چاپ شوی
کتاب

پلار د عدالت مجلس پيلوى

د آسف زبور.

زموږ پلار محکمه جوړوي او د خپلو خلکو پر ضد شاهدي ورکوي. د هغه شکایت دا نه دی چې قربانۍ لږې دي — هر ژوندی څاروی د هغه دی — بلکې د هغو خلکو عبادت دی چې د هغه تړون تکراروي خو له غلو سره ملګرتیا کوي. هغه شکر او بدله شوې لار غواړي.

څپرکی 50.

قادرِ مطلق، زمونږ پلار، خبرې وکړې؛ هغۀ زمکه د لمر د راختو نه تر لوېدو پورې راوبلله. د صيون نه چې په ښائست کښې کامل دے، زمونږ پلار رڼا خپروى. زمونږ پلار راځى او چپ به نۀ وى؛ د هغۀ مخکښې اور هر څۀ خوري، او د هغۀ چاپېره سخت طوفان دے. هغه پاس آسمانونه راغواړى، او زمکه هم، دې دپاره چې د خپلو خلقو عدالت وکړى.

”زما وفادار بندګان ماته راجمع کړئ، هغوئ چې د قربانۍ په وسيله يې ما سره لوظ تړلے دے.“

او آسمانونه د هغۀ د صداقت اعلان کوى، ځکه چې زمونږ پلار پخپله قاضى دے. a a v6 سېلاه د عبادت يا موسيقۍ يوه نښه ده، چې ګمان کيږى د ځنډ يا وقفې اشاره کوى؛ د دې اصل مطلب پکا نۀ دے.

”اے زما خلقو، واورئ، او زۀ به خبرې وکړم؛ اے اِسرائيل، زۀ به ستا په خلاف ګواهى ورکوم: زۀ ستا پلار يم. زۀ تا د قربانيو په خاطر نۀ ملامتوم؛ ستا سوزېدونکې قربانۍ تل زما مخکښې دى. زۀ به ستا د کور نه غوايه او ستا د غوجلو نه چېلۍ وا نۀ خلم. ځکه چې د ځنګل هر ځناور زما دے، او د زرو غرونو مواشى هم زما دى. زۀ د غرونو هره مرغۍ پېژنم، او څۀ چې په ميدان کښې خوځيږى، هغه ټول زما دى. کۀ زۀ وږے وَم، نو تا ته به مې نۀ وئيل، ځکه چې دا دُنيا زما ده، او څۀ چې پکښې دى هغه ټول زما دى. آيا زۀ د غوايانو غوښه خورم يا د چېلو وينه څښم؟‘

”ماته د شکر قربانى وړاندې کړه، او خپل نذرونه تعالىٰ ته ادا کړه. b b v14 ”د شکر قربانى“ يوه رضاکارانه قربانى وه چې د شکرګذارۍ د عبادت په توګه به په هيکل کښې وړاندې کولے شوه. او کله چې په مصيبت کښې يې نو ما راوبله؛ زۀ به دې خلاص کړم، او تۀ به زما عزت کوې.‘

”خو بدکارانو ته زمونږ پلار فرمائى: ’تا ته څۀ حق دے چې زما احکام بيان کړې، يا زما لوظ په خپله ژبه ووايې؟ تۀ د تربيت نه نفرت کوې او زما خبرې شاته غورزوې. کله چې غل وينې نو ورسره يوځائ کيږې، او د زناکارو سره ملګرتيا کوې. تۀ خپله خوله د بدۍ دپاره کاروې، او ستا ژبه دوکه جوړوى. تۀ کښېنې او د خپل ورور په خلاف خبرې کوې؛ د خپلې مور زوئ ته تهمت لګوې. دا کارونه تا کړى دى، او زۀ چپ پاتې شوم؛ تا ګمان وکړو چې زۀ بالکل ستا په شان يم. خو اوس زۀ تا ملامتوم، او دا الزام ستا د سترګو مخکښې ږدم.‘

”اے تۀ چې ما هېروې، اوس دا خبره ښۀ پوه شه، کۀ نه نو زۀ به دې ټوټه ټوټه کړم، او هيڅوک به دې بچ نۀ کړى شى. ”څوک چې د شکر قربانى راوړى هغه زما عزت کوى؛ او څوک چې په سمه لار روان وى، هغۀ ته به زۀ خپل خلاصون وښايم.“