سترګې په تا ټينګې
د داؤد يو زبور.
د ماښام دعا چې د خوشبويۍ په څېر وړاندې کېږي. هغه له خپل پلار څخه غواړي چې د هغه خوله او اشتها وساتي، چې له بدکارانو سره یو ځای نه شي او د هغوی له خوندورو خوړو خوند وانخلي. هغه د یو صادق سړي اصلاح داسې مني لکه پر سر یې تېل وي.
141 1اے زما پلاره، زۀ تا ته آواز کوم؛ ژر ما ته راشه. کله چې زۀ تا ته چغې وهم، نو زما آواز واوره.
2زما دُعا دې ستا په وړاندې د خوشبو په شان اوچته شى، د لاسونو پورته کول مې د ماښام د نذرانې په شان.
3اے زما پلاره، زما په خولې باندې څوکيدار کېږده؛ زما د شونډو دروازه وڅاره. 4زما زړۀ دې هيڅ بدۍ ته مۀ مائله کوه، چې د بد کارونو کوونکو سره په بدو کارونو کښې شريک شم؛ او ما دې د هغوئ په خوندورو خوراکونو مۀ ماړه کوه.
5صادق دې ما وولى — دا مهربانى ده؛ هغه دې زما اصلاح وکړى — دا زما د سر دپاره تېل دى؛ زما سر به دا رد نۀ کړى. خو زما دُعا تل د بدکارانو د کارونو خلاف ده.
6کله چې د هغوئ حاکمان د ګټو ډبرو نه راوغورزولے شى، نو خلق به زما خبرې واورى، ځکه چې هغه خوږې دى. 7لکه څنګه چې څوک زمکه کرى او چوى، هم هغه شان زمونږ هډوکى د قبر په خوله باندې خواره شوى دى.
8خو اے زما مالِکه پلاره، زما سترګې په تا ټينګې دى؛ زۀ په تا پناه اخلم — ما بېسهارا مۀ پرېږده. 9ما د هغه دام نه وساته چې هغوئ زما دپاره ايښے دے، او د بد کارونو کوونکو د جالونو نه. 10بدکاران دې په خپلو جالونو کښې پرېوځى، خو زۀ يواځې په سلامتۍ سره تېر شم.