دپاره دې چې د پلار شى، آزاد شُوئ
شریعت ښه دی، او ستونزه همدا ده. پولس د واده قانون کاروي ترڅو هغه خلاصون بیان کړي چې موږ زموږ د پلار شو، بیا له دننه څخه دام بیانوي: د ښه غوښتل، د بد کول، او د یوه وېشل شوي ځان ماتې لیدل. دا چیغه عقیده نه ده بلکې ستړیا ده: څوک به ما وژغوري؟
7 1اے وروڼو، آيا تاسو ته دا نۀ ده معلومه چې شريعت په يو سړى باندې هم هغه وخت پورې حُکومت کوى تر څو چې هغه ژوندے وى؟ زۀ خو د هغه خلقو سره خبرې کوم چې شريعت پېژنى 2کوم ښځه چې وادۀ شوے وى هغه تر هغه وخته پورې د شريعت په مطابق د خپل خاوند سره تړلے وى تر څو چې خاوند يې ژوندے وى، خو کۀ خاوند يې مړ شى نو هغه د خاوند د شريعت نه آزاده شى. 3نو تر څو چې خاوند يې ژوندے وى کۀ هغه د بل سړى ښځه شى نو زناکاره بلله کيږى، خو کۀ خاوند يې مړ شى نو هغه د دغه شريعت نه آزاده شى، او کۀ د بل سړى سره وادۀ وکړى نو زناکاره نۀ وى. 4نو اے زما وروڼو او خوېندو، تاسو هم د مسيح د بدن په وسيله د شريعت دپاره مړۀ کړلے شُوئ، دې دپاره چې د بل څوک شئ، يعنې د هغۀ چې د مرګ نه راژوندے کړلے شو، ترڅو چې مونږ د خپل پلار دپاره مېوه ونيسُو. 5ځکه چې کله مونږ په جسم کښې وُو نو د ګناه هغه خواهشات چې د شريعت په وسيله راپارول شوى وُو زمونږ په بدنونو کښې د مرګ دپاره مېوه نيولو ته کار کولو. 6خو اوس مونږ د شريعت نه آزاد شُو، او د هغه څۀ دپاره مړۀ شُو چې مونږ تړلى وساتلو، نو اوس مونږ د روح په نوى طريقه عبادت کوُو، نۀ د ليکلى شريعت په زړه طريقه.
شريعت د ګناه طاقت څرګندوى
7نو بيا مونږ څۀ ووايُو؟ آيا شريعت ګناه دے؟ هيڅکله نه! خو ما به ګناه نۀ وه پېژندلے کۀ نۀ وَى د شريعت په وسيله، او نه به مې لالچ پېژندلے وو کۀ شريعت دا نۀ وَى فرمائيلى چې، ”د بل څۀ لالچ مۀ کوه.“ 8خو ګناه د حُکم په وسيله موقع پيدا کړه او په ما کښې يې هر قسمه لالچ پيدا کړو، ځکه چې د شريعت نه بغير ګناه مړه ده. 9زۀ يو وخت د شريعت نه بغير ژوندے وم، خو کله چې حُکم راغلو نو ګناه راژوندۍ شوه او زۀ مړ شوم. 10ما دا ومُوندله چې هم هغه حُکم چې د ژوند راوړلو دپاره وو هغۀ په حقيقت کښې مرګ راووړو. 11ځکه چې ګناه د حُکم په وسيله موقع پيدا کړه، ما يې دوکه کړم، او د حُکم په وسيله يې زۀ ووژلم. 12نو بيا شريعت پاک دے، او حُکم پاک، صادق او ښۀ دے.
13نو آيا دغه ښۀ شے زما دپاره د مرګ سبب شو؟ هيڅکله نه! بلکې ګناه، دې دپاره چې د ګناه په توګه څرګنده شى، د دغه ښۀ شى په وسيله يې په ما کښې مرګ پيدا کړو، دې دپاره چې د حُکم په وسيله ګناه ډېره زياته ګناه ګاره شى. 14ځکه چې مونږ ته معلومه ده چې شريعت روحانى دے، خو زۀ جسمانى يم، د ګناه لاندې خرڅ کړلے شوے يم. 15زما څۀ چې زۀ کوم هغه زۀ نۀ پوهيږم، ځکه چې کوم څۀ چې زۀ غواړم هغه نۀ کوم، بلکې کوم څۀ ته چې زۀ نفرت کوم هم هغه کوم. 16خو کۀ زۀ هغه څۀ کوم چې نۀ يې غواړم نو زۀ منم چې شريعت ښۀ دے. 17نو اوس دا زۀ نۀ يم چې دا کوم، بلکې هغه ګناه ده چې په ما کښې اوسيږى. 18ځکه چې زۀ پوهيږم چې په ما کښې، يعنې زما په جسم کښې، هيڅ ښۀ شے نۀ اوسيږى، ځکه چې ښۀ کول خو غواړم، خو سرته رسولے يې نۀ شم. 19ځکه چې کوم ښۀ چې زۀ غواړم هغه نۀ کوم، بلکې کوم بدى چې زۀ نۀ غواړم هم هغه کوم. 20نو کۀ زۀ هغه څۀ کوم چې نۀ يې غواړم نو دا زۀ نۀ يم چې دا کوم، بلکې هغه ګناه ده چې په ما کښې اوسيږى هغه دا کوى. 21نو زۀ دغه شريعت مومم چې کله زۀ د ښۀ کولو اراده کوم نو بدى زما سره نزدې پرته وى. 22ځکه چې زۀ په خپل باطنى وجود کښې د خپل پلار په شريعت باندې خوشحاليږم. 23خو زۀ په خپل بدن کښې يو بل شريعت وينم چې زما د عقل د شريعت خلاف جنګيږى، او ما د ګناه هغه شريعت ته قيدى کوى چې زما په بدن کښې کار کوى. 24زۀ څومره بدبخته سړے يم! ما به د دې د مرګ د بدن نه څوک خلاصوى؟ 25د خپل پلار شکر دے، د زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله! نو بيا زۀ پخپله په خپل عقل سره د خپل پلار د شريعت عبادت کوم، خو په خپل جسم سره د ګناه د شريعت.