ما د ظالمانو نه وساته
د سندرو د مشر دپاره. د داؤد يو زبور.
د منظم ظلم په اړه یوه دعا: هغه سړي چې د مار زهر یې تر شونډو لاندې دي، هره ورځ جګړې راپاروي او د لارې تر څنګ دامونه ږدي. داؤد د جګړې په ورځ له خپل پلار څخه پناه غواړي، او باور لري چې د ځپل شویو دعوا به واورېدل شي.
140 1اے پلاره، ما د بدو خلقو نه خلاص کړه؛ د ظالمانو نه مې په امان کښې وساته، 2هغه چې په خپلو زړونو کښې د بدۍ منصوبې جوړوى او ټوله ورځ جنګونه راپاروى. 3هغوئ خپلې ژبې د مار په شان تېزوى؛ د زهرجنو مارانو زهر د هغوئ د شونډو لاندې دى.
4اے پلاره، ما د بدکارو د لاسونو نه وساته؛ د ظالمانو نه مې په امان کښې وساته، هغه چې زما د غورځولو منصوبې جوړوى. 5مغرورو زما دپاره لومه پټه کړې ده؛ د جال رسۍ يې خورې کړې دى؛ د لارې غاړې ته يې زما دپاره دامونه ايښى دى.
6ما خپل پلار ته ووئيل چې، ”تۀ زما پلار يې.“ زما د رحم د زاريو اواز واوره. 7اے حاکمه پلاره، زما د خلاصون قُوت، تا د جنګ په ورځ زما سر وساتو. 8اے پلاره، د بدکارو خواهشونه پوره مۀ کوه؛ د هغوئ منصوبه کامياب مۀ کوه، ګنې هغوئ به سرکشه شى.
9هغه کسان چې ما راچاپېره کوى، د هغوئ سرونه دې د خپلو شونډو په شر باندې پټ شى. 10سوزيدلى سکاره دې په هغوئ راپرېوځى؛ هغوئ دې اور ته وغورځولے شى، د خټو کندو ته، چې بيا هيچرې پاڅېدلے نۀ شى. 11هيڅ بدګو دې په ملک کښې قائم نۀ شى؛ بدى دې ظالم سړے وښکاروى، ګوزار په ګوزار.
12زۀ پوهيږم چې زمونږ پلار به د مظلومانو حمايت وکړى او د محتاجانو دپاره به انصاف راولى. 13بېشکه چې صادقان به ستا د نوم شُکر اداء کوى؛ نېک خلق به ستا په حضور کښې اوسيږى.