دَ ګناه نه مړۀ، پلار ته ژوندى
که فضل هر څه پټوي، نو ولې په ازاده ګناه ونه کړو؟ د پولس ځواب قاعده نه ده بلکې مرګ دی: بپتسما موږ د مسیح له مرګ سره یو ځای کړو، نو ګناه ته بېرته ستنېدل داسې دي لکه هغه قبر ته ورګرځېدل چې موږ لا دمخه ترې وتلي یو. خپل بدن زموږ پلار ته وړاندې کړه — ته به د هغه څه خدمت کوې چې اطاعت يې کوې.
6 1نو اوس مونږ څۀ ووايو؟ ايا مونږ دې په ګناه کولو کښې دوام ورکوو چې فضل زيات شى؟ 2هرګز نه! مونږ چې دَ ګناه نه مړۀ شوى يُو، نو بيا څنګه په هغې کښې ژوند کولے شُو؟ 3ايا تاسو ته دا معلوم نۀ دى چې مونږ ټول چې په عيسىٰ مسيح کښې بپتسمه راکړے شوے يُو، هغه دَ هغۀ په مرګ کښې بپتسمه وه؟ 4نو مونږ دَ بپتسمې په وسيله دَ هغۀ سره په مرګ کښې ښخ شوُو، دې دپاره چې لکه څنګه چې مسيح دَ زمونږ دَ پلار دَ لوئى په وسيله دَ مړو نه راژوندے شو، هم هغه شان مونږ هم په نوى ژوند کښې وګرځُو.
5ځکه چې کۀ مونږ دَ هغۀ دَ مرګ دَ مثال سره يو ځائ شوى يُو، نو خامخا به دَ هغۀ دَ بيا راژوندى کېدو سره هم يو ځائ شُو. 6مونږ ته دا معلومه ده چې زمونږ زوړ انسان دَ هغۀ سره په سولئ کړے شو، دې دپاره چې دَ ګناه بدن تباه شى، او مونږ بيا دَ ګناه غلامان نۀ وُو. 7ځکه چې څوک چې مړ شوے وى، هغه دَ ګناه نه آزاد کړے شوے دے. 8نو کۀ مونږ دَ مسيح سره مړۀ شوى يُو، نو مونږ ايمان لرُو چې دَ هغۀ سره به ژوند هم کوُو. 9ځکه چې مونږ ته دا معلومه ده چې مسيح چې دَ مړو نه راژوندے شو، هغه بيا هيچرې نۀ مرى؛ مرګ نور په هغۀ باندې حکومت نۀ کوى. 10ځکه چې کوم مرګ هغۀ ومنلو، هغه دَ ګناه دپاره يو ځل دَ تل دپاره مړ شو؛ خو کوم ژوند چې هغه کوى، هغه دَ زمونږ پلار دپاره ژوند کوى. 11هم هغه شان، تاسو هم خپل ځانونه دَ ګناه نه مړۀ وګڼئ، خو په عيسىٰ مسيح کښې دَ زمونږ پلار دپاره ژوندى.
12نو ځکه ګناه ته اجازت مۀ ورکوئ چې ستاسو په مرَنى بدن باندې بادشاهى وکړى چې تاسو دَ هغې دَ خواهشونو اطاعت وکړئ. 13دَ خپل بدن غړى دَ بدکارۍ دَ وسلو په شان ګناه ته مۀ وړاندې کوئ؛ بلکې خپل ځانونه دَ هغه کسانو په شان زمونږ پلار ته وړاندې کوئ چې دَ مرګ نه ژوند ته راوستے شوى دى، او دَ خپل بدن غړى دَ صداقت دَ وسلو په شان هغۀ ته وړاندې کوئ. 14ځکه چې ګناه به په تاسو باندې غلبه ونۀ لرى، ځکه چې تاسو دَ شريعت لاندې نۀ يئ بلکې دَ فضل لاندې يئ.
15نو بيا څۀ؟ ايا مونږ دې ګناه وکړو ځکه چې مونږ دَ شريعت لاندې نۀ يُو بلکې دَ فضل لاندې يُو؟ هرګز نه! 16ايا تاسو ته دا معلوم نۀ دى چې کله تاسو خپل ځانونه دَ اطاعت کولو دپاره دَ چا په حواله دَ غلامانو په شان کوئ، نو تاسو دَ هغه چا غلامان شئ دَ چا چې اطاعت کوئ، کۀ هغه ګناه وى چې مرګ ته رسوى، او کۀ اطاعت وى چې صداقت ته رسوى؟ 17خو دَ زمونږ پلار شکر دے: تاسو دَ ګناه غلامان وئ، خو دَ کوم تعليم په نمونه چې تاسو ته سپارلے شوے وو، تاسو دَ زړۀ نه دَ هغې اطاعت وکړو. 18او کله چې تاسو دَ ګناه نه آزاد کړے شوئ، نو تاسو دَ صداقت غلامان شوئ.
19زۀ دَ انسان په طور خبرې کوم، ځکه چې ستاسو جسم کمزورے دے. لکه څنګه چې تاسو خپل بدن غړى دَ ناپاکۍ او بېدينۍ غلامان ګرځولى وُو چې نوره بېدينى پېدا کړى، نو اوس هم هغه دَ صداقت غلامان وګرځوئ چې پاکوالے پېدا کړى. 20ځکه چې کله تاسو دَ ګناه غلامان وئ، نو تاسو دَ صداقت نه آزاد وئ. 21نو هغه وخت تاسو دَ هغه کارونو نه څۀ ګټه واخسته چې اوس پرې شرمېږئ؟ ځکه چې دَ هغه شيانو انجام مرګ دے. 22خو اوس چې تاسو دَ ګناه نه آزاد شوئ او دَ زمونږ پلار غلامان شوئ، نو ستاسو مېوه پاکوالى ته رسوى، او انجام يې دَ تل ژوندون دے. 23ځکه چې دَ ګناه مزدورى مرګ دے، خو دَ زمونږ پلار بخشش دَ تل ژوندون دے چې په عيسىٰ مسيح، زمونږ مالِک کښې دے.