزا ورکړے شوے وى، دې دپاره چې مونږ پر خپل ځان باندې نه، بلکې زمونږ پر پلار باندې بهروسه وکړو چې مُړى راژوندى کوى. 10هغۀ مونږ د داسې خطرناک مرګ نه خلاص کړو، او بيا به هم مونږ خلاصوى؛ مونږ پر هغۀ خپل اُميد لګولے دے چې هغه به مونږ خلاصولو ته دوام ورکوى، 11کله چې تاسو هم په خپلو دُعاګانو سره زمونږ مدد کوئ، دې دپاره چې د ډېرو خلقو په دُعاګانو سره چې مونږ ته فضل راکولے شى، نو ډېر کسان به زمونږ د طرف نه شکر اَدا کوى.
د پولوس د منصوبو بدلون
12ځکه چې زمونږ فخر دا دے: زمونږ ضمير ګواهى ورکوى چې مونږ په دې دُنيا کښې — خصوصاً تاسو ته — زمونږ د پلار په پاکۍ او خلوص سره ژوند تېر کړو، نه د دُنياوى حِکمت سره بلکې زمونږ د پلار په فضل سره. 13مونږ تاسو ته هيڅ شے داسې نۀ ليکُو مګر هغه چې تاسو يې لوستلے شئ او حتىٰ پوهېدلے هم شئ، او زۀ اُميد لرم چې تاسو به پوره پوره پوه شئ، 14لکه څنګه چې تاسو زمونږ په حقله يو څۀ پوه شوى يئ: چې زمونږ د مالِک عيسىٰ په ورځ به تاسو زمونږ فخر کوئ لکه څنګه به مونږ ستاسو فخر کوُو.
15په دې اِعتماد سره ما اِراده وکړه چې اول تاسو ته راشم، دې دپاره چې تاسو ته دوېم ځلى فضل ورسى. 16ما دا منصوبه جوړه کړه چې د مکدُنيه په لار کښې تاسو ته راشم، او د مکدُنيه نه بيا تاسو ته راستون شم، او تاسو ما يهوديه ته ولېږئ. 17نو کله چې ما دا منصوبه جوړوله، نو آيا زۀ بې قراره وم؟ يا آيا زۀ د جسم په مطابق منصوبې جوړوم چې يو ځل هو هو او بيا نه نه وايم؟ 18خو لکه څنګه چې زمونږ پلار وفادار دے، هم هغه شان رښتيا دا ده چې تاسو ته زمونږ خبره ”هو“ او ”نه“ نۀ وه. 19ځکه چې زمونږ د پلار زوئ، عيسىٰ مسيح، چې د سيلوانوس، تيموتيس او زما په وسيله ستاسو په مينځ کښې اِعلان شو، هغه ”هو“ او ”نه“ نۀ وو، بلکې په هغۀ کښې تل ”هو“ وو. 20زمونږ پلار چې څومره وعدې کړې وې، هغه ټولې په هغۀ کښې ”هو“ دى؛ نو د هغۀ په وسيله هم مونږ زمونږ پلار ته د هغۀ د لوئۍ دپاره ”آمين“ وايُو.
21اوس دا زمونږ پلار دے چې مونږ ستاسو سره په مسيح کښې ټينګوى او چې مونږ يې مسح کړى يُو، 22هغۀ هم مونږ باندې مُهر ولګولو او زمونږ په زړونو کښې يې خپل روحُ القُدس د راتلونکى شى د ضمانت په طور راکړو. a a v22 د ضمانت دپاره په يونانى کښې چې کوم لفظ راغلے دے هغه د کاروبار يوه اصطلاح ده — يو بيعانه. زمونږ پلار روحُ القُدس د هر هغه شى د اول قِسط په طور راکوى چې لا راتلونکے دے، د هغۀ دا ضمانت چې هغه به پوره کړى هغه څۀ چې هغۀ شروع کړى وُو. 23زۀ زمونږ پلار په خپل ژوند ګواه بولم چې ما د دې دپاره قرنتس ته راستنېدل پرېښودل چې تاسو بچ کړم. 24دا نه چې مونږ ستاسو پر ايمان باندې اختيار لرُو، بلکې مونږ ستاسو د خوشحالۍ دپاره ستاسو سره ګډ کار کوُو، ځکه چې تاسو د ايمان په زور ټينګ ولاړ يئ.