چاپ شوی
کتاب

د پلار لاس نحمياه لېږى

د یوه ساقي غمجن مخ پام ځانته اړوي، او د خپل پلار د مهربان لاس په ملګرتیا نحمیاه له پاچا څخه لرګي او خوندي تګ غواړي ترڅو د خپلو نیکونو ویجاړ ښار بیا ودان کړي. هغه د شپې یوازې د یروشلم په کنډوالو کې ګرځي مخکې له دې چې چا ته څه ووايي، بیا جوړونکي راټولوي په داسې حال کې چې سنبلط او طوبیاه پرې ملنډې وهي.

څپرکی 2.

د نيسان په مياشت کښې، د بادشاه ارتخششتا په شلم کال کښې، شراب د هغۀ مخکښې وُو؛ ما هغه راواخستل او بادشاه ته مې ورکړل. ما مخکښې کله هم د هغۀ په حضور کښې خفه نۀ وم. a a v1 نيسان د عبرانى کال اوله مياشت وه، چې د پسرلى په شروع کښې راتله (نژدے د مارچ-اپرېل په وخت کښې). بادشاه وپوښتل چې، ”ولې ستا مخ خفه دے، حال دا چې تۀ ناجوړه نۀ يې؟ دا خامخا د زړۀ خفګان دے.“ نو زۀ ډېر ووېرېدم.

ما بادشاه ته ووئيل چې، ”دې بادشاه دې تل ژوندے وى! ولې به زما مخ خفه نۀ وى، کله چې هغه ښار، چې زما د پلرونو د ښخولو ځائ دے، نړېدلے پروت دے او دروازې يې په اور سوزېدلې دى؟“

بادشاه راته وپوښتل چې، ”تۀ څۀ غواړې؟“ نو ما په آسمان کښې زمونږ پلار ته دُعا وکړله، او بادشاه ته مې ووئيل چې، ”کۀ بادشاه ته ښۀ ښکارى، او کۀ ستا په نوکر باندې ستا مهربانى وى، نو ما يهوداه ته ولېږه، د پلرونو د قبرونو ښار ته، چې هغه بيا جوړ کړم.“

بادشاه، چې ملکه يې ترڅنګ ناسته وه، راته وپوښتل چې، ”ستا سفر به څومره وخت ونيسى، او بيا به کله راګرځې؟“ د هغۀ خوښه شوه چې ما ولېږى، نو ما ورته يو وخت وټاکو.

ما بادشاه ته دا هم ووئيل چې، ”کۀ بادشاه ته ښۀ ښکارى، نو ما له د اباسين د پورې غاړې د صوبې حاکمانو ته خطونه راکړه، چې هغوئ ما ته اجازت راکړى چې تېر شم ترڅو چې يهوداه ته ورسېږم. او هم آصف ته، چې د بادشاه د ځنګله ساتونکے دے، يو خط چې هغه ما له د هغه قلعې د دروازو د شهتيرونو دپاره لرګى راکړى چې د خُدائ پاک د کور ترڅنګ ده، او د ښار د ديوال او د هغه کور دپاره چې زۀ به پکښې اوسېږم.“ بادشاه زما غوښتنې قبولې کړې، ځکه چې زما د پلار مهربان لاس په ما باندې وو.

زۀ د اباسين د پورې غاړې د صوبې حاکمانو ته لاړم او د بادشاه خطونه مې ورکړل. هغۀ زما سره د لښکر افسران او سپاره هم لېږلى وُو. کله چې دا سنبلط حورونى او طوبياه عمونى عملدار واورېدل، نو ډېر خفه شول چې يو څوک راغلے دے چې د اِسرائيل د خلقو د ښېګړې طلب وکړى.

د شپې د نړېدلو ديوالونو ګرځېدل

نو زۀ يروشلم ته ورسېدم او درې ورځې هلته پاتې شوم. زۀ د شپې د څو تنو سړو سره پاڅېدم. ما هيچا ته نۀ وو وئيلى چې زما پلار څۀ زما په زړۀ کښې اچولى وُو چې د يروشلم دپاره يې وکړم. زما سره هيڅ ځناور نۀ وو مګر هغه چې زۀ پرې سپور وم. د شپې زۀ د درې دروازې نه بهر لاړم، د ګيدړ د څاه په لور، د خځلو دروازې ته، او د يروشلم نړېدلى ديوالونه او سوزېدلې دروازې مې کتلې. زۀ د چينې دروازې او د بادشاه حوض ته تېر شوم، خو زما د سورلۍ د تېرېدو دپاره هيڅ ځائ نۀ وو. د شپې زۀ د درې نه پورته لاړم، ديوال مې کتلو، بيا راوګرځېدم، د درې دروازې نه ننوتم او راستون شوم. عملدارانو ته معلومه نۀ وه چې زۀ چرته لاړم او څۀ مې کول؛ ما لا تر اوسه يهوديانو، اِمامانو، نوابانو، عملدارانو او نورو ته نۀ وو وئيلى چې چا به دا کار کولو. نو ما ووئيل چې، ”تاسو زمونږ تکليف ګورئ: يروشلم نړېدلے پروت دے، او دروازې يې سوزېدلې دى. راځئ، چې د يروشلم ديوال بيا جوړ کړو، چې نور بدنامه نۀ يُو.“ ما هغوئ ته ووئيل چې زما د پلار مهربان لاس څنګه په ما باندې وو، او بادشاه څۀ وئيلى وُو. هغوئ ووئيل چې، ”راځئ چې پاڅو او جوړ يې کړو.“ نو هغوئ د دې ښۀ کار دپاره خپل لاسونه مضبوط کړل.

کله چې سنبلط حورونى، طوبياه عمونى عملدار او جشم عربى واورېدل، نو هغوئ پورې وخندل او مونږ يې سپک کړو، او ويې وئيل چې، ”دا څۀ دى چې تاسو يې کوئ؟ آيا تاسو د بادشاه خلاف بغاوت کوئ؟“

ما جواب ورکړو چې، ”په آسمان کښې زمونږ پلار به مونږ ته کاميابى راکړى. مونږ د هغۀ نوکران به جوړول شروع کړو، خو تاسو له په يروشلم کښې هيڅ برخه، هيڅ حق او هيڅ دعوىٰ نشته.“