په اوښکو کښې ليکلے شوے خط
هلته يو چا پولس ته تېری کړی و، او ډېری خلکو هغه ته سزا ورکړه. پولس وايي چې اوس بس دی: هغه وبخښئ، مخکې له دې چې غم يې تېر کړي. هغه هغه ليک تشريح کوي چې په اوښکو يې ليکلی و او هغه سفر چې لغوه شو، چې هېڅ يو يې سړه مهري نه وه بلکې مينه وه چې نه يې غوښتل هغوی بيا ازار کړي.
2 1نو ما په خپل زړۀ کښې پخه کړه چې بيا به ستاسو دې يو بل تکليف ورکوونکى سفر ته نۀ راځم. 2ځکه کۀ زۀ تاسو ته غم درکوم، نو بيا زما خوشحالوونکے څوک پاتې کيږى سوا د هغه چا نه چې ما ورته غم ورکړے دے؟ 3ما دا ځکه وليکل چې کله زۀ راشم، نو هغه کسان چې ما خوشحالول پرې په کار دى، ما ته دې غم رانۀ کړى، ځکه چې په تاسو ټولو باندې زما دا ايمان دے چې زما خوشحالى ستاسو د ټولو خوشحالى ده. 4د زړۀ د ډېر تکليف او بېچينۍ نه مې ډېرې اوښکې بهولې او تاسو ته مې وليکل، دې دپاره نه چې تاسو غمجن کړم، بلکې دې دپاره چې تاسو ته هغه د زړۀ نه راڅرګنده شوې مينه وښايم چې زۀ يې ستاسو دپاره لرم.
5خو کۀ چا غم ورکړے وى، نو هغۀ دومره ما ته نه، بلکې يو څۀ قدرے تاسو ټولو ته غم درکړے دے. زۀ نۀ غواړم چې پرې ډېره سختى وکړم.
هغه ته معافى ورکړئ او بيا يې ومنئ
6دغه رنګ کس ته همدا سزا بس ده چې د اکثرو کسانو له خوا ورته ورکړے شوے ده. 7نو اوس تاسو له په کار دى چې د دې پر ځائ هغۀ ته معافى ورکړئ او تسلى يې ورکړئ، ګنې هسې نه چې هغه د ډېر غم لاندې راشى. 8نو زۀ تاسو ته زارۍ کوم چې هغۀ سره خپله مينه بيا ثابته کړئ. 9ما دا په دې دپاره هم وليکل چې تاسو وازمايم او پوه شم چې آيا تاسو په هر څۀ کښې فرمانبردار يئ کۀ نه. 10څوک چې تاسو ورته معافى ورکوئ، زۀ هم هغۀ ته معافى ورکوم. او څۀ چې ما بخښلى دى، کۀ چرته څۀ وى، نو هغه مې ستاسو دپاره د مسيح په مخکښې بخښلى دى، 11دې دپاره چې شيطان دې پرې مونږ باندې فوقيت ترلاسه نۀ کړى، ځکه چې مونږ د هغۀ د چالونو نه بېخبره نۀ يُو.
12کله چې زۀ د مسيح د انجيل تبليغ دپاره ترواس ته راغلم، نو د مالِک له خوا زما دپاره يوه دروازه خلاصه شوه، 13خو زما روح ته سکون نۀ وو، ځکه چې زما ورور تيتُس مې هلته ونۀ موندلو. نو ما رُخصت واخستو او مکيدُنيا ته لاړم.
14خو زمونږ د پلار شکر دے چې هغه هر وخت مونږ په مسيح کښې د فتح جلوس کښې مخکښې بيائى او زمونږ په وسيله هغه د خپلې پېژندګلوۍ خوشبوئ هر چرته خوروى. a a v14 د فتح جلوس د روميانو د کاميابۍ يو داسې جلوس وو چې په هغې کښې يو فاتح جنرال خپل قيديان مخکښې بوتلل او د لارې په اوږدو کښې به يې خوشبوئداره لوبان سوزولو — پولوس دلته داسې انځور کوى چې زمونږ پلار خپل خلق د مسيح په فتح کښې مخکښې بيائى. 15ځکه چې مونږ د هغو کسانو په مينځ کښې چې خلاصون مومى او د هغو چې هلاکيږى، زمونږ پلار ته د مسيح خوشبوئ يُو، 16يو ته د مرګ نه مرګ ته د رسوونکې خوشبوئ يُو، او بل ته د ژوند نه ژوند ته د رسوونکې خوشبوئ يُو. او د دې کار دپاره څوک قابل دے؟ 17ځکه چې مونږ د ډېرو نورو په شان د زمونږ د پلار د کلام سوداګر نۀ يُو، بلکې په خلوص سره، لکه د هغۀ له خوا، د هغۀ په مخکښې، مونږ په مسيح کښې خبرې کوو.